No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې یوځل بیا اعلان کړي، چې میرویس اشرف د عزیزالله فضلي پرځای د کرکټ بورډ سرپرست ټاکل شوی.

د کرکټ بورډ ادارې د ریاست الوزرا هغه حکم هم نشر کړی، چې له مخې یې میرویس اشرف د کرکټ بورډ سرپرست ټاکل شوی.

: ‏ذبیح الله مجاهد:

داسې هیلې شته، چې اسلامي امارت ډېر ژر په رسمیت وپېژندل شي.

‏پاکستاني لوري له موږ سره ګڼو برخو کې ژمنې کړي خو ستونزه داده، چې پاکستان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي. هیله لرو چې اسلام اباد ته د افغان پلاوي په سفر سره دا ستونزه حل شي.

‏د ځمکو د غاصبانو پروړاندې اقدام کیږي دا جرم دی او غصب شوې ځمکې بېرته را ګرځول کیږي.

: ‏د ملاهیبت الله په حکم د عبیدالله نظامي په مشرۍ هیواد کې نظامي محکمه تاسیس شوې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، انعام الله سمنګاني ویلي دغه محکمه د شرعي نظام د تنفیذ، الهي احکامو د تعمیل او ټولنیزې اصلاح لپاره تاسیس شوې ده.

: ‏د استخباراتو ریاست د مطبوعاتو مسوول:

د پخواني نظام پرمهال داعش جنګیالي زندانونو کې ساتل کېدل، روزنه ورکول کېده او حمایت ترې کېده.

‏طالبان وايي، د جګړې پر مهال یې استخباراتي کمیسیون د کابل تر نیول کیدو وروسته د استخباراتو پر لوی ریاست بدل شوی دی.

‏د داعش په تور ۶۰۰ کسان مو نیولي، چې پکې ډېر مهم کسان موجود دي او پلټنې ترې روانې دي.

۱۰۰۱ شمېره مو فعاله کړې او خلک کولی شي د مشکوکو کړنو د لیدو په صورت کې له موږ سره اړیکه ونیسي.

: ‏شاوخوا دوه سوه افغان پیلوټان او د هغوی همکاران چې افغانستان کې له تحول وروسته تاجکستان ته تللي وو، تیره شپه په یوه ځانګړې الوتکه کې امریکا ته انتقال شوي دي.

: ‏پاکستان کې د ۱۴ هيوادو ترمنځ روانو سیالیو کې افغان تکواندو لوبغاړي مرتضی صالح په شپږو لوبو کې څلور پاکستاني لوبغاړي یوه مصري لوبغاړي او یوه البانیايي لوبغاړي ته ماتې ورکړه او د افغان لوبډلې  لپاره یې د سرو زرو مډال وګاټه.

: همزمان با برگزاری نشست هند در باره افغانستان، سرپرست وزارت خارجه، امیرخان متفی در راس یک هیأت بلندپایه عصر روز چهارشبنه به اسلام آباد رفته است.

گفته می‌شود که بهبود روابط  کابل-اسلام آباد، مسایل اقتصادی، ترانزیتی و حل چالش‌های پناهجویان افغان در پاکستان محور سفر متقی به پاکستان است.

سرپرست وزیران مالیه و تجارت و گروه‌های فنی آنان، آقای متقی را در این سفر سه روزه همراهی می‌کنند.

ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی در این باره گفت: «در این نشست به تعقیب گفتگوهای قبلی که با پاکستان انجام شده بود، در رابطه به مشکلات و چالش‌های بازرگانان و چالش‌های مرزی صحبت می شود، به مسایل اقتصادی و ترانزیتی هم پرداخته خواهد شد

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد لږ مخکې کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې ملکي او نظامي افغان پیلوټان دې هېواد کې پاتې شي، چې تخصصي برخو کې په دنده ګومارل کېږي.

: ‏ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی می‌‌گوید که برگزاری نشست‌های منطقه‌یی درباره افغانستان سبب تفاهم بیشتر خواهد شد و افزود امارت اسلامی درباره نشستی که هم اکنون در هند درباره افغانستان ادامه دارد، خوشبین است.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې افغانستان ته د بشرې مرستو د رسولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

: ‏د غزني ولايتي ادارې په دغه ولايت کې د امريکا د شل کلنې جګړې پاتې شونې وسلې، ټانکونه، توپونه او نور راټول او نندارې ته وړاندې کړل.

دغه امريکايي وسلې د شوروي يرغل د پاتې شوې وسلو سره يو ځای راټولې شوې دي.

: ‏کابل کې د افغان - جاپان روغتون ډاکتران او کارمندان خبرداری ورکوي چې که چېرې د يوې اوونۍ دننه معاشونو ورنه کړل شي، دندې خوشې کوي.

افغان - جاپان روغتون کې روغتياپالان وايي چې پنځه مياشتې کېږي معاشونه يې نه دي اخېستې او له بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي.

: ‏ذبیح‌الله مجاهد سخنگوی ا.ا.ا. و معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ خطاب به داعشیان: در حال حاضر جنگ در افغانستان معنا ندارد، اشغال پایان یافته است و حکومت اسلامی نیز برقرار شده است.

: ‏احمد ولي هوتک د لسو برياوو او يوې ماتې په لرلو سره د اتو هېوادونو( افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلاديش، سريلانکا، مالديف، بوتان، نيپال) ازادو سياليو (فري فايټ) کې لومړى مقام خپل کړ.

: ‏د اسراییلو د پوځ لوی درستیز ددغه هېواد پارلمان ته په یوه وینا کې ویلي دوی په چټکه توګه پر هغه نقشه کار کوي چې له مخې به یې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه ترسره کېږي.

: ‏د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني ویلي چې امریکا شل کاله په بېلو پلمو افغانان ووژل او بلاخره پرته له کومې لاسته راوړنې خپله وتښتېده او افغانستان یې تر پخوا ډېر فقیر او بېچاره یو عالم ستونزو ته یوازې پرېښود.

: ‏د رویټرز خبري اژانس یو رپوټ کې وایي، چې ملګرو ملتونو تېره میاشت کې د افغانستان د روغتیا برخې د ۲۳ زرو نه زیاتو کارکوونکو تنخواوې ورکړې چې ټولې پیسې ۸ میلیونه ډالره کېږي.

: ‏یازدهمین محموله کمک‌های بشردوستانه ایران به کابل رسید. سفارت ایران در کابل می‌گوید که این محموله شامل مواد غذایی و دارو می‌باشد و به هدف کمک به آسیب دیده‌گان حمله‌های اخیر بر بیمارستان چهارصد بستر و مسجد عیدگاه به کابل ارسال شده است.

: د افغانستان په اړه د سیمې د امنیتي غونډې درېیمه دوره یي غونډه نن د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې جوړه شوه. د دغې غونډې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په هکله خبرې اترې وکړې.

د هغې اعلامیې پر بنسټ چې د هند د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې ده، د دغې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت په رامنځته کېدو ټنیګار کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په دغې ناسته، د ترهګرۍ، د نشه يي توکو قاچاق، افراط پالنې او له افغانستان د بشري مرستو د زمینو برابرولو په هکله بحث شوی دی.

ګډونوال په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل یوه اړتیا ګڼي او زیاته کړې ده چې د دغه هېواد د ټولو وګړو غوښتنې ته باید پاملرنه وشي.

په اعلامیه کې راغلي دي:«باید د افغانستان د ټولنې ټولې برخې، په حکومت کې د قومي - سیاسي ډلو په ګډون شامل وي

: وانگ ونبین، سخنگوی وزارت خارجه چین گفته است که ایالات متحده با مداخله به امورات داخلی برخی از کشورها، می‌خواهد امنیت منطقه‌ای و بین اللملی را زیر نام حقوق بشر و مردم سالاری تضعیف کند.

سخنگوی وزارت خارجه چین گفت: «امریکا بارها برای توجیه مداخلات‌اش در مسایل داخلی کشورها و تضعیت امنیت منطقه‌ای و جهانی از حقوق بشر و دموکراسی کار گرفته است. اوضاع عراق، سوریه و افغانستان ثابت ساخته است هنگامی که ایالات متحده تلاش کرده تا به زور دموکراسی خود را به جهان معرفی کند، نتیجه آن رفاه یا ثبات نبوده، بل آشفتگی و هرج‌ومرج را به بار آورده است. دموکراسی امریکایی مدت‌ها است که ورشکست شده است

: ‏د پاکستان انګليسي ډان ورځپانه وایي پاکستان د طالبانو له حکومت څخه هغه وسلي اخلي چې امريکا او ڼاټو څخه افغانستان کې  پاتي شوې دي.

د ورځپاڼې دراپور له مخې پاکستان دا وسلي د هغو اندېښنو له امله له افغان طالبانو اخلي، چې دا وسلي د پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو ډلو لاس ته ورنه شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک