مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د برېښنا شرکت کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله اعتراض کړی.
هغه ویډیو چې له دې اعتراض څخه اخستل شوی لیدل کېږي، چې کارکوونکو د پېرودونکو په مخ د شرکت دروازه تړلې او کاري اعتصاب یې پیل کړی دی.
✒: د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، چې سر له سبا به په کندهار، هرات، بلخ ، کندز، خوست او پکتیا ولایتونو کې د پاسپورت د توزیع لړۍ پیل شي.
سمنګاني همدار راز په نږدې راتلونکې کې د پاسپورت د اخیستلو لپاره د ان لاین د نوملیکنې له پیل هم خبر ورکوي.
✒: د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي ننګرهار کې په جومات کې د پروني بريد عاملين نيول شوي دي.
مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي,
د ننګرهار ولایت سپين غر ولسوالۍ تریلي سیمه کې په یوه مسجد کې د پرون ورځې د چاودنې درۍ تنه عاملين ونيول شول.
ذبيح الله مجاهد وايي له نيول شويو کسانو سره به د شریعت له حکم سره سم چلند کیږي.
✒: د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې چاودنه شوې.
عیني شاهدان وایي دغه چاودنه د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند مهتاب قلعه سیمه کې شوې ده.
یوشمېر عینی شاهدان ویلي چې چاودنه په یوه مسافر وړونکي موټر کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو له امله شوې ده.
تر اوسه ددې چاودنې له امله داوښتو تلفاتو په اړه معلومات نشته.
✒: د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبال وزير وايي چې اوس وخت کې اړتیا نشته چې د تېر په څېر لوی اردو جوړه کړو.
نوموړي پاکستان ته د خپل سفر پرمهال ويلي چې د تېر حکومت پوځ د بهرنيانو په لاس وهنو او خوښه جوړ شوی وو او اوس وخت کې به يوه کوچنۍ اردو جوړيږي چې د وخت اړتیا به پوره کوي.
✒: نامالومه کسانو نن سهار د کندز ښار د ګندمبازار سیمې اړوند کې یوې ژرندې ته ورغلي، ژرندګری او د هغه شاګرد یې وژلي دي.
ويل کيږي چې غلو دغه دوه کسانو په څټک/چکش وهلي او وژل يې دي، چې يو د اتو ماشومانو پلار او بل يې نوې کوژده کړې وه.
✒: د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور زابل ته د سفر پرمهال وويل چې مرکزي دولت به د ټولو پرمختیايي پروژو دقیقه ارزونه وکړي او مالیې وزارت هڅې پیل کړي چې د یادو پروژو لپاره بودجه تصويب کړي او عملي چارې یې پیل شي.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه: با افتتاح پل چناققلعه، ترافیک عبوری از تنگه (داردانل) بدون هیچ مشکلی به 6 دقیقه کاهش مییابد.
- پل چناققلعه (1915) در سالگرد پیروزی نیروی دریایی چناققلعه حداکثر 18 مارس سال آینده بهره برداری خواهد شد.
- وارد دورهای میشویم که تمامی مسیرهای زمینی، دریایی، ریلی و هوایی در 3 قاره از کشور و البته تنگههای ترکیه عبور خود را آغاز میکنند.
- ترکیه با بهرهبرداری از این پل (چناققلعه 1915) که با مدل «قرارداد ساخت، بهرهبرداری و واگذاری» احداث شده، یک جهش جدید دیگر رو به جلو را با موفقیت انجام دادیم.
✒: د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دوی ددې نیت لري چې پر ایران بندیزونه دوام وکړي او د تېلو پر صادراتو یې بندیزونه لا ډېر شي، چې ورسره جوخت د نړۍ هېوادونه له ایران د تېلو د پېرلو حق نه لري.
✒: هایکو ماس جنرال انسایګر ورځپاڼې ته ویلي چې دوی د هغو افغانانو په اړه له طالبانو سره خبرې جاري ساتلې دي چې د المان اقامې یې تر لاسه کړې، یا هم په هر ډول قبول شوي دي او اوس تګ ته منتظر دي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې مېلاني جولي سره وکتل.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي دې کتنه کې د نورو مسایلو په خوا کې د افغانستان خلکو سره د بشري مرستو په دوام هم خبرې شوې شوې دي.
✒: قرار است جوبایدن، رییس جمهور ایالات متحده با همتای چینیاش شیجین پینگ روز دوشنبه در یک نشست مجازی باهم دیدار کنند؛ دیداری که واشنگتن امیدوار است از تنشها میان دو کشور بکاهد.
به گزارش خبرگزاری رویترز، این دیدار پس از تماس تلیفونی میان این دو رهبر در نُهم ماه سپمتبر امسال انجام میشود.
این دیدار در حالی قرار است برگزار شود که واشنگتن و پکن همواره بر سر موضوعاتی همچون منشأ ویروس کرونا و افزایش زرادخانههای هستهای چین یک دیگر را نقد کرده اند و رابطه پر تنش داشته اند.
✒: د امريکا متحدو ايالتو او قطر بهرنيو چارو وزارتونو يوه هوکړه لاسليک کړې چې لارې به يې کابل کې د قطر په سفارت کې د امريکا اړوند يو دفتر پرانېستل شي.
د قطر په سفارت کې دغه دفتر د امریکا په استازيتوب قونسلي چارې وړاندې وړي.
