مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د بهرنیو چارو وزارت ویاند:سبا د نومبر ۱۰ د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشري یو لوړ رتبه هیئت پاکستان ته سفر کوي.
هیئت به د اړیکو په پیاوړتیا، اقتصاد، ترانزټ، مهاجرینو او ولسونو ته په تګ راتګ کي د سهولتونو په زیاتوالي خبري کوي. په هیئت کي د مالیې او تجارت وزیران او کاري ګروپونه شامل دي.
✒: د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه کې پریکړه شوې، چې د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو لپاره به ځانګړې قطعه جوړیږي.
✒: د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابينې په ناسته کې د استخباراتو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې د اللهګل مجاهد د نیولو او وهلو قضیه په دقیق ډول وڅيړي.
د کابینې د پریکړې له مخې هغو کسانو سره هم باید قانوني چلند وشي، چې د نوموړي په نیولو کې دخیل دي.
✒: د سل زره امريکايي ډالرو پر ارزښت خوست ولايت کې پر پنځه سوه بې وزله او بې سرپرسته کورنيو خوراکي او ژمنیو توکو مرستې وېشل شوې.
دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته د پنځلس زره افغانيو پر ارزښت توکي ورکړل شوي دي.
✒: نېږدې ۸۳۰ کاله لرغونی د جام څلی اوس د نړېدو پولې ته نېږدې شوی؛ غور کې ځايي مسوولين هم مني چې د سږني ژمې واورې او اورښتونو ښايي د جام تاريخي مناره وغورځوي.
دغه مناره باندې د سپيڅلي قران کريم آيتونه هم ليکل شوي او له ۲۰۰۲ کال راهيسې (د نړۍ لرغوني ودانۍ ګواښ سره مخ دي) نوملړ کې شامل شوی دی.
تېر حکومت کې د یونسکو له خوا دغه منارې د جوړونې او ساتنې لپاره پيسې ځانګړې شوې خو د فساد له امله مناره پرځای پاتې او پيسې يې شخصي جيبونو ته لاړې.
✒: امنیتي مسولین وايي چې کابل ولايت څلورمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې يې هغه شپږ کسيزه ډله نیولې ده، چې وسله والې غلاوې به يې کولې.
دغه کسان چې اصلي د پنجشېر او پروان ولايتونو اوسېدونکي دي کورونو ته اووښتل او د وسلو په زور له خلکو پيسې او نور ګران بيه توکي اخېستل.
✒: د افغانستان بریښنا شرکت وايي چې صنعتي فابريکې او عام خلک يې ۲۳ میلیارده افغانۍ پوروړي دي؛ دغه شرکت وايي چې که چېرې څوګ پيسې ورنه کړي نو برېښنا به پرې غوڅه کړي برېښنا شرکت په تېر کې هم پر لوړپوړو حکومتي چارواکو د پيسو د پورونو ويلي وو او د نه ورکړې په صورت کې يې د دوی د ځمکو د ليلام خبرداری ورکړی وو.
✒: غلام مرتضی صالح، ملی پوش شایسته وزن سوم تکواندوی کشور، با شش پیروزی به مدال طلا در رقابتهای بین المللی تکواندوی G1 پاکستان دست یافت. او چهار حریف از پاکستان، یک حریف از آلبانیا و یک حریف از مصر را شکست داد. در این رقابتها ۴۲۲ تکواندو کار از ۱۵ کشور جهان شرکت کردند.
✒: د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان ا.ا ټاکل شوي استازي سهیل شاهین ویلي چې دوی له نړۍ سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ د مثبتو اړیکو رغولو او په بشپړه توګه د دوحې هوکړې عملي کولو ته ژمن دي.
✒: کمیشنری عالی سازمان ملل در امور پناهندگان در هماهنگی با ریاست مهاجرین و عودت کنندگان-کابل امروز برای ۶۱۸ خانواده بیجا شده کمک نقدی کرد.
به گفته مسوولان ریاست مهاجرین و عودت کنندگان برای هر خانواده ۲۶۵ دالر توزیع شد.
✒: په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د روسیې ۲۴ تلویزیون ته ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په کابل کې امنیتي وضعیت ښه شوی او دوی د خپل سفارت له امنیت څخه راضي دي.
✒: مسوولان سفارت ایران در کابل میگویند که یازدهمین محموله از کمکهای بشردوستانه آن کشور امروز به میدان هوایی کابل رسید.
به گفته آنان این محموله که شامل مواد خوراکی و دارو است برای آسیبدیدگان حملات تروریستی شفاخانه ۴۰۰ بستر و مسجد عیدگاه-کابل اختصاص داده شده است.
✒: د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شاوخوا ۷۰ زره هغه افغانان چې د جولای میاشت کې امریکا ته رسېدلي دي، هغوی ته به د اقامې، ګرین کارډ، د کار اجازه او نورو اسنادو په لاسته راوړلو کې پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.
✒: نظرپوښتنه کې د امریکایانو له قوله راغلي، دوی فکر کاوه چې بایډن به ډېر مقتدر ولسمشر وي او د ټرمپ له لاسه بې حیثیته شوې امریکا به بېرته پخواني برم ته ورسوي خو له بده مرغه چې دی تر ټرمپ دوه برخې بدتر دی.
✒: افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ، په بروکسل کې د امریکا ملګرو او د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو له استازو سره وکتل.
وېسټ پر ټویټر لیکلي، چې دې کتنه کې یې پر افغانستان خبرې کړې دي.
✒: در یک آتش سوزی در نایجر بیست و پنج کودک جان باختند. خبرگزاری رویترز به نقل از مقامهای این کشور گزارش کرده است که این آتش سوزی در یک مکتب ابتدائیه در جنوب این کشور رخ داده است.
✒: نيويارک ټايمز ليکلي چې ۱۴۳ افغان پېلوټان او د هوايي ځواک نور کارمندان چې د تېر حکومت د غورځېدو پر مهال تاجکستان ته تښتېدلي وو، اوس هلته نېول شوي او زندانونو کې اچول شوي دي.
ويل کيږي چې دغه کسانو د افغانستان هوايي ځواک يو شمېر چورلکې هم تاجکستان هېواد ته انتقال کړې.
✒: ټاکل شوې ده چې سبا به نوي ډيلي کې د هندوستان په کوربتوب، افغانستان په اړه د سيمې د ملي امنيت سلاکارانو ناسته جوړه شي.
دغه ناستې ته له افغانستانه څوګ نه دي غوښتل شوي، خو چين او پاکستان په کې د ګډون بلنې رد کړې، دې ناستې ته د ایران، قزاقستان، قرغیزستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبکستان ملي امنیت سلاکاران ورځي.
✒: د پاکستان د اطلاعاتو وزير وايي, د پاکستاني طالبانو سره د اوربند په اړه توافق ته رسيدلي.
ويل کيږي د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د اوربند توافق د افغان طالبانو پر منځګړيتوب رامنځته شوی.
✒: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې د افغانستان په اړه ترویکا پلس هیوادونو ناسته جوړیږي.
ضمیر کابلوف ویلي، چې د افغانستان په اړه د روسیې، امریکا، چین او پاکستان د استازو ناسته د پنجشنبه په ورځ په اسلام اباد کې جوړیږي.
