مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ملګرو ملتونو د باور ورکونې کمېټې په دغه سازمان کې اوسني حکومت ته د افغانستان څوکۍ ورکولو پریکړه یو ځل بیا وځنډوله.
د دغه سازمان د دېپلماټانو نهه کسيزې کميټې پرون په دې تړاو ناسته وکړه؛ ا.ا س.شاهين دغه څوکۍ ته ورمعرفي کړی وو.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د ا.ا نوماند دغه پرېکړه افغان ولس سره بې انصافي او غير قانوني بللې.
✒: د افغانستان بانک په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د یوناما له خوا ۱۶ ميلونه ډالر نقدې مرسته افغانستان ته سره وشوه او مسوولینو تر لاسه کړه.
✒: د ا.ا د سوداګرۍ او صنايعو وزير وايي چې د دغه وزارت د رسمي شمېرو پر بنسټ تېر ۱۳۹۹ کال کې بهر ته د افغانستان صادرات ۷۷۷ مېلیونه ډالر وو.
سږ کابل بيا افغانستان ۹۳۰ مېلیونه ډالر صادرات کړي چې د کال تر پای پورې به يې يو ميليارد ډالرو ته ورسوي.
✒: د افغانستان لوی درستيز پکتيا ولايت ته د خپل سفر پرمهال ويلي دي چې د افغانستان اوسنی پوځ په کمو امکاناتو او پرته له معاش له افغان خاورې او ولس دفاع کوي.
نوموړي په راتلونکي کې د يوې غښتلې اردو ويلي دي او په وينا يې چې له غښتلي پوځ موخه پر نورو تېری نه بلکې له خپلې خاورې ساتنه ده.
✒: د ا.ا وياند رسنیو په يوې لېږل شوي پيغام کې ويلي دي چې نیمروز کې د افغان او ایراني پوله ساتو ترمنځ پيښه کنترول شوې.
د نوموړي په وينا، تېره ورځ د افغانستان د نیمروز ولایت کنګ ولسوالۍ اړوند سرحدي سیمه کې د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ په محلي سطحه کومه لانجه رامنځته شوې چې اوس وضعیت کابو شوی.
د یاد سوء تفاهم د سپيناوي او مخنیوي په تړاو د ا.ا د مشرانو لخوا لارښونه شوې.
✒: د نړيوال بانک اداري پلاوي د يوې غونډې په ترڅ کې افغانستان ته د کنګل شویو ۲۸۰ ميليونه امريکايي ډالرو پر لیږد سلا شوی. رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو په حواله ویلي چې نړیوال بانک له بشري ناورین سره د مقابلې لپاره افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه کنګل شویو ډالرو د انتقال منظوري ورکړې ده.
دغه پیسې به د افغانستان د بیارغونې له صندوق څخه د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ته و لېږل شي. سرچينې زياته کړې، چې د افغانستان د بيارغونې د صندوق ٣١ تمويلوونکي هیوادونه بايد د نړيوال بانک له دغې پرېکړې ملاتړ وکړي. متحده ایالات د دې صندوق ترټولو لوی تمویل کونکی دی.
✒: یک موتر زرهی نیروهای امارت اسلامی صبح امروز در کابل آماج انفجار یک ماین مقناطیسی قرار گرفت. جنرال مبین، سخنگوی قوماندانی امنیه کابل میگوید که این رویداد در جاده سلیم کاروان از مربوطات حوزه چهارم امنیتی کابل رخ داده است.
✒: د امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي دوحه کې له ۱۶ نوماند سفیرانو او د بهرنیو هیوادونو استازو سره کتلي دي او له هغوی یې غوښتي څو کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او واقعیتونه له نږدې وګوري.
بهرنیو چارو وزارت وایي، دې لیدنو کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت په تړاو خبرې شوي.
✒: د برېښنا شرکت له لوري په خپاره شوي خبرداري کې راغلي چې که د پخواني حکومت د وخت سرزوري مقروضین په یوې میاشت کې د بریښنا بیلونه اجرا نه کړي، نو دوی به یې نوم او شهرت خپور او عدلیې او قضایې ارګانونو ته به یې ور معرفي کړي.
✒: د افغانستان ا.ا بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه غندلې ده چې په دغه سازمان کې یې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې څوکۍ دوی ته نه ده ورکړې. د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې م.م پخپلې وروستۍ پرېکړې سره له افغانانو د هغوی مشروع حق اخیستی دی.
✒: مولوی عبدالسلام حنفی معاون ریاست الوزرا با الکساندر متییو رییس منطقهیی کمیتۀ بینالمللی صلیب سرخ برای آسیا، امروز در ارگ دیدار کرد و خواهان کمکهای بشردوستانه آن کمیته با مردم افغانستان شد.
الکساندر متییو گفت: کمکهای بشری به کشورهای جنگزده به ویژه افغانستان، برای ما مهم است.
✒: د افغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ هیئتونو پرون په ارګ او نن په ټولګټو چارو وزارت کې هوکړه وکړه چې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د اوسپنې پټلۍ غځولو په موخه د افغانستان، ازبکستان، پاکستان، روسیې او قزاقستان ترمنځ پنځه اړخیزه ناسته بیا ځل پیل شي، مسوولین وايي چې د دغو پنځه اړخیزو کاري ګروپونو لومړۍ ناسته به د ٢٠٢١ کال د ډسمبر په ۲ اوونۍ کې په تاشکند ښار کې وشي.
✒: د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر هارش واردان شرینګلا پرون د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره لېدنه کړې.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، دواړو لورو هوکړه وکړې،چې د هند او اروپايي ټولنې ترمنځ د افغانستان په اړه همغږي دوام وکړي.
✒: وزیر تجارت ترکیه: میزان صادرات ترکیه در ماه نوامبر با رشد 33.4 درصدی نسبت به ماه مشابه سال گذشته به 21.5 میلیارد دلار رسید. این بالاترین میزان صادرات ماهانه کشور است.
✒: چاووشاوغلو: بحران اوکراین باید از طریق دیپلماسی حل شود.
✒: امریکا وایي روسیه پر اوکراین د برید پلان لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، ټول شواهد او اسناد دا ښيي چې روسیه غواړي پر اوکراین نظامي حمله وکړي او ددغه هېواد حریم نقض کړي.
✒: د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د ماموریت په بڼه کې بدلون د ناټو د ناکامۍ سبب شو. هغه وایي ناټو افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تللې وه، خو نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ ضد ماموریت د بیا رغونې په ماموریت بدل کړ.
✒: د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د نړۍ په کچه د امریکا ځای ځایګی تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی او دغه هېواد نور له خپل پخواني اعتبار، نوم او نښانه برخمن نه دی.
✒: تسنیم خبري اژانس وایي چې د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د افغانستان اسلامي امارت او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ د یوې غلط فهمۍ له امله نښته رامنځته شوې خو زیاتوي چې اوس دغه نښته پای ته ته رسېدلې ده.
