No-IMG

غزل - بلينډه بدرۍ

بلينډه بدرۍ

 

راته ولاړ ؤ خیاله ستا د ښاپیرو خاطر

ګنې ما نه کړ د غزل د باریکیو خاطر

تمامه شپه ورسره شرنګ مې د بنګړیو ویښ دی

پالي په څه ښکلي انداز دې د زګیرویو خاطر

د سر دوښمن ته هم دعا د زندګۍ کومه

راسره وي یې د وړو وړو بچیو خاطر

ملنګه خیر دی د ماحول برم ته وکړه دعا

په روی دروړمه د پیغلوټو جینکیو خاطر

بدرۍ سندرې دې چې مړې شي کوندې یادې به شي

مالت کې هسې هم نه کیږي د ژوندیو خاطر

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک