No-IMG

د بهرنيو چارو وزير د ۱۴ هېوادونو له سفيرانو او ځانګړو استازيو سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چي:

پرون ماښام د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي او مل پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ۱۴ هېوادونو له سفيرانو او ځانګړو استازيو سره، چې عمدتا د اروپايي هیوادونو اړوند و په ګډه ناسته کي وکتل.

په پيل کې د بهرنيو چارو وزير د نوي اسلامي حکومت، امنيت ټينګښت، ‏نړيوالې ټولنې سره اړيکې، اقتصادي وضعيت، پر افغانستان لګېدليو بنديزونو، د فساد له منځه وړلو، په باب وينا وکړه.

محترم متقي صاحب له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان له ۴۰ کاله وروسته يو حاکم نظام لري، نو پکار ده چې نړيواله ټولنه په ګډه د امريکا له متحده ايالتونو څخه وغواړي چې ‏د افغانستان د خلکو پر ملي شتمنۍ بنديزونه لرې کړي. د بهرنيو چارو وزير وويل، د افغانستان نوی حکومت د يوه مسوول حکومت په توګه يې ټول هغه شرطونه پوره کړي چې بايد په رسميت وپېژندل شي.

‏همدارنګه د هیوادونو استازيو په نوبت سره خپل نظرونه وویل او د افغان پلاوی له څرګندونو او وضاحتونو څخه یې اطمينان او خوښي څرګنده کړه. په پای کي دواړو لوریو د دا ډول غونډو په دوام ټینګار وکړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک