مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: کندهار ولایت کې ښوونکو کاري اعتصاب پیل کړی دی.
دوی وايي، چي له څلور میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخستي نو له همدې امله نور ددې توان نه لري چې درسونو ته ادامه ورکړي.
✒: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ژورنالیستانو له اتحادیې او یو شمېر خبریالانو سره لیدلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، حامد کرزي په هېواد کې د خبریالانو د پاتې کیدو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړې ده چې په خپل هېواد کې د ټولو عزت دی.
✒: افغان تکواندو کارانو خپل پاکستاني سیالان په ګونډو کړي دي. د راپورونو له مخې، د تکواندو برخه کې پنځو تنو افغان لوبغاړو خپلو پاکستاني سیالانو ته په ستر توپير ماتې ورکړې ده.
✒: د آریانا افغان هوایي شرکت په رسمي توګه خبر ورکړی او ویلي یې چې،سر له راتلونکې دوشنبې څخه متحده عرب اماراتو دوبۍ ته په نورماله توګه خپل سوداګریز پروازونه پیلوي.
✒:۴۳ دختر و ۱۳۲ پسر از پوهنځی طب پوهنتون خصوصی احمدشاه ابدالی در ولایت خوست فارغ شدند.
✒: د ننګرهار استخباراتو رئيس ډاکتر بشير وايي چې د قومي مخورو په منځګړيتوب ۵۵ داعشیان چې په کوټ، سپين غر او اچين ولسواليو کې يې تخريبي کړنې تر سره کولې اسلامي امارت ته تسليم شول.
✒: قاری سعید خوستی سخنگوی وزارت داخله میگوید که مجاهدین امارت اسلامی دو تن را در پیوند به قتل چهار زن که چندی قبل اجساد شان در شهرک خالد از مربوطات حوزه پنجم امنیتی شهرمزارشریف ولایت بلخ دریافت شده بود، بازداشت کردهاند.
✒: وړمه ورځ د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کې د R.E.D خیریه موسسې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د مرستې پاتې برخه پر۳ سوه کورنیو ووېشل شوه.
په مرسته کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۱۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۰ کیلوګرامه لوبیا، ۱۰ لېتره غوړي، ۳ کیلوګرامه بوره او دوې کمپلې ورکړل شوې.
✒: د ننګرهار وادې کرنيز رياست د زيتونو حاصل ټولولو لړۍ پیل کړه چې له څلورم فارم څخه تېره ورځ ۵۴۸۴ کيلو ګرامه تور زيتون راټول او د پروسس په موخه د زيتونو فابريکې ته ولېږدول شول.
✒: مولوی عبدالسلام حنفی معاون ریاسة الوزرا امارت اسلامی افغانستان قبل از ظهر امروز با علی اکبر پسنانی نمایندۀ خاص آغاخان در افغانستان، دیدار کرد.
✒: د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د تېرو درېیو میاشتو راهیسې له چابهار بندر څخه د افغان صادراتو لړۍ درېدلې ده.
د یادو مسوولینو په خبره، د هند په نوا شیوا بندر کې د تخنیکي ستونزو له امله سوداګر نه شي کولای خپل مالونه د چابهار بندر له لارې صادر کړي.
✒: کابل پاسپورټ رياست کې مسوولین وايي چې ۴۰ هغه کسان يې نېولې دي چې کمېشن کاران وو او له خلکو به يې پيسې اخېستلې.
دغه کمېشن کارانو په بېلا بېلو لارو ځانونه تر پاسپورټ رياست رسول او په دې ډول سره يې غير قانوني کار او بار روان کړی وو.
✒: د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ د کرېکټ بورډ مشر عزيز الله فضلي له دندې لېرې او پر ځای يې د افغان ملي لوبډلې پخوانی غړی ميرويس اشرف ځای ناستی ټاکل شوی دی.
✒: د ترکيې پوليس وايي چې د دوی او ايران ګډې پولې سره يې ۱۴۹ هغه افغانان نېولي دي چې په غير قانوني ډول يې ترکيې د تګ هڅې کولې.
رویټرز ته سیمه ییزو چارواکو ويلي چې نیول شوي افغان کډوال د ایران سرحد ته نژدې وان ولایت ته استولي، څو له هغه ځایه یې بېرته ایران ته ستانه کړي.
✒: د امريکا په سويلي تکزاس ایالت کې د موسیقۍ په يو پروګرام د ګڼې ګوڼې له امله اته کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
فرانس پريس خبري اژانس لیکلي دي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د موزيک په يو فیسټوال کې ننداره کوونکو هڅه کوله لومړۍ کرښې ته ور نېږدې شي.
✒: نشست منطقهای افغانستان در هند برگزار میشود
هند چهارشنبه ۱۹عقرب میزبان گفتوگوی امنیتی منطقهیی دهلینو پیرامون افغانستان خواهد بود.
گفته میشود که هند بهگونۀ رسمی مشاوران امنیت ملی روسیه، ایران، چین، پاکستان، ازبکستان و تاجکستان را برای شرکت در این نشست دعوت کرده است.
✒: د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې روسیې او د مرکزي اسیا هېوادونو په کنفرانس کې د ګډون ډاډ ورکړی دی او دوی به د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.
✒: د امریکا کانګریس د بایډن هغه طرحې ته مثبته رایه ورکړې چې له مخې به یې د څه باندې یو تریلیون ډالرو په ارزښت ددغه هېواد بنسټیزې پروژې ترمیم او یا له سره رغول کېږي.
✒: د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا پر اوسني ولسمشر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي او یو ځل بیا یې ویلي چې بایډن امریکا ټولۍ نړۍ ته په دوه روپۍ کړه. هغه څرګنده کړې ده چې بایډن د امریکایانو د ستونزو د حل پر ځای خپل ټول پام له جمهوري غوښتونکو سره مبارزې ته اړولی دی. ټرمپ ویلي چې بایډن د امریکا په څېر د یو مقتدر هېواد د مدیریت وړتیا نه لري.
