مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د بلاروس او لهستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې یوشمېر افغان کډوال په خورا سخت وضعیت کې ایسار شوي او هیڅ لوري ته هم د سفر اجازه نه ورکول کیږي.
د N-24 په نوم د یوې محلي ټلویزیوني شبکې د راپور پراساس، دغه ۳۳ تنه افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې دي یوشمېر یې په سختو ناروغیو اخته دي او خوراکي توکو ته جدي اړتیا لري، خو د لهستان او بلاروس پولیس ورته اجازه نه ورکوي چې له دې سیمې ووځي.
د یادې شبکې د راپور پراساس، اوس مهال په دې سیمه کې هوا سړه شوې، خو کډوال نه یوازې دا چې ګرمې جامې نه لري، بلکې ان د ژوند کولو لپاره لومړني وسایل هم نه لري او که بیړنۍ مرسته ورسره ونه شي ممکن ډيری یې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
✒: د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر کابل کې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي ټالګاټ کليوف او په امریکا کې د دغه هېواد د سفیر یرزان کازوخانوف سره کتلي.
✒: جهادي شخصیت او د افغانستان پخوانی صدراعظم، انجنیر احمد شاه احمدزی وفات شوی دی.
د احمد شاه احمدزي کورنۍ تایید کړې، چې نوموړی د ور پېښې ناروغۍ له امله د ۷۸ کلونو په عمر وفات شوی دی.
✒: د ا.ا.ا د ویاند مرستیال د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین هغه څرګندونې چې د افغانستان په شمالي سیمو کې یې د ۲ زره بهرنیو وسله والو د ځای پر ځای کیدو ویلي وو رد کړې او زیاته کړې یې ده چې افغانستان کې هیڅ بهرنۍ ترهګرې ډلې فعالیت نشي کولای او دوی یې پر وړاندې پراخ عملیات کوي او د ټولو هغو ګواښونو مخه نیسې چې له افغان خاورې د سیمې هیوادونو ته د خطرونو سبب کیږي.
✒: اداره امور: جلسه کمیسیون اقتصادی که از سوی شورای وزیران (ا.ا.ا.) تعیین شده است، در مورد امور شرکت برشنا برگزار شد. در این جلسه امور شرکت برشنا ارزیابی شده و در مورد تقویت خدمات برق رسانی، شفافیت، جلو گیری از ضایعات و تادیۀ قروض بزرگ شرکت برشنا بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
✒: د افغانستان ا.ا د فرهنګي کمیسیون غړي جنرال مبین په یوه تلویزیوني مرکه کې پر پاکستان توندې نیوکې کړې دي. نوموړي ویلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي کې تغیر نه دی راغلی او له پیله تر اوسه له افغانانو سره د دښمن په څېر چلند کوي.
✒: د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي چې ټوله نړۍ کولی شي د اسلامي اصولو په نظر کې نیولو سره په افغانستان کې پانګونه وکړي. هغه ویلي، چې دوی له واشنګټن نه هم د دوه اړخیزو اړیکو رغولو غوښتنه کړې ده او تمه ده چې ټول هېوادونه له افغانستان سره دوستانه اړیکې ورغوي.
✒: د کرکټ نړیوال شنونکي وایي، افغان راشد خان به د سږني نړیوال جام تر ټولو خطرناک ورو توپ اچوونکی وي او د دوی په خبره، هغه به تباهي جوړه کړي. د کرکټ ګڼ لوبغاړي هم پر همدې باور دي او دوی هم وایي چې د ورو توپ اچوونکو له ډلې یې راشد خان د خوښې لوبغاړی دی.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله ته یوه نژدې سرچینه وایي، چې ښاغلی عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د مسکو غونډې ته دعوت شوي دي.
وړاندې روسیې ویلي وو، چې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۰ مه نېټه، پر افغانستان یوه غونډه راغواړي.
✒: ثبت بیش از 11 هزار مورد جدید ابتلا به کرونا در ایران.
بنا به اعلام مرکز روابط عمومی و اطلاع رسانی وزارت صحت ایران، در شبانهروز گذشته 199 بیمار کرونایی جان باخته و مجموع قربانیان این بیماری به 124 هزار و 75 نفر رسید.
✒: د راپورونو له مخې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ یوه نوې کاري ډله جوړه شوې چې دوی به په راتلونکو لسو ورځو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر نقشه او مهمو برخو خبرې کوي، طرحه به جوړوي او ددواړو لورو د چارواکو ترمنځ به لاسلیکېږي.
✒: له طا لبانو سره د مذاکراتو پيلولو ته جدي اړتیا ده. ديپلومات نشریې په یوه مقاله کې ویلي چې دمګړی په افغانستان کې هر څه په ټپه ولاړ دي نو نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته په کار ده چې له طا لبانو سره خبرې پيل کړي او په دې برخه کې بېړه په کار ده.
✒: نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د اقتصادي مرستو تر څنګ ددغه هېواد کنګل شوې شتمني هم ازاده کړي. سپوتنیک ته فرانسوي شنونکو او سیاستوالو ویلي چې نړیوالې ټولنې په وروستیو کې له افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد یورو بشري مرستې اعلان کړی دی چې دا کافي نه دي.
✒: د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار وایي له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا لپاره یوه تېروتنه وه. جان بولټن په تازه څرګندونو کې ویلي د سرتېرو ایستل هغه تېروتنه وه چې ټرمپ پيل کړه، بایډن ادامه ورکړه او دا تېروتنه به امریکا او سیمې ته په سرخوږي بدله شي.
✒: په کابل او تهران کې د روسیې سفیرانو په ایران کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره کتلي دي. د راپورونو له مخې په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشري مرستو خبرې شوې دي.
✒: ناپېژانده وسله والو په هایتي کې اوولس امریکایي وګړي تښتولي دي. د راپورونو له مخې د امریکایي وګړو یوه اولس کسیزه ډله په هایتي کې د یتیمانو لپاره د یوه روزنتون په جوړوله بوخته وه، له کاره د ستنېدو پر مهال وسله والو برمته کړي دي.
✒: په بنګله دېش کې د مسلمانانو د اعتراضونو په دویمه ورځ د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ نښتې شوې چې په پایله کې یې ۲ هندوان او ۴ مسلمانان وژل شوي دي. د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د هندوانو په مذهبي مراسمو کې قران کریم ته سپکاوی شوی، دې چارې مسلمانان غوسه کړي او اعتراضونو ته راوتلي دي.
✒: د بزنس ریکاډر ورځپاڼې د راپور له مخې، چین له پاکستان څخه د خپلو وژل شویو نهو وګړو پر سر ۳۸ میلیونه ډالر غرامت غوښتی دی. د راپور له مخې، چین به تر هغو پورې په پاکستان کې د داسو په نامه بند باندې کار پیل نه کړي څو پورې چې یې د وژل شویو انجنیرانو پر سر غرامت نه وي تر لاسه کړی.
✒: غربي رسنیو راپورونه ورکړي دي چې ترکیه له امریکا څخه د اف- ۳۵ جنګي الوتکو پېرلو لپاره پر ورکړل شویو پیسو غواړي له دغه هېواده اف-۱۶ جنګي الوتکې وپېري خو اردوغان نن په همدې اړه رسنیو ته ویلي چې دا وړاندیز ورته امریکا کړی دی او دوی تر اوسه پورې تایید کړی نه دی.
✒: ترکيه او المان: افغانانو سره مرستې وکړئ چې کډالۍ ته اړ نه شي.
د ترکيې ولسمشر او د جرمني لومړۍ وزيرې په ګډه ناسته کې ټېنګار کړی، چې افغانستان سره بشري مرستې وشي ترڅو له هغه هېواده اروپا او ترکيې ته د غير قانوني ګډوالۍ مخه ونېول شي.
✒: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستیال استازی فابریزیو چیزاریتي وایي؛ راروان کال به افغانستان کې د خوړو خوندیتوب ناوړه وي، ځکه خو اړتیا ده چې باید نړیوال له دغه هیواد سره خپلې بشري مرستي دوامداره وساتي.
✒: د هندوستان په کوربتوب هلته د سیمې يو شمېر هېوادونو د ملي امنيت سلاکاران غوښتل شوي ترڅو د افغانستان د روان وضعیت په اړه ځانګړې ناسته وکړي.
ويل شوي چې د هندوستان له خوا د پاکستان، ایران، روسیې، چین، ازبکستان او تاجکستانان د ملي امنیت سلاکارانو ته بلنې لېږل شوې دي.
✒: د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وایي، د نږدې ۳۹ زره خوارځواکو کم عمره افغان ماشومانو درملنه یې کړې.
یاد صندوق همداراز وایي چې په تیر اګسټ او سپټمبر میاشتو کې یې دوه لکه ۳۷ زره کسانو ته پاکې اوبه رسولې.
✒: د کرونا ویروس د مخنیوي په پار په مکه المکرمه کې لګول شوي بندیزونه ختم شوي او له دې وروسته مسلمانان کولای شي د مخکې په څېر پرته له دې چې ټولنیز واټن مرعات کړي هغلته لمنځونه ادا کړي.
