غزل
بلينډه بدرۍ
له تندې خیاله چې نظر دې په سراب کې ګیر دی
څه روڼ تصویر دې د لغاتو په حجاب کې ګیر دی
شعر شناسۍ له هر یو تاره یې دردونه څاڅي
عجب زګیروي دي ، اخ څه ویر پدې رباب کې ګیر دی
پلار یې لیدو شو مریدانو سره یو ځای حلال
ماشوم بچی یې هم قاتل ته په محراب کې ګیر دی
زه که یې مخ ته پښه نیولې شوم خو نه یې شو پام
امتحانونه دي بیا دئ خو هر کتاب کې ګیر دی
بلینډې چوپ . د بغاوت په نارو ونیسه لاس
د هر ژڼکي د ځوانۍ داؤ په انقلاب کې ګیر دی
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
