مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ترویکا پلس هیوادونو استازو اسلام اباد کې د افغانستان په اړه ناسته وکړه.
دې غونډه کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو برخه اخستې وه او د افغانستان روان وضعیت په تړاو یې خبرې کړي.
پاکستاني چارواکو ویلي نړۍ دې یوځل بیا په یوازې توګه د افغانستان د پرېښودو تېروتنه نه تکراروي.
✒: د کندهار پښتنې درانۍ د ماشومانو د تعلیم پر سر د ټالبرګ نړیواله جایزه وګټله.
د «لرن افغانستان» په نوم ادارې له خوا د تعلیم لپاره کارکوونکې او د حقونو فعالې پښتنې درانۍ د سویډن د ټالبرګ فاونډېشن له خوا د ۲۰۲۱م کال د رهبرۍ جایزه ګټلې ده.
✒: د مالیې پخوانی وزیر خالد پاینده وایي امنیتي ادارو کې فساد د اشرف غني حکومت د پرځېدو لامل شو.
خالد پاینده له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، چې د ۳ لکو پولیسو او پوځیانو د لویې برخې یوازې نومونه په دولتي اسنادو کې لیکل شوي وو، په داسې حال کې دومره شمېر سرتیري هیڅ موجود نه و.
نوموړی وايي، په رسمي لیستونو کې د خیالي کسانو نومونه ځکه شامل شوي وو، چې قومندانان یې د معاشونو پیسې په جېبونو کې واچوي.
پاینده چې د طالبان له پرمختګ سره یې هممهاله استعفا وکړه او له افغانستانه ووت وايي، هغه اسناد سم نه وو چې د امنیتي ځواکونو شمېر یې د طالبانو په پرتله ډېر ښوده.
✒: د افغانستان بریښنا شرکت وايي چې ایران سره يې د سل میګا واټ برېښنا د اخېستو تړون کړی.
د مسوولینو په وینا دې سره به هرات، فراه او نيمروز ولايتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزې حل شي.
✒: د ناڅرګندو کسانو له خوا بلخ او باميانو ولايتونو کې د وحدت اسلامي ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري مجسمې ماتې شوې دي.
محمد محقق دغه پېښو ته په غبرګون کې ويلي دي چې د عبدالعلي مزاري سپکاوی د هزاره ګانو او شيعه مذهبه سپکاوی دی.
✒: د رسنیو د مالوماتو پر بنسټ یو تن چې نوم يې عبدالواحید ذکر شوی، د فاریاب ولایت ميمنې ښار کې د شرابو جوړولو او خرڅلاو په جرم نېول شوی.
ويل شوي چې دغه کس سره د شرابو توليد وسايل او شرابو بوتلونو هم نېول شوي دي.
✒: د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي له اسلام اباد څخه په یو غږیز پیغام کې ویلي چې د ترویکا پلس غړو هېوادونو د امنیت، ترهګرۍ سره د مبارزې او حکومتولۍ برخه کې د افغانستان ا.ا هڅې ستایلې دي او د همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.
✒: قاري فصیح الدین له الجزیره تلویزیون سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې دوی تر اوسه پورې ۱۵۰ زره تازه عسکر جذب کړي دي او دغه راز د پخوانۍ اردو هغه سرتېري هم بېرته دندو ته راغواړي چې په فساد کې ښکېل نه وي.
✒: مجتمع شرکتهای تجارتی آرمان گروپ برای ۵۰۰ خانواده نیازمند در مرکز و ولسوالیهای فاریاب مواد خوراکی توزیع کرد.
مواد کمک شده شامل، آرد، برنج، روغن، آش و ماکرونی است.
✒: د روغتیا نړېوال سازمان د خوست له ولایتي روغتون سره د ۱۵۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت د(PCR)معایناتو ماشین مرسته وکړه، مسوولین وايي چې یاد ماشین په ۲۴ ساعتو کې د ۱۵۰ معاینو ظرفیت لري، د خوست والي محمد نبي عمري وايي: ا.ا.ژمن دی چې د روغتیا په برخه کې ولسونو ته وړ خدمتونه وړاندې کړي.
✒: پاکستانی خبریال طاهر خان: د امريکا, چين, روس او پاکستان د ټرویکا-پلس هېوادونو استازو په اسلام اباد کې د ناستي روسته مشترک بيان د طالبانو پر تړاو لږ سخت دي,, ګورو چي د طالبانو هئيت څه جواب وايي؟ بيان کې پر طالبانو غږ شوي چي ټولشموله حکومت لپاره د هڅي پيل کړي, ترهګرو ډلو سره اړيکي ختم او هغوي دي د منځي يوسي.
✒: عمران خان صدراعظم پاکستان در تویتی گفته است که پاکستان همیشه در کنار مردم افغانستان در صورت نیاز ایستاده است.
خان افزوده است: ما به سرپرست وزارت خارجه ا.ا.ا. و هیئت همراهش اطمینان دادیم که در حد امکان کمکهای بشردوستانه به افغانستان خواهیم کرد.
به گفته عمران خان، پاکستان در حال ارسال مواد خوراکی ضروری، لوازم طبی و البسه زمستانی به افغانستان است.
✒: د امريکا متحدو ايالتونو پرون خبردارى ورکړ چې روسيه له اوکراين سره پولې ته څېرمه په خپلو پوځي تحرکاتو سره “جدي تېروتنې” کوي او په دې اړه يې د مسکو د وضاحت غوښتنه وکړه.
✒: د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له ګڼو برېټانوي چارواکو سره لیدلي دي او د افغانستان د روان وضعیت په اړه یې په دې لیدنه کې خبرې کړې دي.
✒: ه ګلاسکو کې د اقلیمي بدلون په تړاو په جوړ شوي کنفرانس کې چین او امریکا په ناڅاپي ګډه اعلامیه کې خبر ورکړی چې دوی د ګلخانه يي ګازونو د کچې کمولو په برخه کې له یو بل سره همکاري کوي.
✒: ترکیې چې تر اوسه پورې یې د اذربایجان له ارضي تمامیت څخه په کلکه دفاع کړې ده له دې وروسته به هم وکولی شي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ په یاد هېواد کې د سوله ساتو په توګه خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې د ترویکا ناستې ته ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا، د کډوالو بحران او یوې کورنۍ جګړې رامنځته کېدو مخنیوي لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.
✒: د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې ښایي تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې د هند په ډېریو برخو کې له تېزو بادونو سره مل بارانونه واورېږي. په ورته وخت کې سریلانکا کې هم د بارانونو اورېدو خبر ورکړل شوی دی خو ویل کېږي چې شدت به یې کم وي او د ډېرې اندېښنې وړ نه دي.
✒: د جرمني بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ویلي دي چې له افغانستانه يې خپل ۳۲۹ وکړي او د هغوی افغان همکاران اېستلي دي.
دغه کسان قطر ته لېږدول شوي او ټاکل شوې ده چې له هغه ځايه به جرمني ته یوړل شي.
✒: د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام سياليو په لړ کې نيمه پای لوبه کې د نيوزيلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په پنځو ويکټو سره ماتې ورکړه او لومړنۍ لوبډله شوه چې ددې جام پاۍ لوبې ته يې لاره ومونده.
