حکمتيار: ظالمان هيڅ حقيقي دوست، ولي، نصير او شفيع نه لري
متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 12 قوس 1400)
الحمد للّٰهِ و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ باللّٰهِ من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَذَكَرُواْ ٱللّٰهَ كَثِيرٗا وَٱنتَصَرُواْ مِنۢ بَعۡدِ مَا ظُلِمُواْ ۗ وَسَيَعۡلَمُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓاْ أَيَّ مُنقَلَبٖ يَنقَلِبُونَ ٢٢٧ الشعراء
الله تعالى فرمايي:
په استثناء د هغو چي ايمان ئې راوړى، نېك عملونه ئې كړي، الله ئې ډېر ياد كړى او وروسته له هغه چي ظلم پرې شوى غچ ئې اخيستى، او ظالمان به ډېر ژر پوه شي چي په كومي كندي كي به نسكور كړى شي!!
د دې آيت وروستۍ برخه د الشعراء سورې د آخري آيت وروستۍ فِقْرَه ده؛ د الله تعالى يو ثابت او دائمي سنت زموږ مخي ته ږدي؛ دا سنت چي الله تعالى د ظالمانو د اقتدار ماڼۍ ډېر ژر نسكوروي او له انقلاب او نسكورېدو سره ئې مخامخ كوي.
د الشعراء په سوره كي د دې الهي سنت اوه عملي او تاريخي بېلگي انځور شوې؛ د اوو پيغمبرانو په مشرۍ اوه انقلابونه؛ له موسى عليه السلام ئې پيلوي او ورپسې د ابراهيم، نوح، هود، صالح، لوط او شعيب علهم السلام يادونه كوي.
پيل ئې داسي:
وَإِذۡ نَادَىٰ رَبُّكَ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱئۡتِ ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ ١٠ قَوۡمَ فِرۡعَوۡنَۚ أَلَا يَتَّقُونَ ١١
او هغه مهال چي ستا رب موسى ته غږ كړ چي د دې ظالم قوم لوري ته راشه، د فرعون قوم ته، آيا (د خپل ظلم له بدو پايلو) نه وېرېږي؟،
د آيت الفاظ داسي دي چي ښيي د مصر فرعون په خپل ظلم سره د الله او د ده دين او سننو خلاف جگړه روانه كړې؛ الله تعالى خپل پيغمبر موسى عليه السلام مصر ته وربلي چي د فرعون مقابله وكړي. ورته وايي: د دې ظالم قوم لوري ته راشه؛ د فرعونيانو لوري ته؛ چي له الله وېره نه كوي.
د ظالمانو په اړه الهي سنت داسي دئ چي ژر ئې نيسي؛ مهلت ئې لنډ دئ، ژر به په خپلو سترگو وگوري چي د ظلم ټغر به ئې ټول شي او اقتدار به ئې نسكور شي. هيڅوك به ئې د نسكورېدو مخه ونه نيسي، هيڅ ولي او نصير به ونه مومي چي له دې تور برخليك ئې وژغوري. لكه چي قرآن مكرراً فرمايي:
مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلا شَفِيعٍ يُطَاعُ؛ غافر 18
ظالمانو ته نه كوم صميمي دوست شته او نه داسي شفاعت كوونكى چي شفاعت ئې منل كېږي.
وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ البقرة 270
او ظالمانو ته هيڅ مرستندوى نشته
وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ نَصِيرٍ الحج 71
او ظالمانو ته هيڅ مل او ملاتړى نشته.
نه په دنيا كي هيڅ مرستندوى لري او نه په آخرت كي. له الله پرته چي څوك د ولي په توگه غوره كوي؛ داسي ده لكه د غڼې ځاله؛ كمزورې او سسته.
مَثَلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِ ٱللّٰهِ أَوۡلِيَآءَ كَمَثَلِ ٱلۡعَنكَبُوتِ ٱتَّخَذَتۡ بَيۡتٗا ۖ وَإِنَّ أَوۡهَنَ ٱلۡبُيُوتِ لَبَيۡتُ ٱلۡعَنكَبُوتِ ۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ ٤١ إِنَّ ٱللّٰهَ يَعۡلَمُ مَا يَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦ مِن شَيۡءٖ ۚ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ ٤٢ العنكبوت: 41-42
د هغو خلكو چي له الله پرته نور مرستندويان نيسي مثال د هغي غڼې په څېر دئ چي ځان ته ئې كور ونيو، دا په داسي حال كي چي تر ټولو سست كور د غڼې كور دئ؛ كاش پوهېدى. يقيناً چي الله پوهېږي چي دوى له ده پرته كوم (د اعتناء وړ) شى نه وربلي؛ او دى باحكمته عزتمن دئ.
يعني الله تعالى ته د دوى د معبودانو ماهيت، د هغه څه ماهيت چي دوى مرسته ترې غواړي، دوى پرې اتكاء كوي او دوى ئې مغرور كړي؛ ښه معلوم دئ؛ دا نه يوازي د غڼې د ځالي په څېر سست او كمزوري دي بلكي د الله په وړاندي او د حقيقت په تلي كي داسي دي لكه هيڅ، دا د دوى د وهم زېږنده موهومي شيان دي چي دوى ئې لمانځي، مرسته ترې غواړي او اتكاء پرې كوي، د هغه الله تعالى په وړاندي به د دغو مرستندويانو څه حيثيت وي چي عزيز او حكيم دئ؟!
دا آيتونه ښيي چي ظالمان هيڅ حقيقي دوست، ولي، نصير او شفيع نه لري،
څوك چي د دوى د اقتدار په ورځو كي ورنږدې وي، ملگرتيا او دوستي ورسره پالي؛ كله چي ئې د نسكورېدو ورځ راورسېږي او د مظلومانو له پاڅون او انقلاب سره مخامخ شي؛ ټول به ئې يوازي پرېږدي او نږدې ملگري به ئې له دښمنانو سره يو ځاى كېږي. د دې الهي سنت مصداق؛ هم د تاريخ په اوږدو كي په وار وار تكرار شوى او هم زموږ د هېواد په لنډ تېر تاريخ كي.
د ظاهرخان كورنۍ كي د ده خلاف كودتا وشوه؛ د تره زوى ئې د كمونستانو په گډون او ملگرتيا د ده په ضد كودتا وكړه، د سردار داؤد كمونستو ملگرو د ده خلاف كودتا وكړه او دى ئې د كورنۍ له ټولو غړو سره ووژلو؛ او همداسي له دوى وروسته په نورو حكومتونو كي وشول.
دا ښيي چي هر ظالم حكومت او مستبد زعيم به ئې له ورته برخليك سره مخامخ كېږي؛ كه دا د يوه شخص استبدادي حكومت وي، كه د يوې كورنۍ، كه د يوې قبيلې، كه د يوه سياسي گوند، كه بهرنيو ځواكونو تحميل كړى وي او كه د جنگ او كودتا له لاري مسلط شوى وي.
يوازي هغه حكومتونه دوام كولى شي او د مخكينيو په څېر له زوال او تور برخليك سره له مخامخ كېدو ژغورل كېږي چي د ولس په خوښه رامنځته شي او عدالت تأمين كړي.
كه زموږ د تېري يوې پېړۍ حكومتونه داسي وو چي مشران ئې وژل شوي، كله پلار د زوى په لاس، كله ورور د ورور په لاس، كله استاد د شاگرد په لاس، كله مشر (رهبر) د خپلو پلويانو په لاس، كله په واكمني كورنۍ كي كودتاگاني شوې او كله په يوې مسلطي قبيلې كي يو ټبر د بل خلاف وسله كارولې او له مخالفينو سره ئې لاس يو كړى؛ د دې ټولو پېښو اصلي او اساسي وجه دا وه چي دا حكومتونه د ملت په رأى او خوښه نه وو رامنځته شوي، عدالت ئې نه وو تأمين كړى، د ټول ولس حمايت ئې نه وو ترلاسه كړى، د حكومتولۍ لپاره ئې نه اصول درلودل، نه معيارونه، هر واكمن ئې ټولواك وو، نه د قانون په مراعات ملزم وو او نه له ولس سره په مشوره، ولس ته ئې د مفتوحه هېواد د اسيرانو په سترگه كتل، د ملت عزتمن وگړي ئې سپكول، نيول او وژل او ذليل او رذيل ئې پالل.
په داسي حكومتونو كي د قدرت د وېش پر سره نزاع او مخالفتونه حتمي وي، خبره ئې يو د بل خلاف د وسلې تر كارولو پوري رسېږي.
قرآن ورپسې د ابراهيم عليه السلام يادونه كوي؛ چي د ظالم نمرود په خلاف پاڅېدلى؛ هغه چي د بې گناه د وژلو او د مجرم د خوشي كولو حق ئې ځان ته وركړى، ټولواك دئ او د پرېكړو وروستۍ مرجع. وايي: ...أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ : دا زه يم چي ژوندى پرېښودل او د مرگ پرېكړه صادرول كوم!! ابراهيم عليه السلام د اور په لويي كندي كي غورځوي، الله تعالى ئې نه يوازي ژغوري بلكي د داسي ستر امت مؤسس ئې كړ چي تر قيامت پوري به دوام كوي؛ هغه چي نن د ده د امت شمېر تر يو نيم مليارد اوښتى.
بيا د نوح عليه السلام قصه زموږ مخي ته ږدي؛ ټول قوم؛ د زوى او مېرمن په شمول ئې؛ د ده مخالفت كوي، په رجم (په تيږو ويشتلو) ئې گواښي؛ يو وړوكى ټولگى ئې ملگرتيا ته چمتو كېږي؛ دومره وړوكى ټوگى چي په يوې ډكي كشتۍ كي ځايېږي؛ الله تعالى دى او ملگري ئې ژغوري او مخالفين ئې په څپانده ستر طوفان كي غرقوي.
ورپسې د هغه عاد قوم يادونه كوي چي مثل ئې په ټولي نړۍ كي نه وو؛ تر ټولو قومونو ځان ورته ځواكمن برېښېدو، په تمدن كي تر نورو وړاندي؛ هود عليه السلام د هغوى لوري ته لېږل شوى وو، كبر، ظلم او له پيغمبر سره مخالفت ئې د دې باعث شو چي د الله تعالى په عذاب اخته او هلاك شي.
بيا د صالح عليه السلام يادونه كوي چي د ثمود قوم په لوري لېږل شوى وو؛ دا قوم نه (9) ټبره وو، د هر يوه مشري د يوه مفسد او ظالم په لاس كي وه؛ لكه چي قرآن فرمايي:
وَكَانَ فِي الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ وَلا يُصْلِحُونَ النمل 48
دا مفسد او ظالم قوم هم د ظلم او فساد له كبله په الهي عذاب اخته او داسي تندر پرې راپرېوت چي له هيبتاك غږ سره يو ځاى وو.
بيا د لوط عليه السلام د بدكار او مفسد
قوم يادونه كوي چي نه يوازي له اخلاقي پلوه ډېر پرېوتى او منحط وو بلكي لاري به ئې شكولې او قافلې به ئې لوټلې؛ د تجارتي قافلو په لار پروت قوم وو، دوى هم ټول په داسي ستر عذاب اخته شول چي سيمه ئې خسف شوه او هر څه ئې تر خاورو لاندي شول، له لوړو تيږي او ډبري پرې راكولي شوې. يوازي لوط عليه السلام او دوه لوڼي ئې وژغورل شوې.
په پاى كي د شعيب عليه السلام او د ده د قوم مدين والو قصه راغلې چي په فساد اخته او په تجارتي معاملاتو كي په خيانت، دوكې او غولولو ككړ ول؛ نه يوازي د شعيب عليه السلام دعوت او نصيحتونو ته ئې اعتناء ونه كړه بلكي هغه ته ئې وويل: اې شعيب! يا به تا او هغه چي له تا سره ئې ايمان راوړى حتماً له خپلي سيمي باسو او يا به حتماً زموږ دين ته بېرته راستنېږئ.
قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَكَ مِنْ قَرْيَتِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَارِهِينَ) الأعراف 88
او هغه په ځواب كي ورته وويل: آيا په داسي حال كي به ستاسو دين ته درستنېږو چي ترې كركه لرو؟!!
د الشعراء سورې لومړۍ ركوع په دې آيتونو پاى ته رسېدلې:
أَوَ لَمۡ يَرَوۡاْ إِلَى ٱلۡأٓرۡضِ كَمۡ أَنۢبَتۡنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوۡجٖ كَرِيمٍ ٧ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗ ۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ ٨ وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ٩ الشعراء
آيا زمكي ته ئې نه دي كتلي چي څومره غوره؛ جوړه جوړه بوټي مو په كي راشنه كړي؟ يقيناً چي په دې كي يوه څرگنده نښه ده، خو د دوى ډېرى ايمان نه راوړوي او يقيناً چي ستا رب عزتمن رحيم دئ.
دا آيتونه د مخكينيو هري قصې په پاى كي هم په مكرره توگه راغلي او ښيي چي دا يو ثابت الهي سنت دئ، هم په طبيعت كي او هم د انسانانو په ټولني كي؛ چي سپېره ډاگ په ښايسته بوټو زرغون او سمسوروي؛ همداسي له فساد او ظلم سره مخامخ انساني ټولنه په انقلابونو سره رغوي، د ظالمانو سلطه پاى ته رسوي، صالحانو ته قدرت سپاري او په دې سره زمكه او انسانان ئې له تباهي ژغوري.
