مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: نن پنج شنبې د بریا تلویزیون د غونډو په تالار کي د جهاد او آزادۍ رهبر او د حزب اسلامي افغانستان امیر ښاغلي حکمتیار د آثارو علمي او تحقیقاتي سیمینار جوړ شو.
پدې سیمینار کې د پوهنتون استادانو، علمي او سیاسي شخصیتونو، لیکوالانو، محصلینو او ګڼ شمېر مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو؛ د سیمینار په لړ کي د پوهنتون استادانو او علمي شخصیتونو خپلې ترتیب شوې مقالي د سیمینار له ګډونوالو سره شریکې کړې د یادولو وړ ده چي د سیمینار په پای کي د حزب اسلامي افغانستان امیر ښاغلي حکمتیار هم ګډون کړی وو او د سیمینار ګډونوالو ته یې هر اړخیزه وینا وکړه، یاد سیمینار د هېواد د جید عالم مولوي محمد عارف ملکیار له خوا د دعا په لوستلو سره پای ته ورسید.
✒: کورنیو چارو وزارت وايي د کابل کارته پروان کې نننۍ چاودنه د ملکي خلکو په یوه موټر شوې، خو تلفات نه لري.
ددغې چاودنې غږ تر لرې ځایونو اوریدل شوی دی.
✒: د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وایي، دوی له استرالیايي کمپنۍ سره نه بلکې له یوې جرمنۍ کمپنۍ سره د بنګو بوټو د اخېستو توافق کړی.
خوستی وايي دغه جرمنۍ کمپنۍC-Pharm نومیږي او د قرارداد په اساس به له افغانستان څخه چرس نه بلکې د بنګو بوټي وباسي.
✒: اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي له ۸ کلنۍ کم عمره ماشومان او ناروغ افغانان له پاسپورت او ویزې پرته کولای شي پاکستان ته ولاړ شي.
د افغانستان سفارت وايي کابل او اسلام اباد هوکړه کړې چې هره ورځ سل ناروغان او له ۸ کلنۍ کم عمره ماشومان له پاسپورت او ویزې پرته پاکستان ته تلی شي.
✒: اسلامي امارت د حامد کرزي هوایي ډګر د مدیریت لپاره له متحده عرب اماراتو سره خبرې کړي او د دواړو خواوو په مذاکراتو کې پرمختګ شوی.
د اماراتو دیپلوماتانو ویلي چې طالبانو له دغه هیواد څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
تر اوسه روښانه نه ده، چې طالبانو د اماراتو له حکومت څخه څه ځواب ترلاسه کړی.
✒: د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني وايي له ټولو ښکیلو خواو غواړي څو یو بل وبښي.
انس حقاني له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې د جګړې ښکیل لوري باید اوس یو بل وبشي او په وینا یې په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل امریکا وه.
✒: ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې نن سهار جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند سيمه کې د دا_عش ډلې درې جنګيالي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
✒: د افغانستان ا.ا وياند نن کابل کې يوه ناسته کې ويلي چې حکومت به په باميان ولايت کې هغه کسانو ته چې تر اوسه په غارونو او سمڅو کې اوسيږي ښارګوټی جوړ کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې دا ډاډ هم ورکړی دی چې نجونې دې ډاډمنې اوسي، ښوونځي او پوهنتونونه به يې پيل شي او په دې برخه کې کار وران دی.
دغه ناسته د جعفر مهدوي په مشرۍ د افغانستان ملت ګوند له خوا، د ا.ا څخه د ملاتړ په پار جوړه شوې وه.
✒: د پنجشير ولايت د امنيت پخواني آمر حميد خراساني په يوه تازه وېډيويي پيغام کې ويلي دي چې په خپلې خوښې يې له دندې استعفا کړې.
نوموړی وايي چې که څه هم رسمي دنده يې خوشي کړې ده، خو پنجشېر ولايت کې به د هر ياغي - باغي او مقاومت په نوم خپلسرو سره د ا.ا.ا په چوکاټ کې مبارزه او جګړه کوي.
✒: عبدالقهار بلخی: هیأت عالیرتبهای به رهبری مولوی امیرخان متقی وزیر امور خارجه، عصر امروز به هدف دوحه سفر کردند.
این هیأت شامل نمایندگان از بخشهای معارف، صحت، مالیه، امنیت و د افغانستان بانک میباشد.
✒: ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی در نشستی در کابل میگوید که طالبان پس از امضای توافقنامه دوحه با امریکا، در تلاش آغاز مذاکره با حکومت پیشین بود، اما حکومت پیشین مذاکرات را «سبوتاژ» کرد.
امارت اسلامی نمیخواست به زودی وارد شهر کابل شود و تلاش داشت که نیروهایش را برای ورود منظم به کابل آماده سازد. به گفته او، خلای قدرت در کابل سبب شد که نیروهای امارت اسلامی به عجله وارد کابل شوند.
مکاتب دخترانه و پوهنتون ها در سال آینده بر اساس معیارهای اسلامی باز خواهند شد.
✒: به کمک مالی کمیته بینالمللی نجات و همکاری ریاست مهاجرین و عودت کنندگان، برای ۵۰۰ خانواده آسیبدیده از جنگها و فقیر در ولسوالی سنگین هلمند کمک نقدی صورت گرفت.
به گفته مسوولان برای هر خانواده ۲۶۰۰۰ بیستوشش هزار افغانی توزیع شد.
✒: وزارت امور خارجه ایران طی اطلاعیهای اعلام کرد که حسین امیرعبداللهیان، وزیر امور خارجه این کشور امشب در یک گفتوگوی تلفنی با آرارات میرزویان همتای ارمنستانی خود در خصوص موضوعات مختلف از جمله «روابط دوجانبه، همکاریهای اقتصادی دو کشور و کمیسیون مشترک اقتصادی، نشست سران اکو و تحولات منطقهای و بینالمللی» به بحث و تبادل نظر پرداختند.
این وزارتخانه افزود: «امیرعبداللهیان روابط دو کشور را متین و رو به جلو توصیف کرد و خواستار گسترش و توسعه آن در زمینههای مختلف شد».
وی همچنین از روند رو به رشد روابط دو کشور طی ماههای اخیر ابراز خرسندی کرد و اهمیت توسعه همکاریها در حوزههای سیاسی، اقتصادی و سایر زمینهها را یادآور شد.
✒: برخی از رسانههای آمریکا طی خبری اعلام کردند که عربستان سعودی برای ممانعت از عملی شدن چندین توافق تجاری و اقتصادی میان اسرائیل، امارات متحده عربی و اردن تلاش کرده است.
براساس خبر منتشر شده در پایگاه خبری «Axios» آمریکا، مقامات عربستان سعودی از امضای توافقات مربوط به تصفیه آب و تولید انرژی خورشیدی میان اسرائیل، اردن و امارات متحده عربی ابراز نگرانی کردهاند.
طبق توافق صورت گرفته بین اسرائیل، امارات و اردن، این سه کشور عملیات کارشناسی اولیه برای تاسیس مراکز تصفیه آب و تولید انرژی خورشیدی را طی سال 2022 آغاز خواهند کرد.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه با حسین طاها ابراهیم، سر منشی جدید سازمان همکاری اسلامی دیدار و گفتوگو کرد.
این دیدار در مجتمع ریاست جمهوری ترکیه به مدت 50 دقیقه صورت گرفته است.
✒: په آلمان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له سل زره واوښت.
هلته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ریکارډ په کچه ۳۵۱ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي، چې ور سره د مړو شمېر ۱۰۰ زره او ۱۱۹ ته ورسېد.
✒: د بښنې نړیوالې ادارې په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د روانو سیاسي او اقتصادي مسایلو له امله د افغان مېرمنو حقونه تر پښو لاندې شوي او جدي اړتیا ده چې ددغه حقونو د خوندي کولو لپاره هڅه وشي.
✒: د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان وایي چې دوی پر خپلو پولو په ځانګړې توګه له بالکان سره پر ګډه پوله امنیتي تدابیر سختوي. دده په خبره هره ورځ زرګونه کډوال له دې لارې اروپايي هېوادنو ته د تګ هڅه کوي.
✒: د عراق د ګډو عملیاتو د قومندانۍ قومندان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په راتلونکو پنځلسو ورځو کې به ټول بهرني ځواکونه له عراق وځي او یوازې سلاکاران او ځینې استخباراتي کسان به یې په یوه ځانګړې نظامي اډه کې حضور ولري.
✒: وزارت خارجه پاکستان میگوید که این کشور اجازه داده است تا ۵۰ هزار تُن گندم و مقداری دارو که از سوی هند به افغانستان کمک شده است، از راه پاکستان به افغانستان انتقال یابد.
✒: د سوماليا پلازمېنه موګاديشو کې د يو ښوونځي ترڅنګ موټر بم چاودنې اته کسان وژلي او په لسګونه نور ټپيان دي.
د بريد مسووليت د ال_شباب په نوم هلته وسله والې ډلې منلی دی.
