حکمتيار: د قطر او امارات سفارتونه د دې لپاره پرانستل كېږي چي د ناټو همكاران بهر ته انتقال كړي
ويل كېږي چي په كابل كي د قطر او امارات سفارتونه د دې لپاره پرانستل كېږي چي د ناټو همكاران بهر ته انتقال كړي.
په كار دا ده چي سفارتونه يوازي د هغو هېوادو ومنل شي چي د افغانستان نوى حكومت په رسميت پېژني او د دې حكومت سفارتونه په خپل هېواد كي مني.
دا هم ضروري خبره ده چي له امريكا او غربي هېوادو سره په داسي حال كي دوستانه روابط ټينگول چي هغوى د حكومت مخالفين پالي او د بل جنگ لپاره ئې چمتو كوي، د افغانستان فضائي حريم په مكرره او قبيح توگه نقض كوي؛ قطعاً نامناسب كار دئ. دا د حكومت مخالفينو مخصوصاً د داعش جنگياليو ته د طالبانو په خلاف تبليغاتي مواد په لاس وركوي، داعشيان به وايي: موږ د امريكا خلاف جهاد كوو او طالبان ورسره دوستي كوي!! هغوى د قطر پر مذاكراتو او معاهدې هم اعتراضات كړي.
