مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: قهرمانان روشنایی؛ پایهی منهدم شده در قلعه مرادبیگ را ترمیم و یک سرکت( لین) برق وارداتی را دوباره وصل نمودند.با وصل لین متذکره ۶۰ در صد برق وارداتی اوزبیکستان دوباره شامل شبکه کابل و ولایات مسیر برق وارداتی گردید.
فردا لین دومی برق وارداتی نیز وصل خواهد شد.
✒: د ا.ا بهرنيو چارو وزير او کابل کې د ايران سفير، د ايران او افغانستان ترمنځ پر اقتصادي اړيکو خبرې کړې.
✒: مسوولين وايي چې کابل ښار دويمې حوزې اړوند سيمه کې يې يوولس تنه د غلاوو او نورو جنايي کړنو په تور نېولې دي.
✒: تېره اوونۍ ترکيه کې يو شمېر پخوانیو سیاسي څېرو د افغانستان اسلامي جمهوريت د مقاومت ملي جبهې په نوم د يو حرکت اعلان وکړ.
دغه حرکت ته د طا_لبانو يو وياند رسنيو ته ويلي دي چې دغه کسانو تېرو شلو کالونو کې خپل امتحان ورکړی او نور دې سرخوږي نه جوړه وي نوموړي رسنیو ته ويلي دي چې که چیرې څوک د ا.ا.ا پر وړاندې بيا هم بغاوت کوي نو وبه ځپل شي.
✒: د مصالحې عالي شورا پخوانی دویم مرستیال اسدالله سعادتي وايي چې بهر کې آرام ناست سياسيون دې افغانستان کې خلک جګړې ته نه هڅوي.
نوموړي دغه څرګندونې د هغه شورا په غبرګون کې کړې چې د عبدالرب رسول سياف، عطامحمد نور په شمول ځينې پخوانۍ سیاسي څېرې په کې راټول شوې دي.
✒: د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو رییس سعید خوستی وایي، د بریښنا د پایې د الوزولو په تور یې دری کسان نیولي چې اوس مهال تر پلټنو لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د کابل په مرادبیک سیمه کې د بریښنا يوه پایه د چاودنې له امله ویجاړه شوه چې له امله یې د کابل په ګډون د یو شمیر ولایتونو بریښنا پرې شوه.
خوستي زیاته کړې چې د یادې ویجاړې شوې پایې د رغولو چارې روانې دي او د نن ورځې تر پایه به د بریښنا سرکټ وتړل شي.
✒: اروپایي ټولنې د بشري مرستو یوه بسته چې ۲۸ ټنه درمل دي پکې د روغتیایي بحران سره د مبارزې د هڅو په هدف یې کابل ته را استولې.
دغه ټولنه وایي، د طالبانو له واکمنیدو وروسته دا د بشري مرستو دریمه بسته ده چې د هوایي دهلیز له لارې کابل ته استول کیږي.
✒: یوه حکومتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې نن د جلال اباد ښار اتمې حوزه کې پر یوه رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
او همدارنګه د جلال ښار لومړۍ حوزه کې د نا پېژاده وسله والو له خوا یوه هدفي برید کې د اسلامي امارت۲ تنه سرتېري وژل شوي دي.
✒: ارغندیوال وايي چې دوی به په هېڅ داسې توطیه کې ګډون ونه کړي چې د اسلام، اسلامي نظام او مظلومو افغانانو پرخلاف وي.
✒: نن د ا.ا.ا. بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي د يوناما له مشرې ميرمن ډيبورا لاينز او مل هيئت سره وکتل.
ميرمن ډيبورا په ليدنه کې وويل چې د بشري مرستو رسولو لپاره يې خپل همکاران زيات کړي او په نيږدي راتلونکي کې به امريکا ته سفر ولري او هلته به د افغانستان د بانکې سيستم.
✒: رجب طیب اردوغان، رئيس جمهور ترکیه امروز شنبه طی سخنانی در نشست حزب متبوع خود در شهر اسکیشهیر گفت: «ما قطعا به هدف خود برای تبدیل شدن به یکی از 10 اقتصاد بزرگ جهان خواهیم رسید. برای دستیابی به این هدف با سرعت به کار خود ادامه میدهیم».
وی تصریح کرد: «امیدواریم همانند 19 سال گذشته که مشکلات را به راحتی پشت سر گذاشتیم، کشورمان را به سلامت به بندرگاه 2023 که قرار است یکصدمین سالگرد جمهوریت را جشن بگیریم، برسانیم».
✒: مرتضی کارانفیل، رئیس هیئت روابط اقتصادی خارجی ترکیه و لیبی طی سخنانی در"سومین مجمع اقتصادی و تجاری ترکیه و آفریقا" اظهار داشت: «در دیدارهایی که با مقامات ارشد کشورهای مختلف آفریقا داشتیم، تصمیمات مهمی اتخاذ و ایدهها و اهداف برای همکاری به اشتراک گذاشته شد. حجم تجارت خارجی ترکیه و آفریقا در سال گذشته از مرز 25 میلیارد دلار گذشته و هدفمان دستیابی به حجم تجارت 50 میلیارد دلار است».
کارانفیل با بیان اینکه آفریقا برای ترکیه بسیار مهم بوده و همواره با اصل برد-برد به این قاره نزدیک شدهاند، بر اهمیت اقتصادی این قاره با جمعیت یک میلیارد و 300 میلیون نفری تاکید کرد.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه طی سخنانی در مراسم افتتاح چندین پروژه در استان اسکیشهیر گفت: ما میخواهیم این بحران جهانی را با یک سیاست اقتصادی به فرصت تاریخی تبدیل کنیم که باعث تشویق سرمایهگذاران، افزایش تولید و تقویت اشتغال شود.
اردوغان تاکید کرد: مشکلات کنونی موقتی است، اما مطمئن باشید دستاوردهایی که نسلها ادامه خواهد داشت، حاصل خواهد شد.
وی همچنین در رابطه با اظهارات 10 سفیر در مورد عثمان کاوالا تصریح کرد: اینها باید ترکیه را شناخته و درک کنند، مادامی که این موضوع محقق نشود باید اینجا را ترک کنند.
✒: پاکستان: هیچ توافقی با آمریکا برای عملیات نظامی در افغانستان وجود ندارد.
✒: د(PIA) او ناټو تر منځ د نوي تړون له مخې به د ناټو افغان کارکوونکي له افغانستان څخه پاکستان ته انتقالیږي(PIA) چې په نړیواله کچه یو بدنام او له سقوط سره مخ هوایي شرکت وو،د افغانستان وروستیو سیاسي حالاتو د سقوط له حالت بچ او یوازې تیرو دوو میاشتو کې یې میلیونونه ډالر ګټه هم کړې ده.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ډیپلوماټ او د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې که چېرته د القاعده ډلې غړي په افغانستان کې پټ وي نو د افغانستان .ا.ا دې پسې واخلي او له خپل هېواده دې بهر کړي.
✒: روسي رسنیو ویلي چې دواړو لوریو له اړمنو هېوادونو سره پر مرستو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې انساني مرستې باید د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې د انساني اصولو مطابق له کوم قید او شرط پرته ترسره شي.
✒: روسي رسنیو د زخاروا له قوله ویلي چې افغان چارواکي تر اوسه پورې له شویو ژمنو سره سم روان دي، د کوچنیانو د فلج واکسینو تطبیق بهیر ته یې اجازه ورکړې ده او دغه راز په یو شمېر ولایتونو کې نجونو ښوونځیو ته د تګ اجازه تر لاسه کړې ده چې دا ښه پرمختګونه دي.
✒: د قرغیزستان ولسمشر سدیر جبارُف په بشکیک کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې زیاته کړې ده چې دوی نه غواړي خاوره یې د دوو هېوادونو ترمنځ د رقابت میدان واوسي نو پر همدې بنسټ اجازه نه ورکوي چې امریکا یې په خاوره کې پوځي اډه جوړه کړي.
✒: د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د وسله والو کسانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې دوه تنه وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
✒: سي ان ان د بایډن د حکومت د دوو مهمو چارواکو له خولې ویلي چې ښایي پاکستان له خپل حریم څخه امریکایي الوتکو ته دا اجازه ورکړي ترڅو پر افغانستان هوایي بریدونه وکړي.
سرچینو ویلي چې پاکستان ددې په بدل کې له امریکا غوښتي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ورسره مرسته وکړي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، لا یې هم شاوخوا ۲۰۰ هغه وګړي افغانستان کې پاتې چې د تخلیې د ماموریت پر وخت نه دي ایستل شوي.
امریکایي چارواکي وایي چې دا شمیره ثابته نه ده، ښایي د پاتې امریکایي وګړو شمیر تر دې زیات وي خو دوی یې د ایستلو په هڅه کې دي.
✒: د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي، په یوازې سر نشي کولای د افغانستان بشري ناورین پسې ورسیږي.
دغه کمیټې خلکو ته د آساسي خدماتو د رسولو برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ مهم بللی.
✒: د امریکا ولسمشر جوبایډن ددغه هیواد بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د بیړنیو مرستو له صدوق څخه دې ۹۷۶.۱ ملیونه ډالر له افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره د مرستې په توګه ولګوي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې دا پیسې به د کډوالۍ ناورین سره د مبارزې په برخه کې لګوي.
✒: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دا حقيقت نه لري چې موږ امريکا ته هوايي اډې ورکو، چې له لارې به يې افغانستان کې پوځي عملیات کيږي.
وړاندې سي ان ان راپورونه خپاره کړي وو، چې امريکا او پاکستان د هوايي اډو په اړه هوکړې ته نېږدې شوي دي.
