No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏وروسته له هغې چې تېره ورځ د يو امريکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۹۵ ته را ټيټ شو؛ د افغانستان بانک پرېکړه کړې چې سبا به لس میلیونه امریکایې ډالر لیلام ته وړاندې کړي ‏د افغانۍ له ټيټېدو سره يوځای، د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې دي چې مسوولين يې لامل په سيمه کې د خوراکي توکو د بيو لوړېدل ګڼي.

: ‏د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي په مشرۍ یو ۱۵ کسیز پلاوی کابل ته راغی.

د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي، حسن کاظمي قمي په مشرۍ د دې پلاوي په ترکیب کې، د سوداګرۍ، اقتصاد او نفتي موادو اړوندو ادارو استازي هم شامل دي.

: ‏د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند، کوټه سنګي سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

: ‏مقامات محلی در کنر می گویند که  صدها چوب چارتراش  را که در اين ولایت که  به پاکستان قاچاق می شد، کشف و ضبط کردند. در اين ارتباط دو نفر همراه سه ميل اسلحه  دستگیر شدند.

: ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تهران کې (د اسلامي يووالي نړيوال کنفرانس) ته په يو وېډيويي پيغام کې ويلي دي چې افغانستان کې د وروستيو تحولاتو هرکلی کوي، ‏حامد کرزي ويلي دي چې که څه هم په افغانستان کې د تاوتريخوالي لمن پوره نه ده ټوله شوې، خو بيا هم چې د جګړې خبرونه کم اورېدل کيږي، دخوښۍ خبره ده.

: ‏عدليې وزارت وایي چې د دوی لومړنۍ پلټنې ښيي چې کابل ښار کې لس - پنځلس ستر ښارګوټي په ناقانونه توګه او يا هم پر غصب شويو ځمکو جوړ شوي دي.

د عدليې وزارت مسوولينو په يوې خبري ناستې کې دا هم ويلي دي چې نېږدې شپږ سوه د معاملاتو د لارښوونې دفترونه نه ثبت او جواز نه لري.

: د کندهار ځايي چارواکي وايي چې دغه عملیات نن سهار د کندهار ښار په څو برخو کې پيل شول او د ورځې تر نیمايي یې دوام درلود چې په هغه کې اتنه داعشیان نیول شوي هم دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د اسلامي امارت ځواکونو په دغو عملیاتو کې د داعش څلور پټن ځایونه له منځه وړي دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال شمس الدین صمیم وايي:«د اسلامي امارت امنیتي او کشفي ځواکونو تېره شپه د داعشیانو پر پټن ځای په بریالۍ توګه عملیات وکړل. په پایله کې اته داعشیان ونیول شول او څلور تنه نور ووژل شول

: ‏په چین کې افغان سفیر ویلي چې په افغانستان کې د موجوده اقتصادي بحران مخنیوي لپاره په کار ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه لا پراخه شي.

: په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر راتلونکو دریو ورځو پورې د افغانستان په اړه د یوې ناستې خبر ورکړی دی د افغانستان ا.ا د یادې ناستې هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې نړۍ باید د افغانستان موجود واقعیتونه درک کړي. د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې نړۍ باید له افغانستان سره مناسب تعامل وکړي او د اړیکو رغولو ته رامخته شي.

: ‏د ا.ا.ا له راتګ وروسته د پکتیا په مرکز کې د ګردېز ښاروالۍ په مالي لګښت ۲ زره ۲۰۰ متر مربع سړکونو د بیا رغونې چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

: ‏په قندهار کې د پولیو واکسین درې ورځني کمپاین پيل شوی، د قندهار د عامې روغتیا مسوولین وايي چې په یاد کمپاین کې به څه د پاسه ۶۰۰ زره ماشومان واکسین شي او د ویټامین ای ټابلیت به هم ورکول شي.

: ‏موسسه بیت‌المال برای هر یک از ۲۹۲ خانواده بیجاشده در کندز یک بوری آرد ۵۰ کیلویی، یک بوری برنج ۲۴ کیلویی، یک قوطی روغن ۱۰ لیتره، ۳ کیلو بوره، چای خشک، یک کمپل، یک جمپر زمستانی با دوجوره کلوش، صابون و ۱۰ سیر چوب برای زمستان توزیع کرد.

: ‏احمدالله وثیق معاون سخنگوی ا.ا.ا. می‌گوید که یک مخفیگاه داعشیان فتنه‌گر در منطقه شفاخانه سیدال از مربوطات حوزه چهارم شهر قندهار از بین برده شد که در نتیجه آن چهار عضو داعش کشته شدند.

به گفته وثیق در جریان این عملیات دو فرد ملکی به شهادت رسیدند و به مجاهدین ا.ا. آسیبی نرسیده است.

: ‏په اروپا کې مېشتو افغانانو د جرمني په ویس باډن ښار کې خلګ د ژبني، سمتي او قومي تعصبونو پر ځای یووالي، ورورولۍ او همغږۍ ته راوبلل.

دوی پرېکړه وکړه چې د افغانانو کنګل شویو شتمنیو ازادولو لپاره به کمپاین کوي او له نړیوالو به غواړي چې د افغانانو حاکم نظام په رسمیت وپېژني.

: حسین امیرعبداللهیان، وزیر امور خارجه ایران در نشست خبری مشترک با مولود چاووش‌اوغلو، وزیر امور خارجه ترکیه با بیان اینکه «در سفر آینده جناب آقای اردوغان به تهران سند حاوی نقشه راه بلند مدت دو کشور را نهایی می‌کنیم» گفت: توافق کردیم بر سر نقشه راه دو کشور گفتگوهای دیپلماتیک را شروع کنیم. این سند در حضور روسای جمهور دو کشور به امضا می‌رسد.

وی درباره محور گفتگوهای خود در دیدار با چاووش‌اوغلو تصریح کرد: در خصوص مسائل منطقه‌ای و بین المللی گفتگوهای مفید و خوبی داشتیم. بر تحولات افغانستان تمرکز داریم. ثبات و آرامش در غرب آسیا، توجه به سیاست همسایگی دو کشور برای ما مهم است. همچنین باید تاکید کنم هر دو دولت مستقر در تهران و آنکارا عمل گرا هستند.

: ‏دیدار چاووش اوغلو و رئیسی با محوریت گسترش‌ همکاری‌ها در تهران.

مولود چاووش اوغلو وزیر امور خارجه ترکیه که طی سفر رسمی در تهران، پایتخت ایران حضور دارد، با ابراهیم رئیسی رئیس جمهور این کشور دیدار و گفتگو کرد.

رئیسی: روابط نزدیک ترکیه و ایران به نفع صلح و ثبات در منطقه است.

رئیس جمهوری ایران تاکید کرد همکاری‌های منطقه‌ای ترکیه و ایران باید به همکاری در عرصه بین‌المللی تبدیل شود.

: د برېټانیې دغه لوړپوړي پوځي چارواکي له اسوشیټډپرس خبري اژانس سره په مره کې ویلي دي چې هېواد یې باید له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

د بریتانیا لوی درستیز په دې باور دی چې د بېلابېلو لاملونو له مخې له طالبانو سره تعامل د افغانستان د اوسني وضعیت د ښه کېدو لپاره یو ښه غوراوی دی.

 د برېټانیا لوی درستیز جنرال نېک کارټر وايي:«په بېلابېلو علتونو باید له هغوی ( طالبانو) سره تعامل وکړو، په افغانستان کې د انساني وضعیت په تړاو ډېراندېښمن یوو او د دې ستونزې د حل لپاره باید له طالبانو سره تعامل وکړو، ډاډ ترلاسه کړو چې پېسې هغه ځای ته رسېږي چې باید ورسېږي. فکر کوم موږ باید له هغوی سره تعامل ولرو څو پراخ بنسټه حکومت ولري. که هغوی ټولګډونه حکومت جوړ نه کړي، ډېری هغه لاسته راوړنې به چې په تېرو شلو کلونو کې مو ترلاسه کړي، له لاسه ورکړو

: ‏د ليبيا د پخواني وژل شوي ولسمشر معمرالقذافي زوی، سيف السلام قذافي ليبيا کې د روان کال ولسمشريزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی.

نوموړي هيله ښوودلې چې د ليبيا ولس به رايه ورکړي او دغه ټاکنې به وګټي.

: ‏د ليبيا د پخواني ولسمشر معمر القذافي زوی سيف الاسلام القذافي ددې هيواد ولسمشريزو ټاکنو ته نومليکنه کړې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک