No-IMG

د حزب اسلامي افغانستان مشر خطبه او وينا

ځينې هيوادونه غواړي خپل سفارتونه کابل کې پرانيزي خو زموږ مشوره نوي افغان حکومت ته داده:

اول: که بهرنيان خاصتا غربيان کابل کې سفارتونه پرانيزي بايد بالمثله اقدام وشي د افغانستان حکومت دی په رسمياتو وپيژني او زموږ سفارتونه دې هم بهر کې د افغانستان نوی حکومت په رسمآ وسپاري .

دويم: د پخواني رژيم غړو ته دې د موجوده حکومت مخالفت په موخه بهر کې ځانګړې نماينده ګۍ نه جوړوي.

دريم: بهر کې ټول سفارتونه دې امارت ته وسپارل شي.

څلورم: د يو طرفه سفارتونو پرانستل د دايش جګړې ته وده ورکوي هغوي ته د اکمال او تبليغاتو اسانتياوې برابروي پداسې حال کې به بهرني سفارتونه وايي داده موږ دلته سفارتونه پرانستي امارت سره ښه روابط لرو دايش ددوي خپله مسله ده.

پنځم: دايش له ډير پخوا ويلي د قطر تړون او له امريکاي عسکرو سره ډزبندۍ تړون يې هم د اعتراص لاندې رواستي و.

شپږم: که سفارتي اړيکې دوه طرفه نشي د اوس په څير به ډرون زموږ حريم ماتوي او د امارت ځينې غړي به د اوس په څير  ښکاره ګرځيداي نشي.

اووم: غلو او چپاولګرو ټاميانو چي بهرته ته کومه سرمايه وړې بايد افغانستان ته بيرته وسپارل شي.

اتم: د تير شل کلن جنګ ويجاړي او تباهۍ زيان دې ټول هغه ملکونه افغانستان ته ورکړي چي جګړو کې دخيل وول.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک