مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کابل قلعه مرادبيک سيمه کې د چاودنې له امله د وارداتي 220 کيلو واټه برېښنا مزی پرې شوی چې له امله يې د کابل او يو شمېر نورو ولايتو نو برېښنا قطع شوې ده.
د برېښنا شرکت وايي سيمې ته يې تخنيکي پلاوی تللی او د اوضاع په برابريدو سره به د مزي د بيا نښلولو چارې پيل کړي.
✒: پاکستان به تر دې وروسته له افغانستان نه د صادرېدونکې وچې او تازه میوې مالیه نه اخلي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په حواله وایي، چې د تورخم دروازه به د ویزه لرونکو مساپرو لپاره ۱۲ ساعته او د سوداګرۍ لپاره ۲۴ ساعته پرانیستې وي.
✒: په نیمروز کې په وروستیو څو ورځو کې لس تنه د غلا په تړاو نیول شوي دي.
امنیتي مسوولین وایي چې د نیول شویو کسانو دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
✒: نخستین برف امسال امروز برسالنگها فرود آمد.
مسوولان درشاهراه سالنگ میگویند که ساعت ۱۰ صبح امروز برفباری آغاز شد وقرار پیشبینیها تا فردا ادامه خواهد داشت.
به گفته مسوولان،این شاهراه بهروی وسایط تریلری مسدود است، اما هرنوع وسایط مسافربری میتواند ازاین شاهراه عبور ومرور کند.
✒: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، هغه کسان چې پاسپورت او ویزه نه لري، پاکستان ته د اوښتو اجازه نه ورکول کیږي او بیرته به را ګرځول کیږي.
✒: مولود چاووشاوغلو، وزیر امور خارجه ترکیه که به منظور انجام چند دیدار به سئول پایتخت کره جنوبی سفر کردهاست، با چونگ اوئی یانگ، همتای کرهای خود دیدار و گفتوگو کرد.
در پی این دیدار و نشست بین هیئتهای دو کشور توافقنامههای مخلتف در زمینه اقتصادی و گسترش همکاری در عرصه علم و فناوری توسط چاووشاوغلو و یانگ به امضا رسید.
✒: اردوغان: همانطور که در صنایع دفاعی و نظامی کاملا به بیگانگان متکی نیستیم، نمیتوانیم مسئله ارتباط را نیز به دیگران بسپاریم.
به دلیل اخبار کذب و تحریف شده، زندگی میلیونها انسان بی دفاع سیاه شده و آسیبها و دردهای زیادی در جهان تجربه میشود.
رسانههایاجتماعی که هیچ کنترل و نظارتی بر آن وجود ندارد به وضعیتی رسیده که دموکراسی، صلح اجتماعی و امنیت ملی دولتها را تهدید میکند.
مانند سایر موضوعات راهبردی، باید در مورد رسانه و ارتباطات مسئله را خودمان حل کنیم.
✒: اردوغان: تحت رهبری ترکیه همراه با اعضای شورای_ترک به کشورهای آفریقایی واکسن کرونا کمک خواهیم کرد.
✒: د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، ناټو به ددې لپاره چې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل نشي د طا-لبانو پر وړاندې له سیاسي او ډیپلوماتیکو فشارونو کار واخلي.
سټولټنبرګ زیاته کړې چې افغانستان به د ناټو د دفاع وزیرانو په نننۍ غونډه کې هم شامل وي.
✒: د پناه غوښتونکو د ملاتړ د یوې مؤسسې مشره نینا ګرېګوري وایي چې د طا-لبانو واک ته د رسیدو سره د پناه غوښتونکو په شمېر کې ۴۰ سلنه زیاتوالۍ راغلی.
ګرېګوري وایي د روان کال په اګسټ کې د اروپایي اتحادیې په هیوادونو کې د پناه ۵۶ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي چې د هغوی په منځ کې ۱۰ زره یوازې د افغانانو دي.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون پنجشنبه وویل چې دوی به د افغانستان له بشري بحران سره د مبارزې لپاره ۵ ملیارده پاکستاني کلدارې مرسته وکړي.
✒: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید النهیان سره پر دوه اړخیزو مسالو او افغانستان د نظر تبادله کړې ده.
✒: ملګرو ملتونو ویلي، یو ځانګړی صندوق یې جوړ کړی چې پر اساس یې اړمنو افغانانو ته د یوه سیسټم له لارې په مستقیم ډول نغده مرسته ورکړل شي. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې سختو اړو کسانو ته د ولسي اقتصاد بسپنې په نوم پروګرام اعلان کړ.
✒: د روسیې په لویدیځ کې د ریازان په ولایت کې د باروتو او کیمیايي موادو په یوې فابریکه کې چاودنه شوې چې وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۱۶ کسان وژل شوي او ګن شمیر نور لا درکه شوي دي.
✒: د روسیې ولسمشر د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه کړې.
ولادیمیر پوتین تیره ورځ د (والدای) په ناسته کې ویلي، د افغانستان بیا رغونه او د ترهګرۍ له منځه وړل، د افغانستان د وضعیت د عادي کېدو لپاره اساسي لارې دي.
نوموړي د مسکو فارمټ درېیمه ناسته ګټوره بللې.
✒: د ایران کورنیو چارو وزیر، احمد وحید له افغانانو غوښتي چې د ایران د سرحدونو په لوري دې نه ورځي.
هغه ویلي افغانان باید په خپل هیواد کې پاتې شي او حکومتي چارواکي باید خلکو ته د کار زمینه مساعده کړي.
