مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: حمدالله محب او سید سعادت منصور نادري له افغانستان څخه تر تېښتې وروسته، د لومړي ځل لپاره د لندن په شمال کې په یوه قیمتي (بنتلی کانتیننتال جی تی سی) موټر کې د سیاحت پرمهال لیدل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د سولې وزارت د پخواني وزیر سید سعادت منصور نادري او د اشرف غني د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب یو تصویر لاس په لاس کیږي او ښکاري چې د لندن شمال کې په یوه اشراف نشینه سیمه کې په چکر وتلي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د چین له سفیر سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، په دې ناسته کې د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پر راتلونکې ناستې موافقه وشوه، چې وخت او ځای به یې د دواړو لوریو ترمنځ وروسته نهایي شي.
ناسته کې همداشان له افغانستان څخه چین ته د جلغوزیو د صادراتو پر بیا پیل خبرې شوې.
✒: په ننګرهار ولایت کې د یوه کور د چت پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا پېښه تیره ورځ مازدیګر مهال د سپین غر ولسوالۍ اړوند، ګردي سیمه کې رامنځ ته شوې او په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
✒: د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي د رییس الوزرا مرستیال ته د ۵۰۰۰ ټنه اوړ د مرستې سند سپارلی.
یرزان کازيخانوف تیره ورځ کابل ته راغلی و او له عبدالغني برادر سره یې د سوداګریزو مسایلو په اړه هم خبرې کړې دي.
✒: ایران د خپلو مرستو پر دوام، نن کندهار کې د تیرې جمعې ورځې د برید قربانیانو ته هم مرسته رالیږلې.
دغه مرسته د ایراني الوتکو په واسطه نن کندهار ته رارسیدلې او پام کې ده چې د تیرې اونۍ د ترهګریز برید په قربانیانو وویشل شي.
✒: د هند پوهنتونونو ته بریالي شوي افغان زده کړیالان د ویزې له ستونزو سره مخ دي.
✒: امیر خان متقی، سرپرست وزارت خارجه با ارژان کازیخانوف، نماینده ویژه رییس جمهور کازاخستان برای همکاریهای بین المللی دیدار کرد. وزارت خارجه میگوید که در این دیدار دو طرف روی روابط بازرگانی و همکاریهای اقتصادی گفتوگو کردند.
✒: د افغانستان ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د څارنوالۍ او محکمې د ټولو برخو تر فعالیدو وروسته هغه کسان کولی شي د خپلو ځمکو د بېرته تر لاسه کولو لپاره عریضه وکړي چې ځمکې یې غصب شوې دي.هغه زیاته کړې چې د هغوی قضیې به څېړل کېږي او حق به حقدار ته سپارل کېږي.
✒: د افغانستان ا.ا وایي دوی په دې لټه کې دي چې د تلیفوني مکالماتو نرخونه راټيټ کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال په تازه څرګندونو کې ویلي د مبایلونو له کرېډيټ کارتونو لس سلنه مالیه ا.ا ته راځي او دوی هڅه کوي په دې برخه کې پوره شفافیت رامنځ ته کړي.
✒: حامد کرزی وایي د افغانستان نوی حکومت باید د ملي او نړیوال مشروعیت د خپلولو په لټه کې شي. نوموړي له امریکا غږ سره په تازه مرکه کې ویلي چې په ملي کچه د طا لبانو حکومت د لویې جرګې یا ټاکنو له لارې مشروعیت خپلولی شي خو په نړیواله کچه د نړیوالو قوانینو د عملي کولو له لارې مشروعیت ګټي.
✒: ذاکر جلالي: مسکو ناسته کې د ګډون په موخه د رياست الوزرا د مرستيال م. عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ا.ا.ا لوړپوړی پلاوی د مسکو په لور وخوځېده.
مسکو ناسته کې د ګډون تر څنګ به افغان پلاوی د ناستې په څنډو کې د ګڼو هېوادونو له استازيو سره دوه اړخيزې او څو اړخيزې خبرې ولري.
✒: سبا سه شنبه د تلې ۲۷ چې د ربیع الاول ۱۲ سره سمون خوري، د میلاد النبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.
✒: اردوغان: ما در مبارزه با تروریسم در کنار دولت آنگولا هستیم.
اردوغان: آنگولا پیشتر از ترکیه درخواست خرید پهپاد کرده بود و امروز نیز درباره خرید خودروهای زرهی مذاکراتی انجام شد.
اردوغان: خواستار یک جهانی عادلانه تر هستیم. برای ایجاد یک جهان عادلانهتر نیز باید همکاری کنیم. نباید ترسید. چرا که در صورت ترس، ظلم موجود آفریقا را دربر خواهد گرفت.
اردوغان: معتقدیم فرصتهای خوب همکاری بین ترکیه و آنگولا در زمینه نرژی وجود دارد.
✒: روسیه فعالیتهای دفتر اطلاع رسانی و ماموریت ارتباط نظامی ناتو در مسکو را متوقف کرد.
✒: هند غواړي راتلونکې میلادي میاشت د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړ کړي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هند غواړي په افغانستان کې د بشري مرستو او دغه راز په دغه هېواد کې د ثبات لپاره د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د مسوولینو یو کنفرانس جوړ کړي.
✒: د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان په افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه غندلي دي. ددغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې په جومات کې چاودنه او د عامو وګړو وژل کېدل ستر او نه بښل کېدونکی جنایت دی.
✒: یو ارجنټایني شنونکي خوفره لیال ویلي چې په افغانستان کې د اوسنیو ټولو ستونزو لامل امریکا ده او دغه هېواد له کوم څرګند هدف پرته شل کاله افغانستان اشغال کړی و چې همدا لامل شو څو د دوی له وتلو وروسته افغانستان له ناڅرګند برخلیک سره مخ شي.
✒: د امریکا د لویزیانا ایالت چارواکو ویلي چې د دغه ایالت په یو پوهنتون کې یو کس د غونډې پر ګډونوالو برید کړی دی چې په پایله کې یې یو کس ځای پر ځای وژل شوی او اووه نور ټپيان شوي دي.
✒: د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د راتلونکې میلادي میاشتې نومبر په اتمه نېټه به، ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو تطبیق پیل شي.
✒: خبرگزاری رویترز گزارش کرده است که سازمان پیمان امنیت جمعی به رهبری روسیه، رزمایشهای مشترک نظامی را در نزدیک مرز افغانستان-تاجیکستان راه اندازی کرده است. قرار است این رزمایشها شش روز ادامه یابند.
✒: په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، هغه زده کړیالان چې له وړاندې یې خپل ځانونه له سفارت سره ثبت کړي د زده کړو د دوام لپاره ورته پاکستان ته د ننوتو اجازه ورکوي.
ددغه افغان محصلینو شمیر شاوخوا ۱،۰۰۰ تنه ښودل شوی.
✒: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې یې د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي ارژان کزایخانوف سره د افغانستان په روان اقتصادي وضعیت خبرې کړې.
✒: ټاکل شوې چې نن په لوګزامبورګ کې د اروپایې ټولنې ناسته ترسره شي چې د خپلو فعالیتونو او ماموریتونو ترڅنګ به په افغانستان هم خبرې ولري.
دا چې اروپایي ټولنې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی، خو لا معلومه نه ده چې په دغه ناسته کې به دوی د افغانستان په اړه څه ډول پریکړې کوي.
✒: د امریکا بهرنیو چارو وزیر د قطر د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې.
انتوني بلینکن پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د قطر بهرنیو چارو وزیر سره یې د ټلیفوني تماس له لارې، د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
✒: حسن کاظمي قُمي د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د نوي استازي په حیث ټاکل شوی دی.
د ایران ولسمشر ویلي افغانستان کې د ثبات رامنځ ته کېدو د هڅو او نوي فصل د پیل په هدف یې، حسن کاظمي قُمي، د خپل نوي استازي په حیث ټاکلی دی.
حسن کاظمي قُمي له دې وړاندې په عراق کې د ایران سفیر و.
✒: د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي تيره ورځ د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي د معرفي کېدو مراسمو کې ويلي, غربي هيوادونو د افغانستان د ورانولو ماموريت داعش ته سپارلی دی.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، کولن پاول د ۸۵ کلونو په عمر ومړ.
نوموړی له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۵ کال پورې د امریکا بهرنیو چارو وزیر وو.
