امريکا د بشريت ضد جناياتو جبران افغانانو ته ورکړي
زلمی زابلي
جرمی مارلاک هغه امریکایی سرباز دی چه خپله یی په یوه امریکایی نظامی محکمه کی اقرار کړی و چه په افغانستان کی د یوه داسی امریکایی نظامی ټیم غړی و، چه افغانی غیر نظامی عام خلک به یی په یوه دروغینه او مصنوعی جوړه سوی جګړه کی وژل، دا په داسی حال کی ده چه عامو افغانانو به هیڅ گناه نه درلوده خو دغو وحشیانو به دخپل ساعت تیری لپاره په شهادت رسول، د داسی بی گناه قتلونو نمونی د افغانستان په هره سیمه کی دخلکو سره مثالونه شته، د امریکا نظامیان باید تر هرڅه د مخه د داسې جنگي جنایاتو اود بشریت ضد جنایتونو جبران افغانانو ته ورکړی،
ولی برعکس، اوس د امریکایانو یوی محکمی فیصله کړی چه غواړی د افغانستان د هغو لس میلیاده دالرو پیسو څخه، اووه میلیارده ډالره د سپتامبر د یوولسمی د قربانیانو کورنیو ته د جبران په شکل ورکړی چه نوموړی محکمی ته یی شکایت کړی دی
دا ډول عدالت ته امریکایی عدالت وایی چه خپله وینه یی ارزښت لری خو د افغانانو وینه ورته هیڅ اهمیت نلري.
دا ارمان به امریکایی اداره ګور ته وړی .
