No-IMG

حکمتيار: د نړۍ په تاريخ كي هم د ظالمانو او مفسدينو په خلاف په مكرره توگه د ډېرو انقلابونو شاهد يو

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 12 قوس 1400)

الحمد للّٰهِ و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ باللّٰهِ من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَذَكَرُواْ ٱللّٰهَ كَثِيرٗا وَٱنتَصَرُواْ مِنۢ بَعۡدِ مَا ظُلِمُواْ ۗ وَسَيَعۡلَمُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓاْ أَيَّ مُنقَلَبٖ يَنقَلِبُونَ ٢٢٧  الشعراء

الله تعالى فرمايي:

په استثناء د هغو چي ايمان ئې راوړى، نېك عملونه ئې كړي، الله ئې ډېر ياد كړى او وروسته له هغه چي ظلم پرې شوى غچ ئې اخيستى، او ظالمان به ډېر ژر پوه شي چي په كومي كندي كي به نسكور كړى شي!!

د دې آيت وروستۍ برخه د الشعراء سورې د آخري آيت وروستۍ فِقْرَه ده؛ د الله تعالى يو ثابت او دائمي سنت زموږ مخي ته ږدي؛ دا سنت چي الله تعالى د ظالمانو د اقتدار ماڼۍ ډېر ژر نسكوروي او له انقلاب او نسكورېدو سره ئې مخامخ كوي.

د الشعراء په سوره كي د دې الهي سنت اوه عملي او تاريخي بېلگي انځور شوې؛ د اوو پيغمبرانو په مشرۍ اوه انقلابونه؛ له موسى عليه السلام ئې پيلوي او ورپسې د ابراهيم، نوح، هود، صالح، لوط او شعيب علهم السلام يادونه كوي.

پيل ئې داسي:

وَإِذۡ نَادَىٰ رَبُّكَ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱئۡتِ ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ ١٠ قَوۡمَ فِرۡعَوۡنَۚ أَلَا يَتَّقُونَ ١١

او هغه مهال چي ستا رب موسى ته غږ كړ چي د دې ظالم قوم لوري ته راشه، د فرعون قوم ته، آيا (د خپل ظلم له بدو پايلو) نه وېرېږي؟،

د آيت الفاظ داسي دي چي ښيي د مصر فرعون په خپل ظلم سره د الله او د ده دين او سننو خلاف جگړه روانه كړې؛ الله تعالى خپل پيغمبر موسى عليه السلام مصر ته وربلي چي د فرعون مقابله وكړي. ورته وايي: د دې ظالم قوم لوري ته راشه؛ د فرعونيانو لوري ته؛ چي له الله وېره نه كوي.

د ظالمانو په اړه الهي سنت داسي دئ چي ژر ئې نيسي؛ مهلت ئې لنډ دئ، ژر به په خپلو سترگو وگوري چي د ظلم ټغر به ئې ټول شي او اقتدار به ئې نسكور شي. هيڅوك به ئې د نسكورېدو مخه ونه نيسي، هيڅ ولي او نصير به ونه مومي چي له دې تور برخليك ئې وژغوري. لكه چي قرآن مكرراً فرمايي:

 مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلا شَفِيعٍ يُطَاعُ؛ غافر 18  

ظالمانو ته نه كوم صميمي دوست شته او نه داسي شفاعت كوونكى چي شفاعت ئې منل كېږي.

وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ البقرة 270

او ظالمانو ته هيڅ مرستندوى نشته

وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ نَصِيرٍ الحج 71

او ظالمانو ته هيڅ مل او ملاتړى نشته.

نه په دنيا كي هيڅ مرستندوى لري او نه په آخرت كي. له الله پرته چي څوك د ولي په توگه غوره كوي؛ داسي ده لكه د غڼې ځاله؛ كمزورې او سسته.

مَثَلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِ ٱللّٰهِ أَوۡلِيَآءَ كَمَثَلِ ٱلۡعَنكَبُوتِ ٱتَّخَذَتۡ بَيۡتٗا ۖ وَإِنَّ أَوۡهَنَ ٱلۡبُيُوتِ لَبَيۡتُ ٱلۡعَنكَبُوتِ ۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ ٤١ إِنَّ ٱللّٰهَ يَعۡلَمُ مَا يَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦ مِن شَيۡءٖ ۚ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ ٤٢ العنكبوت: 41-42

د هغو خلكو چي له الله پرته نور مرستندويان نيسي مثال د هغي غڼې په څېر دئ چي ځان ته ئې كور ونيو، دا په داسي حال كي چي تر ټولو سست كور د غڼې كور دئ؛ كاش پوهېدى. يقيناً چي الله پوهېږي چي دوى له ده پرته كوم (د اعتناء وړ) شى نه وربلي؛ او دى باحكمته عزتمن دئ.

يعني الله تعالى ته د دوى د معبودانو ماهيت، د هغه څه ماهيت چي دوى مرسته ترې غواړي، دوى پرې اتكاء كوي او دوى ئې مغرور كړي؛ ښه معلوم دئ؛ دا نه يوازي د غڼې د ځالي په څېر سست او كمزوري دي بلكي د الله په وړاندي او د حقيقت په تلي كي داسي دي لكه هيڅ، دا د دوى د وهم زېږنده موهومي شيان دي چي دوى ئې لمانځي، مرسته ترې غواړي او اتكاء پرې كوي، د هغه الله تعالى په وړاندي به د دغو مرستندويانو څه حيثيت وي چي عزيز او حكيم دئ؟!

دا آيتونه ښيي چي ظالمان هيڅ حقيقي دوست، ولي، نصير او شفيع نه لري،

څوك چي د دوى د اقتدار په ورځو كي ورنږدې وي، ملگرتيا او دوستي ورسره پالي؛ كله چي ئې د نسكورېدو ورځ راورسېږي او د مظلومانو له پاڅون او انقلاب سره مخامخ شي؛ ټول به ئې يوازي پرېږدي او نږدې ملگري به ئې له دښمنانو سره يو ځاى كېږي. د دې الهي سنت مصداق؛ هم د تاريخ په اوږدو كي په وار وار تكرار شوى او هم زموږ د هېواد په لنډ تېر تاريخ كي.

د ظاهرخان كورنۍ كي د ده خلاف كودتا وشوه؛ د تره زوى ئې د كمونستانو په گډون او ملگرتيا د ده په ضد كودتا وكړه، د سردار داؤد كمونستو ملگرو د ده خلاف كودتا وكړه او دى ئې د كورنۍ له ټولو غړو سره ووژلو؛ او همداسي له دوى وروسته په نورو حكومتونو كي وشول.

دا ښيي چي هر ظالم حكومت او مستبد زعيم به ئې له ورته برخليك سره مخامخ كېږي؛ كه دا د يوه شخص استبدادي حكومت وي، كه د يوې كورنۍ، كه د يوې قبيلې، كه د يوه سياسي گوند، كه بهرنيو ځواكونو تحميل كړى وي او كه د جنگ او كودتا له لاري مسلط شوى وي

يوازي هغه حكومتونه دوام كولى شي او د مخكينيو په څېر له زوال او تور برخليك سره له مخامخ كېدو ژغورل كېږي چي د ولس په خوښه رامنځته شي او عدالت تأمين كړي.

كه زموږ د تېري يوې پېړۍ حكومتونه داسي وو چي مشران ئې وژل شوي، كله پلار د زوى په لاس، كله ورور د ورور په لاس، كله استاد د شاگرد په لاس، كله مشر (رهبر) د خپلو پلويانو په لاس، كله په واكمني كورنۍ كي كودتاگاني شوې او كله په يوې مسلطي قبيلې كي يو ټبر د بل خلاف وسله كارولې او له مخالفينو سره ئې لاس يو كړى؛ د دې ټولو پېښو اصلي او اساسي وجه دا وه چي دا حكومتونه د ملت په رأى او خوښه نه وو رامنځته شوي، عدالت ئې نه وو تأمين كړى، د ټول ولس حمايت ئې نه وو ترلاسه كړى، د حكومتولۍ لپاره ئې نه اصول درلودل، نه معيارونه، هر واكمن ئې ټولواك وو، نه د قانون په مراعات ملزم وو او نه له ولس سره په مشوره، ولس ته ئې د مفتوحه هېواد د اسيرانو په سترگه كتل، د ملت عزتمن وگړي ئې سپكول، نيول او وژل او ذليل او رذيل ئې پالل.

په داسي حكومتونو كي د قدرت د وېش پر سره نزاع او مخالفتونه حتمي وي، خبره ئې يو د بل خلاف د وسلې تر كارولو پوري رسېږي.

قرآن ورپسې د ابراهيم عليه السلام يادونه كوي؛ چي د ظالم نمرود په خلاف پاڅېدلى؛ هغه چي د بې گناه د وژلو او د مجرم د خوشي كولو حق ئې ځان ته وركړى، ټولواك دئ او د پرېكړو وروستۍ مرجع. وايي: ...أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ : دا زه يم چي ژوندى پرېښودل او د مرگ پرېكړه صادرول كوم!! ابراهيم عليه السلام د اور په لويي كندي كي غورځوي، الله تعالى ئې نه يوازي ژغوري بلكي د داسي ستر امت مؤسس ئې كړ چي تر قيامت پوري به دوام كوي؛ هغه چي نن د ده د امت شمېر تر يو نيم مليارد اوښتى.

بيا د نوح عليه السلام قصه زموږ مخي ته ږدي؛ ټول قوم؛ د زوى او مېرمن په شمول ئې؛ د ده مخالفت كوي، په رجم (په تيږو ويشتلو) ئې گواښي؛ يو وړوكى ټولگى ئې ملگرتيا ته چمتو كېږي؛ دومره وړوكى ټوگى چي په يوې ډكي كشتۍ كي ځايېږي؛ الله تعالى دى او ملگري ئې ژغوري او مخالفين ئې په څپانده ستر طوفان كي غرقوي.

ورپسې د هغه عاد قوم يادونه كوي چي مثل ئې په ټولي نړۍ كي نه وو؛ تر ټولو قومونو ځان ورته ځواكمن برېښېدو، په تمدن كي تر نورو وړاندي؛ هود عليه السلام د هغوى لوري ته لېږل شوى وو، كبر، ظلم او له پيغمبر سره مخالفت ئې د دې باعث شو چي د الله تعالى په عذاب اخته او هلاك شي.

بيا د صالح عليه السلام يادونه كوي چي د ثمود قوم په لوري لېږل شوى وو؛ دا قوم نه (9) ټبره وو، د هر يوه مشري د يوه مفسد او ظالم په لاس كي وه؛ لكه چي قرآن فرمايي:

وَكَانَ فِي الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ وَلا يُصْلِحُونَ النمل 48

دا مفسد او ظالم قوم هم د ظلم او فساد له كبله په الهي عذاب اخته او داسي تندر پرې راپرېوت چي له هيبتاك غږ سره يو ځاى وو.

بيا د لوط عليه السلام د بدكار او مفسد

قوم يادونه كوي چي نه يوازي له اخلاقي پلوه ډېر پرېوتى او منحط وو بلكي لاري به ئې شكولې او قافلې به ئې لوټلې؛ د تجارتي قافلو په لار پروت قوم وو، دوى هم ټول په داسي ستر عذاب اخته شول چي سيمه ئې خسف شوه او هر څه ئې تر خاورو لاندي شول، له لوړو تيږي او ډبري پرې راكولي شوې. يوازي لوط عليه السلام او دوه لوڼي ئې وژغورل شوې.

په پاى كي د شعيب عليه السلام او د ده د قوم مدين والو قصه راغلې چي په فساد اخته او په تجارتي معاملاتو كي په خيانت، دوكې او غولولو ككړ ول؛ نه يوازي د شعيب عليه السلام دعوت او نصيحتونو ته ئې اعتناء ونه كړه بلكي هغه ته ئې وويل: اې شعيب! يا به تا او هغه چي له تا سره ئې ايمان راوړى حتماً له خپلي سيمي باسو او يا به حتماً زموږ دين ته بېرته راستنېږئ.

قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَكَ مِنْ قَرْيَتِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَارِهِينَ) الأعراف 88

او هغه په ځواب كي ورته وويل: آيا په داسي حال كي به ستاسو دين ته درستنېږو چي ترې كركه لرو؟!! 

د الشعراء سورې لومړۍ ركوع په دې آيتونو پاى ته رسېدلې:

أَوَ لَمۡ يَرَوۡاْ إِلَى ٱلۡأٓرۡضِ كَمۡ أَنۢبَتۡنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوۡجٖ كَرِيمٍ ٧ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗ ۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ ٨ وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ٩ الشعراء

آيا زمكي ته ئې نه دي كتلي چي څومره غوره؛ جوړه جوړه بوټي مو په كي راشنه كړي؟ يقيناً چي په دې كي يوه څرگنده نښه ده، خو د دوى ډېرى ايمان نه راوړوي او يقيناً چي ستا رب عزتمن رحيم دئ.

دا آيتونه د مخكينيو هري قصې په پاى كي هم په مكرره توگه راغلي او ښيي چي دا يو ثابت الهي سنت دئ، هم په طبيعت كي او هم د انسانانو په ټولني كي؛ چي سپېره ډاگ په ښايسته بوټو زرغون او سمسوروي؛ همداسي له فساد او ظلم سره مخامخ انساني ټولنه په انقلابونو سره رغوي، د ظالمانو سلطه پاى ته رسوي، صالحانو ته قدرت سپاري او په دې سره زمكه او انسانان ئې له تباهي ژغوري.   

 موږ د نړۍ په تاريخ كي هم د ظالمانو او مفسدينو په خلاف په مكرره توگه د ډېرو انقلابونو شاهد يو

لكه د فرانسې انقلاب د اتلسمي پېړۍ په پاى كي (۱۷۹۹–۱۷۸۹)

دا د 16 شپاړسم لوئي د مطلقه شاهي رژيم خلاف انقلاب وو؛ د باستيل پر زندان له بريد پيل او د شاهي رژيم په نسكورېدو منتج شو؛ د 16 لوئي د مستبد او ظالم رژيم زيات ظلم، ظالمانه فيوډالي نظام، د ولس فقر او لوږه؛ د معدودو شتمنو او زمكه والو په لاس كي د هېواد د شتمنيو او زمكو لوېدل؛ او د ټولني د غوڅ اكثريت  محروميت او فقر د دې انقلاب اصلي عوامل وو. 16 لوئي په ۱۷۹۳ كال كي اعدام شو، اما دا انقلاب د دې پر ځاى چي فرانسه او فرانسويان له ظلم او استبداد وژغوري؛ نوي ديكتاتوران او امپراطوران ئې پرې مسلط كړل، په ۱۷۹۹ كي ناپلئون پرې مسلط شو؛ دى يو له هغو اروپايي مشرانو وو چي نږدې ټوله اروپا او نيمايي نړۍ ئې په خونړيو جگړو كي ښكېل كړه.

د اروپا مشرانو له لومړۍ نړۍ والي جگړي وړاندي او وروسته او په دوهمي نړۍ والي جگړي او نورو كي تر پنځه مليون زيات انسانان وژلي.

د روسيې د 1917 كال د اكتوبر انقلاب ئې بل مثال دئ چي دا هم د تزاريانو د امپراطوري په ضد  ترسره شو؛ په پيل كي د پراخو اعتراضاتو به بڼه كي پيل شو؛ اوږدې جگړي، په جگړو كي د روسيې ماتي، بد اقتصادي وضعيت، فقر، لوږه، بې كاري، د ولس د مختلفو اقشارو نارضايتي؛ او نوري ستونزي؛ په انقلاب منتج شوې. انقلاب د تزاريانو د واكمنۍ په نسكورېدو او د شوروي اتحاد په رامنځته كېدو منتج شو. د انقلابيونو اساسي شعارونه صلح، زمكه او ډوډۍ وو. دې انقلاب دوه مراحل درلودلې:

1- لومړى ئې د ۱۹۱۷ بدلون وو چي په پايله كي ئې دوهم نیکولای؛ د تزاريانو وروستي امپراطور؛ له قدرت خلع شو او داسي موقت حكومت رامنځته شو چي اكثريت غړي ئې د كارگرانو د سوسيال ديموكرات گوند منشويك څانگي ته منسوب ول.

2- دوهمه مرحله ئې د ۱۹۱۷ اكتوبر مياشتي انقلاب وو چي په پايله كي ئې د همغه سوسيال ديموكرات گوند راديكال څانگه بلشويك قدرت ترلاسه كړ. دا د مستبد او ظالم حاكم نظام او شتمنو خلاف د كارگرانو انقلاب وو. مشري ئې لينین كوله؛ چي د جرمني له حمايت او مرستو برخمن وو. كه څه هم په دې انقلاب كي لويه او اساسي ونډه د كارگرانو وه، په ښارونو كي او له فابريكو پيل شوى وو؛ خو د كليوالو سيمو بزگرانو هم په كي پراخه برخه اخيستې وه.

د چين انقلاب ئې بل تاريخي مثال دئ:

د چین ستر هېواد هم له ډېرو انقلابونو تېر شوى، خونړۍ داخلي جگړي، ملوك الطوائفي، په هري لويي برخي كي يو امپراطور، د استعماري ځواكونو پر له پسې تېري، د بهرنيو ځواكونو له لوري د چين د ډېرو برخو اوږدمهاله اشغال، فقر، لوږه، ظالم او مستبد حكومتونه، د امپراطورانو په كورنيو كي يو د بل خلاف پاڅون، كودتا او جگړي او قربانيان ئې عام ولس.

د روسيې له انقلاب وروسته او له دې انقلاب په الهام سره؛ په 1921 كي د چين كمونست حزب رامنځته شو؛ د مسكو له حمايت برخمن وو، له شوروي كمونستانو سره ئې توپير په دې كي وو چي د دوى ولسي پلويان اكثراً بزگران وو او په انقلاب كي ستره ونډه هم د بزگرانو وه، په عكس د روسيې چي محور ئې كارگران ول؛ وجه ئې هم دا چي چين لا د روسيې په څېر نه فابريكې درلودې او نه كارگران.

په 1921 میلادي كي كله چي د چين کمونيست حزب تأسيس شو؛ دا هېواد له سختو بحرانونو سره مخ وو، د چین امپراطوري نظام متلاشي شوى وو، مضبوط مركزي حكومت ئې نه درلود؛ د جاپان، بریتانیا، فرانسې او متحده ایالاتو له لوري له مداخلو او پر له پسې تېريو او تهاجماتو سره مخ وو، د لومړۍ نړۍ والي جگړي له پراخو ويجاړوونكو اغېزو هم ډېر زيات متأثر او صنعتي مراكز ئې تخريب شوي وو.

وروڼو خوېندو!

د پيغمبرانو په لاس راغلي انقلابونه فكري او فرهنگي انقلابونه وو؛ نه يوازي د ظلم او د ظالمانو د سلطې او واكمنۍ ټغر ئې ټول كړى او بشپړ عدالت ئې تأمين كړى؛ بلكي د جهل، شرك، خرافاتو او اوهامو بساط ئې ټول كړى؛ واك ئې د ټولني صالحانو ته سپارلى؛ قومي او ژبني توپيرونه ئې له منځه وړي؛ د انسانانو تر منځ ئې د برابرۍ بنسټ ايښى؛ اقتدار ئې د خلكو امانت گڼلى او واكمنان ئې د ولس خادمان گرځولي؛ نه اقتدار د مشر په كورنۍ كي له يوه بل ته په ميراث رسي او نه د هغه په ټبر او قوم كي؛ ولس ئې غوره كوي او مكلف دي تر ټولو افضل او اصلح غوره كړي. نه له رسول الله صلى الله عليه و سلم مشري د ده په كورنۍ چا ته په ميراث رسېدلې او نه له څلورو راشد خلفاءو د دوى اولاد او د كورنۍ غړو ته په ميراث پاته شوى.

برادران و خواهران عزيز!

خروج ذلت بار ناتو از افغانستان تا هنوز؛ قضيه حاد مناقشات و جر و بحث هاى طولانى ميان سياستمداران، اصحاب رسانه ها، زعماى احزاب، اعضاء پارلمان؛ جنرال ها، شخصيت هاى مطرح؛ كارمندان و مسئولين شبكه هاى استخباراتى تمامى كشور ها؛ و به گونه خاص كشور هاى شامل پيمان ناتو است. نه پاسخ هاى قصر سفيد قناعت مردم را فراهم كرده و نه استدلال هاى جنرال هاى نيروهاى نظامى و امنيتى.

اخيراً ريچارد مور؛ رئيس استخبارات بريتانيا (ام آى 6) مى گويد: سقوط سريع و غير مترقبه رژيم كابل نتيجه فعاليت هاى اطلاعاتى طالبان و ضعف اطلاعاتى ما نبود؛ ما اگر تمامى افراد مهم طالبان را نيز استخدام مى كرديم؛ باز هم نتيجه همين بود!! يعنى همانگونه كه استخدام برخى بى نتيجه بود و ما غافلگير شديم؛ استخدام تمامى شان نيز چنين مى بود!!

افغان ها منتظر بودند و هستتند كه مسئولين حكومت به اين ادعاء اهانت آميز ريچارد مور جواب مناسب بدهند.  

با توجه به اين كه ام آى شش در خيلى از قضاياى افغانستان؛ على الاقل در يك قرن گذشته؛ و مخصوصاً در جريان چهار دهه جنگ؛ و حمله بر كشور ما، بدترين نقش را بازى كرده؛ در نصب پادشاهان و تعويض يكى به ديگرى؛ در گذشته ها و آنگاه كه فيصله عزل و نصب شان در لندن صورت مى گرفت؛ و در بيست سال اخير و در انتخاب رؤساء جمهور، تعيين رؤساء امنيت ملى، وزراء وزارت هاى كليدى و مسئولين پست هاى حساس ديگر؛ حرف آخر را داشته؛ لازم است اين گونه اظهارات و مداخلات؛ پس از اين بى پاسخ نماند.

اعتراف جنرال امريكايى مبنى بر اين كه نيروهاى امريكايى غرض انتقام از حادثه سپتمبر به افغانستان نیامده اند؛ بلکه براى مقابله با اسلام آمده اند!! بر تمامى افغان هاى آزادى خواه و مؤمن فرض دينى و دين ملى و وطنى است تا به نيات و عزائم خبيث دشمنان اسلام و دشمنان كشور ما توجه داشته و تصاميم شان را به رويت اين عزائم بد و اظهارات خصمانه استوار سازند

     برادران و خواهران عزيز!

رسانه هاى غربى افشاء كرده اند كه تعدادى از پناهجویان افغان در سویدن؛ برای دریافت اقامت در آن کشور؛ تغییر دین داده اند؛ و از اسلام به مسيحيت رو آورده اند.  در يك كليسا آنان را به گونه اى نشان مى دهند كه اوراقى در دست دارند و آن را مى خوانند؛

كشور هاى غربى به اين اكتفاء نكردند كه در جريان بيست سال اشغال؛ براى هويت زدائى افغان ها و مسخ فكرى و اخلاقى نسل جوان كشور؛ از تمامى امكانات و فرصت ها استفاده كردند؛ صدها مراكز فساد اخلاقى، كليسا ها؛ حتى در جوار ارگ درست كردند؛ تعدادى زيادى از زنان غرب زده را در برابر حقوق توظيف كردند تا با لباس غربى مينى ژوب و پتلون هاى كوبايى شاريده نمايان و اين سبك لباس را در افغانستان رائج كنند. اكنون كه عده اى از افغان ها به دليل جنگ و پى آمدهاى خونين اين جنگ تحميلى ناچار كشور را ترك كرده اند و به غرب پناه برده اند؛ وادار به ترك دين خود مى شوند!! در حالى كه به گونه رياء كارانه اعلان كرده اند كه به (700000) هفت صد هزار مهاجر افغان كه همكاران ناتو بودند و يا از ناحيه امنيتى احساس خطر مى كنند؛ پناه مى دهند؛ معلوم است كه اين پناه دادن ها و تشويق افغان ها به مهاجرت؛ نه تنها انگيزه انسانى ندارد بلكه در عقب آن عزائم بدى وجود دارد و با استفاده از مجبوریت هاى افغان ها مى خواهند سرباز گيرى كنند و در بخش هاى گوناگون از آنان استفاده نمايند.

ما مطمئنيم كه إن شاء الله تمامى دسائس شيطانى دشمن مثل گذشته خنثى خواهد شد.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک