مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: حميد خراساني په يو وېډيويي پيغام کې هغه کسانو ته چې اوس هم د حکومت پر وړاندې د جګړې او مقاومت وايي، د مخامخ جګړې بلنه ورکړې.
خراساني ويلي چې جګړه او مقاومت شتون نه لري؛ ملاتړي يې په غارونو کې پټ او فېسبوکي خبرې کوي او که چېرې په رېښتيا هم دوی مقاومت کوي نور را ميدان ته دې شي.
✒: د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو حقونو فعالې فوزيه کوفي ته د پت تملين بنسټ له خوا د کال اتلې جايزه ورکړل شوه.
نوموړې چې اوس مهال له هېواد بهر ده په تېر کې هم د يو شمېر نړيوالو سازمانانو له خوا ستايل شوې وه.
✒: سیمه ییزې سرچینې وايي، د څلورو ښځینه فعالینو مړي د مزارشریف ښار د لومړۍ ناحیې اړوند خالدبن ولید ښارګوټي ته څېرمه په یوه کنده کې موندل شوي دي، دا مړي د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته موندل شوي. په قربانیانو کې د فروزان صافۍ په نوم یوه مدني فعاله هم ده.
د ویلو ده چې تراوسه د درېيو نورو قربانیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
✒: د تېر کال وچکالۍ وروسته، سږنی ژمی وړاندې پيل شوی او مسوولين وايي چې ښايي د روان کال ژمی او راتلونکی کال د وچکالۍ ګواښ دې سره پای ته ورسيږي.
د افغانستان په څو ولايتونو کې واورې پيل شوې او د سالنګونو لويه لار له تېرې ورځې راهيسې د ډېرې واورې له امله تړل شوې او تګ راتګ پرې نه کيږي.
✒: کابل کې د امن جام په نامه د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
په دې سیالیو کې به شپږ لوبډلې سره مخامخ وي.
په نننۍ لومړنۍ لوبه کې شاهین اسمایي لوبډله د اباسین څپې لوبډلې سره سیالي کوي.
✒: مولوي عالم ګل حقاني وايي، چې ښايي په راتلونکو ۲۰ ورځو کې به د نویو پاسپورټونو لپاره د انلاین فورمونو وېش پیل شي.
✒: د ا.ا چارواکي وايي، د تصفیې کمېسيون لخوا شاوخوا ۲۰۰ کسان چې د امارت له نوم څخه یې ناوړه ګټه پورته کوله له خپلو صفونو څخه یې ایستلي دي.
✒: مفتش ویژه امریکا:
در ۲۰ سال گذشته ۶۰۰۰۰ تا ۷۰۰۰۰ سرباز افغانستان در دفاع از نظام کشته شده اند.
نظامی که با فرارغنی از هم پاشید.
✒: د پاکستان حکومت له ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو سره د یوه اوربند پرسر توافق ته رسېدلی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د دې هیواد د لوړ پوړو چارواکو له قوله لیکلي، چې د پاکستان حکومت له ټي ټي پي سره پر یوه داسې توافق سلا شوی، چې له مخې به یې د یوې میاشتې لپاره په امتحاني ډول اوربند رامنځ ته کیږي.
پاکستاني رسنۍ وایي،د دې توافق پرسر د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ په مستقیم ډول دافغانستان په خوست ولایت کې ددو اونیو لپاره خبرې شوې دي.
پاکستاني طالبانو له دې مخکې له اسلام اباد سره خبرې رد کړې وې او یوشمېر قوماندانو یې د پاکستان پرضد د جګړې خبرداری هم ورکړی و.
پاکستاني طالبانو تر دامهاله ددې موضوع په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
✒: د امریکا لخوا د پاکستان له هوایي حریم څخه د استفادې په اړه د اسلام اباد اعتراف
افتخا راحمد : له امریکا سره له هوایي لارو د ترهګرۍ ضد ګډو هڅو یو چوکاټ شته.
✒: وزارت خارجه امور آمریکا اعلام کرد که درخواست عربستان سعودی برای خرید 650 میلیون دلار موشک هوا به هوا و تجهیزات مرتبط را تایید کردهاند.
آژانس همکاری امنیت دفاعی آمریکا امروز طی بیانیهای اعلام کرد: وزارت خارجه کشور با فروش 650 میلیون دلار موشک هوا به هوا AIM-120 AMRAAM (آمرام) و تجهیزات مرتبط به عربستان سعودی موافقت کرد.
در این بیانیه با اشاره به اینکه کنگره آمریکا را نیز مطلع کردهاند، آمده است که این فروش شامل 280 فروند موشک آمرام، 596 پایگاه پرتاب این موشکها و تجهیزات مرتبط است.
آژانس همکاری امنیت دفاعی آمریکا تاکید کرد که این موشکها در جنگدههای اف-15 و یوروفایتر تایفون نیروهای هوایی عربستان سعودی مورد استفاده قرار خواهند گرفت.
✒: صادرات محصولات صنعتی ترکیه در بازه زمانی ژانویه تا اکتبر امسال(2021) 35 درصد نسبت به مدت مشابه سال قبل رشد داشته و به 137 میلیارد و 855 میلیون و 650 هزار دلار رسیده است که بالاترین رقم صادرات ژانویه تا اکتبر در تاریخ رسید.
بر اساس داده های اتحادیه صادرکنندگان ترکیه (TIM)، کل صادرات کشور در ماه گذشته نسبت به مدت مشابه سال پیش 19.2 درصد افزایش یافته و به 19 میلیارد و 76 میلیون و 662 هزار دلار و 33.1 درصد افزایش یافته است.
صادرات ترکیه در بازه زمانی ژانویه تا اکتبر نیز با افزایش 33.1 درصدی به 166 میلیارد و 219 میلیون و 414 هزار دلار رسیده است.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه: تاکنون 404 پارک ملی به مساحت 66 میلیون متر مربع در 81 استان را آغاز و 11 مورد از آنها را تکمیل و به بهره برداری رساندیم.
- قصد داریم پروژه 404 بوستان ملی را در سال 2023 به پایان برسانیم.
- امیدوارم باغ ملی که در فرودگاه آتاترک احداث میکنیم به یکی از پارکهای شهری برتر جهان تبدیل شود.
- بزرگترین پروژه «پارک ملی» به مساحت7.7 میلیون متر مربع را در منطقه فرودگاه آتاترک اجرایی خواهیم کرد.
✒: نیروهای امنیتی عراق به سوی معترضان به نتایج انتخابات این کشور در نزدیکی منطقه سبز بغداد تیراندازی کردند.
✒: روسیې ویلي چې د نشه یي توکو او ترهګریزو بریدونو له پلوه لا هم له افغانستان څخه دغه هېواد ته ګواښونه متوجه دي او د طا لبانو د حاکمیت باوجود لا هم په دغو ګواښونو کې هېڅ کمی نه دی راغلی.
✒: ټرمپ ویلي، چې له دا ډول نا مسوولانه وتو او تسليمۍ سره مو، ۸۵ ميليارده ډالره وبايلل او ۱۳ سرتېري مو سخت ټپيان شول.
✒: د جرمني بهرنيو چارو وزارت افغانستان سره د شپږ سوه مېليیونه يورو نورې مرستې اعلان کړی.
د ياد هېواد بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چې دغه مرستې به افغانستان کې پر کورنيو بې ځايه شويو او هغه کسانو ووېشل شي، چې له لوږې سره مخ دي.
✒: د امريکا د بهرنيو چارو وياند ند پريس يوې خبري ناستې ته د افغانستان د تېر حکومت د سقوط په اړه ويلي دي چې دوی پلان درلود چې په سوله ييز ډول له غني واک انتقال کړي.
نوموړي پر غني نيوکه کړې ده چې د جوړ شوي پلان له پلي کېدو وړاندې غني وتښتېد او په دې سره د دوی هر څه ګډوډ شول.
✒: د اسټراليا کرېکټ بورډ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې افغان کرېکټ لوبډلې سره يې خپله تمريني لوبه ځنډولې ده.
دوی ويلي دي چې افغانستان کې د کرېکټ په برخه کې د نجونې فعاليت محدود شوی دی او تر هغې چې افغانستان کې د طاـلبانو حکومت لاندې نجونو ته د ورزش او په ځانګړي ډول د کرېکټ برخه کې اجاره نه وي ورکړل شوې، افغان لوبډله سره دا لوبه نه کوي.
