داعش خراسان اوسنی مشر د امر الله صالح خاص او استخباراتي کس و
عبد الحميد جليلي
داعش خراسان اوسنی مشر ثناوالله غفاری چی په شهاب المهاجر مشهور دی . ویل کیږی د پولتخنیک پوهنتون څخه فارغ او د کابل شمال اوسیدونکی دی . په تیر حکومت کی یی د لمړی مرستیال امرالله صالح خاص ګارډ وظیفه درلودله .
په کومو وختونو کی چی د خاص ګارډ وظیفه درلودله په کابل کی به هر ورځ دوه یا دری د چسپکی ماینونو او هدف وژنی کیدلی چی تر څنګه یی لسګونو علما او متنفذین په شهادت ورسیدل. په پوهنتون . مکاتبو او کورسونو وژونکی حملی تر سره شوی . په دغه حملو کی د جمعیت اصلاح مشر شهید استاد عاطف تر څنګ مولوی صاحب نیازی ، مولوی صاحب مفلح ، داکتر عبدالباقی امین او نور لسګونه هغه خلک چی د سولی په رابطه فعاله ول په شهادت ورسیدل. د کابل پوهنتون او کورسونو حملو ورسته به لمړی معاون او ورته کړیو لخوا د سولی ضد شعارونه ورکول کیدل او ط ل ب ا ن به د وژونکو حملو مسولین وګڼل شول. زما ښه په یاد دی چی کومو حملو مسولیت به داعش واخیست لیکن د لمړی معاون به ورسره طالبان هم ورکډ کړل.
د ریس جمهور او معاوینیو خاص ګارډ انتخاب پروسیجر ډیر مغلق او سخت ول . د امنیت ملی او نورو لس ګونو فلترونو به تیریدل او ورسته به ګارډ په حیث انتخاب شول. چی د ګارډ لرونکی ( امرالله صالح ) تذکیه اهمه وه. دا په داسی حال کی چی امرالله صالح د امنیت ملی په شمول د افغانستان مختلفو امنیتی اداراتو مشری کړی او پوره تجربه درلودله . زیاتی حملی پری وشوی . هغه ښه پوهیده چی څه ډول ګارډ ځان ته انتخاب کړی . د یوی بین المللی وژونکی ډلی مشر داخل د ریاست جمهوری کی اوسیدل. هغه ته د کار لپاره مطمینه زمینه برابرول چی په اسانه وکولای شی تمویل او توجه شی او وروسته خپله د لمړی مرستیال لخوا د حملو مخنوی لپاره د شش نیم په نامه جلسی کیدل تر څو د نظامی او استخباراتی اداراتو عکس العمل تنظیم او عام خلکو ذهنیت اغفال شی او دا هر څه لکه رموټ رهبری او توجه شی . دا د هغی بین المللی استخباراتی ډرامی برخه وه چی یواځی او یواځی ورکی د افغانستان مظلوم خلک قربانی ول او تر هغه دا مظلوم ملت ناخبر وه چی تر څو امریکانو په تور لیست کی واچول او ښکاره یی کړه چی د لمړی مرستیال ګارډ وه. او امرالله صالح د امریکا اعلان ورسته وویل چی ثناوالله کور اوسمهال پاکستان کی دی لیکن دا یی رد نه کړه چی زما ګارډ وه.
چی په قبر یی ولاړ وی اوس ستایی
د ساده قاتل مقتول څومره ماهر دی
