شعر څه ؟
بلينډه بدرۍ
خو ، بس زما د مسکا نښې
شعر دا ، چې مې د هرې ادا نښې
شعر ژرب مې د پاولیو او روپیو
شعر شور مې په مړوند کې د بنګړیو
شعر له ما ځينې راسر او پر ما ختم
شعر پدې چې پرې زما د رنګو رحم
شعر څه
خو د کنګل زړګي په روح کې
د جزبو د سمندر څپې سوځل دي
د مړژواندو ارمانونو ته ارواوې
له لمر مخو شین خالیو راپیېل دي
شعر څه دی ليونيه څه پوهيږې
شعر زما د ادګانو د شرنګ ناز دی
خوږلټ رنګ مې د خبرو د انداز دی
له نظر مې د الوتي الهام ساز دی
د مغرورې خاموشۍ مې د خوی راز دی
ته له شعره به نو څه دومره خبر وې
شعر د زړونو په درزا کې ګونګی شور دی
ژوبلو هيلو ته مرهم دی او ټکور دی
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
