مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان محمد نبي د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د شلاوریزو سیالیو دویم غوره الرونډر اعلان شو.
محمد نبي د ۲۷۱ نمرو په درلودو له درېیم څخه دویم مقام ته پورته شوی دی.
لومړی الورنډر د بنګلهدېش لوبغاړی شکیبالحسن دی.
✒: تر دې وروسته خلک کولای شي له سوداګریزو بانکونو اونۍ کې ۴۰۰ امریکایي ډالر یا ۳۰ زره افغانۍ تر لاسه کړي.
د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې وايي هغه کسان، چې په سوداګریزو بانکونو کې حسابونه لري کولی شي په اونۍ کې ۴ سوه او میاشت کې ۱۲ سوه ډالر له سوداګریزو بانکونو ترلاسه کړي.
✒: د هیواد نامتو ستوری پیژندونکی عبدالله کندهاری وفات شوی دی.
عبدالله کندهاری چې له څه مودې راپه دې خوا له ناروغۍ کړېده تیره ورځ یې ساه ورکړې ده.
د عبدالله کندهاري کورنۍ د نوموړي مړینه تایید کړې ده.
✒: هیواد کې د بهرنۍ کرنسۍ پر کارولو بندیز ولګېده.
طالبانو له د کاندارانو،سوداګرو او عامو خلکو غوښتي،چې له دې وروسته به هر ډول راکړه ورکړه په افغانۍ ترسره کوي او د بهرنۍ کرنسۍ له کارولو څخه به په کلکه ډډه کوي.
دوی وایي که څوک له دې حکم څخه سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ کیږي.
✒: کابل کی تر پروني برید وروسته دوه تنه بریدګر ژوندي نیول شوي دي.
ویل کیږي چې دا دواړه بهرنیان دي خو روښانه نه ده چې د کوم هیواد دي.
✒: د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام د سیالیو په دوام، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن ماښام شپږ نیمې بجې، په متحده عربي اماراتو کې د هند لوبډلې سره لوبه کوي.
افغان لوبډلې تردې وړاندې درې لوبې کړي چې دوه یې ګټلي او هند تر دې وړاندې دوه لوبې کړي چې دواړه یې بایللي دي.
✒: واک ته د ا،ا،ا تر رسیدو وروسته ټولو دولتي او خصوصي ورځپاڼو په چاپي بڼه خپل فعالیتونه درولي وو او شریعت ورځپاڼه لومړنۍ دولتي ورځپاڼه ده چې تازه یې نن خپلې خپرونې پیل کړې دي.
✒: د افغانستان مالیې وزارت ټولو دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی دی چې ډېر ژر به یې تنخواوې ورته ورکړل شي. د یاد وزارت ویاند احمد ولي حقمل ویلي چې مالیې وزارت پر یوې داسې طرحې کار پیل کړی دی چې پر بنسټ به یې ډېر ژر د ټولو دولتي کارکوونکو د وږې او تلې میاشتې معاشات اجرا شي. هغه زیاته کړې چې د کرنې، لوړو زده کړو، پوهنې او روغتیا وزارت هغه وزارتونه دي چې په لومړیتوب کې قرار لري.
✒: فراه کې د ابو نصر فراهي بندر د پاتې ۶۰ کیلومټره سړک د رغولو چارې پیل شوې دي. چارواکو ویلي چې د یاد سړک پر رغولو ۱۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د ایران په مالي ملاتړ یې رغنیزې چارې رسماً پیل شوې او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
✒: تورخم ښاروالۍ په دوو ورځو کې ۱ ميليون او ۶۰۰ زره افغانۍ عوايد راټول کړي.
مسوولين وايي: که د عوايدو سيستم همداسې منظم روان وي او کوم خنډ رامنځته نه شي؛ نو د اټکل له مخې به په يو مياشت کې شاوخوا ۲۴ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.
✒: د بلخ د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په دغه ولایت کې ۲۹۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
په وینا یې د بلخ په مرکز او ټولو ولسوالیو کې دولتي ادارو په عادي ډول خپلې چارې پيل کړې دي.
✒: مسوولان امارت اسلامی در هلمند میگویند که کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان برای ۵۲۴ خانوادۀ جنگزده کمک نقدی کرد.
به گفتۀ مسوولان برای هرخانواده ۱۹۵ دالر توزیع شد.
✒: روسیه «ممنوعیت بهره برداری ایران از گاز دریای خزر» را تکذیب کرد.
✒: د امریکا د استازو جرګې غړو په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې باید بشري حقونو ته درناوی وشي او اجازه دې ورکړل شي چې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي او خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
✒: پاکستان په هند کې د افغانستان په تړاو په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون نه کوي. د راپورونو له مخې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په تازه څرګندونو کې هند تورن کړی چې د افغان سولې په تړاو یې ورانکاره فعالیتونه ترسره کړي دي نو ځکه دوی په دې غونډه کې ګډون نه کوي.
✒: د سرچینې په خبره هند غواړي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د پنځوس زره متریک ټنه غنمو مرسته وکړي، خو لا هم پاکستان له خپلې خاورې د یادو مرستو تېرېدو ته اجازه نه ده ورکړې.
✒: دمګړی په ویرجینیا کې د جمهوري غوښتونکی ګوند یوه نوماند د دوه سلنې رایې په تفاوت د بایډن له ګوند رایې ګټلې دي او دا دیموکراتانو ته لومړنۍ ماتې ګڼل کېږي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې متحده ایالات پلان نه لري په منځني ختیځ کې خپل حضور ته د پای ټکی کېږدي. هغه زیاته کړې چې واشنګټن به د نړیوال اقتصاد په ثبات کې هم خپلې هلې ځلې دوامداره وساتي. سکای نیوز د جوی هوډ له قوله ویلي چې د اسیا په ختیځ کې به د واشنګټن او ملګرو هېوادونو امنیتي شراکت پر خپل ځای وي ځکه دوی په منځني ختیځ کې د خپل نظامي حضور د پای ته رسولو لپاره کوم پلان نه لري.
✒: د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د طا لبانو پر وړاندې د امریکا جنګي ستراتیژي له پیله ناکامه وه. هغه زیاته کړې چې امریکا په دغه هېواد کې په کال کې ۴۰ میلیارده ډالر لګښت لرل خو لاسته راوړنه یې صفر وه. میډل ایسټ د خلیلزاد له قوله دغه راز د داعش ډلې ګواښونو ته په اشارې زیاته کړې چې داعش یوازې په افغانستان کې نه ده دا ډله سیمه ییزې ريښې لري او ټوله سیمه مسووله ده چې د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي.
✒: په واشنګټن کې د سعودي عربستان پخواني سفیر ترکي الفیصل ویلي چې امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو تر ایستلو وروسته په سیمه کې د پښې ځای نه لري او له همدې امله به د دې تېروتنې تر ټولو ستره بیه پرې کړي.
✒: د امریکا د استخباراتي ادارې ( سي آی اې ) رییس له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی.
