د حزب اسلامي افغانستان مکاتب او مدارس
قوس - نصرت مينه
د 212 بیوزلو زده کوونکو انجونو او هلکانو دښوونځیو میاشتی فیس مرسته
د خدماتو دفتر همکارانو د ورونو اوخویندو رالیږل شوی 100000 روپیه مرستی د حضرت قیس رض او البنات المومنات ښوونځیو مسولینوته وسپارلی.
*الله پاک دی دحزب اسلامی بااحساسه علما او استادان پخپل کی حفظ کی اوساتی.
په تیرو 50 کالو جهادی اود مبارزې سختو شرایطو کی یوه ورځ هم دتعلیم دروازی تړلی ندی بلکی د حزب اسلامی مرکزي او د جبهی بودیجی او د حزب اسلامي متعهدینو په مرسته د انجونو او هلکانو مکاتب، مدارس، دارالحفاظ، دارالمعلمین، پوهنتون او تعلیمی څانگی فعال ساتلی دی.
متاسفانه ځینی اسلامی گوندونه د خپل دیرش څلویشت کلن مبارزه کی نه ریاست تعلیم تربیه لري او نه د انجونو لا څه چی د هلکانو، نه ابتدایه مکتب لري نه متوسطه او نه لیسه.
اونه پوهنتون لری اونه داصولی دین پوهنځی.
حقیقت دادی ځینی اسلامی گوندونه ولو هرڅومره دیر مادی او سیاسی امکانات ولری خوپه بنیادی توگه د مکاتبو، پوهنتونو او نورو علمي څانگو تعلیم باندی معتقد ندي.
د پاکستان جمعیت علما گوند، تبلیغی جماعت او پیرانو جماعت نه مکتب لری او نه پوهنتون لري او ځینی بیا مدارس هم نه لري د خلکو د جوړشویو مدرسو څخه استفاده کوي.
الحمدلله د حزب اسلامی د مبارزی تولو هلو ځلو (نظامي، سیاسي، فرهنگي) برخو ترڅنگ یی نیمایی هلې ځلې او مصارف په تعلیمي (مکاتب، ښونځی، دارالحفاظ، دیني مدارس، شرعي پوهنځیو، معهدونو او پوهنتونونو) باندی عملي مصرف شوی دی.
دا اوس هم حزب اسلامي په تولو ولایاتو کی پخپل شخصي مالی امکاناتو خپل مکاتب او پوهنتون فعال ساتلی دی .
د شوروي یرغلگرو په وړاندی د حزب اسلامي مجاهدینو د نظامی سنگرونو تر څنگ تول تعلیمی اداری مکاتب او مدارس هم فعال وو
او د هجرت په کمپونو کی تقریبا درې لکه شاگردانود انجونی اوهلکان لپاره په تعلیمی برخه کی دکال 60 میلیونه روپیه (تقریبا 15میلیون دالر) د هغه وخت مصرف درلوده.
د یومسلمان لپاره حقیقت همدا دی (علم فرض دی)
علم ترلاسه کړی لو په چین کی وی
او پدی اړه بی معنی بحث ته ضرورت نشته
د یو مصری عالم څخه پوښتنه اوشوه
عکس اخیستل جایز دی؟
هغه ورته وویل : افسوس خبره ده د مسلمانانو دښمنان تر دې حده رسیدلی چی د مسلمانانو د کور دننه عکسونه اخلي حتی د نوی پرمختللی تخنیک سره د شپی د خوب د بستر د مسلمانی میرمنې اود میړه عکس فلم یی اخلي.
او مونږ تراوسه پدی مشکل اخته یوو چی عکس جایز دی یا ندی
خلاصه څوک چي تعلیم ته معتقد وي د خپل توان سره د مخته وړلو طریقه یې هم جوړیږي.
اما څوک چی تعلیم ته معتقد نه وی دیرمشکل دی چی دهغه قناعت حاصل شی. سل بهانې به جوړوي.
په احترام
