اخري روژه پلچرخي زندان کې د حزب اسلامي بنديانو سره د مرستې برنامه ترتيب شوی وه
د حزب اسلامی محترم حکمتیار صاحب هدایت وو چی بندیانو سره هر اړخیزه همکاري وشي، د کرونا په وړاندی يې وقایوی طبي کمک، او هر څومره ژرکیږی ازاد شي!
مونږ د محترم وزیر ضیاء الحق امرخیل، د پلچرخی زندان رئیس محترم طوطاخیل صاحب، محترم الفت صاحب، محترم فیضی صاحب او د زندان نورو محترمو مسئولینو څخه ډیره مننه کوو، چې نن یی مونږ ته عاجل په ډیر محدود وخت د زندان ته داخلیدلو او د مرستې توزیع زمینه برابره کړه.
د حزب اسلامي د خدماتو ریاست هئیت پلچرخی زندان کی د سل تنو حزب اسلامی او غیر حزب اسلامی بندیانو سره ناچیزه اما اخلاصمندانه 200000 - افغانی مرسته او صدقات د کوچنی اختر تحفی په توگه توزیع کړه، یقیناً بندیان ډیر زیات خوښ شول، الله پاک دې دا مرستی قبولې کړي !
په اخر کې ټولو قدرمتو ورونو ته د کوچنی اخترمبارکي وایم روژه، عبادات، صدقات مو د الله په وړاندی قبول شي !
در اخیر همکاران ریاست خدمات به شما عید سعید فطر را تبریک و عبادات و روزه، صدقات شما نزد خداوند بزرگ قبول باشد.امین
عتیق الله صافی
د حزب اسلامي افغانستان د خدماتو رئیس
