No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏طالب سرچینې: د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی نن له قطر هېواد څخه کابل ته را رسیدلی.

: ‏ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي چې کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان سره ېې ليدلي.

په دې ملاقات کې مو د افغانستان  په روان، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت خبرې اترې وکړې، په دې ناسته کې دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د افغان کډوالو او تګ راتګ کوونکیو د ستونزو د حل په اړه هم بحث وشو.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي له هغه محصلينو سره کتلي چې کانکور ازموينه کې يې لوړې نمرې اخیستې وې.

نوموړي د ځوانانو زده کړې د هېواد د پرمختګ بنسټ بللی او ژمنه يې کړې چې افغان زده کوونکو ته به د بهرنيو هېوادونو تحصيلي بورسونو کې پوره هڅې وکړې.

: ‏۱/۱ملي دفاع وزارت د هېواد اتو قل اردو ګانو ته نوي نومونه اېښي دي.

 

۱- کابل کې د ځانګړو عملياتو قول اردو، مرکزي قول اردو په نوم؛

۲- بلخ کې ۲۰۹ شاهين قول اردو، الفتح قول اردو په نوم؛

۳- کندز کې ۲۱۷ پامير قول اردو، عمري په نوم؛

۴- کندهار کې ۲۰۵ اتل قول اردو، بدر په نوم. ۵- هلمند کې ۲۱۵ ميوند قول اردو، عزم په نوم؛

۶- هرات کې ۲۰۷ ظفر قول اردو، الفاروق په نوم؛

۷- پکتیا کې ۲۰۳ تندر قول اردو، منصوري په نوم؛

۸- او ننګرهار کې ۲۰۱ سيلاب قول اردو، خالد بن وليد په نوم.

: ‏ننګرهار ولايت کې د وروستیو پېښو او ژونو وروسته ولايتي ادارې رېکشا چلوونکو ته امر کړی چې وسله وال کسان پورته نه کړي.

له بلې خوا رېکشا چلوونکي له مسوولينو غواړي چې امنيتي کسانو ته دې یونیفورم ځانګړی کړي چې له غير مسؤولو وسله والو سره يې توپير وشي.

: ‏کندهار کې د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر مسوولین وايي چې له دغه هوايي ډګره دوبۍ او له دوبۍ کندهار ته الوتنې پيل شوې دي.

د مسوولینو په وینا چې د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر به، هره اوونۍ يکشنبه آريانا افغان هوايي کرښه دوبۍ او دوشنبه به له دوبۍ کندهار ته الوتنه کوي.

: ‏پس از ماه‌ها انتظار، دروازه‌های مکتب‌های دخترانه به روی دانش آموزان صنف‌های هفتم تا دوازدهم در هرات باز شده‌اند.

شورای منتخب آموزگاران هرات می‌گوید که با این اقدام زمینه رفتن بیش از ۳۰۰ هزار دانش آموز دختر به مکتب در هرات فراهم شده است.

: ‏په کابل کې د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې یې د منصور په نوم یو تن د غلا، قتل او انسان تښتونې په تور نیولی دی. په وینا یې منصور څو ورځې وړاندې هم د پيسو ترلاسه کولو لپاره یو کور ته لاسي بم غورځولی و.

: ‏د میدان وردګو د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې نن د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی، په وینا یې په دغه کمپاین کې به ۱۴۵۲۱۰ ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي واکسین شي او ۱۳۸۷۹۹ نورو ماشومانو ته به د ویټامین ای ټابلېټ ورکړل شي.

: ‏د قندهار له "البدر" قول اردو څخه د اسلامي امارت شاوخوا ۷۰۰ تنه تازه فارغ شوي دي.

: ‏د پاسپورت ریاست مسوولینو ویلي چې ډېر ژر به د هېواد په څلورو لویو ښارونو لکه کندهار، خوست، بلخ او ننګرهار کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي. د یاد ریاست په خبره، هېوادوالو ته د غوره خدمتونو رسوونه خپل مسوولیت بولي.

: ‏د راپورونو له مخې، له افغانستان څخه تاجکستان ته تللي شاوخوا ۱۴۳ پیلوټان او خدمه په یاد هېواد کې په زندانونو کې پراته دي.

: ‏گوترش اقدام برای ترور نخست وزیر عراق را محکوم کرد.

: الهام علی‌اف، رئیس جمهور آذربایجان صبح امروز هشتم نوامبر در شوشا که سال گذشته از اشغال ارمنستان آزاد شده‌است، خلوصی آکار وزیر دفاع ملی، ژنرال یاشار گولر رئیس ستاد کل ارتش، ژنرال موسی آوسور فرمانده نیروی زمینی، دریادار عدنان اوزبال فرمانده نیروی دریایی و ژنرال حسن کوچوک‌آکیوز فرمانده نیروی هوایی ارتش ترکیه را به حضور پذیرفت.

آکار در این دیدار که ذاکر حسن‌اف، وزیر دفاع آذربایجان نیز در آن حضور داشت، پیام تبریک رجب طیب اردوغان، رئيس جمهور ترکیه به مناسبت 8 نوامبر روز پیروزی کشور دوست و برادر آذربایجان را به الهام علی‌اف، رئیس‌جمهور این کشور ابلاغ کرد.

: حسین امیرعبداللهیان، وزیر امور خارجه ایران امروز 8 نوامبر در تماس تلفنی با لیز تراس وزیر خارجه انگلیس گفت: بخش اعظم توافقات تجاری میان دو کشور پس از برجام اجرایی نشده‌اند و ارتقا حجم تجارت و تسهیل مراودات مالی میان دو کشور نیازمند افزایش تحرک و اقدامات لندن است.

به گزارش «مرکز اطلاع رسانی وزارت خارجه ایران»، وی با یادآوری بدهی قدیمی انگلستان به ایران، بازپرداخت این بدهی را «حق ملت ایران» خواند و ادامه داد: لندن جهت بازپرداخت هرچه سریع‌تر این بدهی اقدام کند.

: ‏مرکل د اندېښنې په څرګندولو سره څرګنده کړې چې دوی له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په دې هڅه کې ناکام شول چې په افغانستان کې یو باثباته نظام رامنځته کړي څو د هغه په چارچوب کې ښځې وکولی شي کار وکړي، نجونې ښوونځیو ته لاړې شي او خپلې هیلې پوره کړي.

: ‏تام وست، نماینده جدید امریکا در امور افغانستان نخستین سفرش را به آسیا و اروپا آغاز کرده است. وست می‌گوید که او در این سفر با شرکا و متحدان ایالات متحده در باره افغانستان گفت‌وگو خواهد کرد. قرار است وست در نخستین سفرش امروز به بروکسل برود.

: ‏د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې کابل ته یې یوه اندازه نور روغتیايي وسایل او درمل ورسول.

د ډبلیو ایچ او په وینا، دا درمل او وسایل به د پینځو زرو ماشومانو درملنې ته کافي وي.

: ‏په يوې رسمي ناسته کې چې د اقليم نړيوال بدلون په اړه جوړه شوې وه، په ناڅاپي ډول د متحدو ايالتو ولسمشر جوبایډن د نس باد خارجېدل د لوېدیځو رسنيو د خبرونو سرټکی ګرځېدلی.

ويل کيږي له دې پېښې وروسته خلک حيران شوي خو ولسمشر جوبایډن په عادي ډول خپلو خبرو ته دوام ورکړی.

: ‏پاکستانی ایکسپریس  رسنۍ ليکلي دي چې افغان طالبانو پاکستاني طالبانو سره د منځګړيتوب خبرو ويلي خو که چیرې پاکستاني طا_لبان سر زوري وکړي نو وبه ځپل شي.

 طا_لبانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو ټينګار پر دې کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډ او سيمې هېوادونو په ضد استفاده نه شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک