No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏اسدالله هارون د ګوانتانامو له زندان څخه ازادیږي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د متحده ایالاتو حکومت د ګوانتانامو د ۳۹ زندانیانو له ډلې د دوو هغو؛ اسدالله هارون او د یمن اوسېدونکي، یسلام الکاظمي ازادېدل تایید کړي دي.

اسدالله هارون په ۲۰۰۷کال کې دامریکایي ځواکونو له لوري نیول شوی و.

: ‏کندهار کې د جمعې ورځې چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۴۱ تنو ته لوړ شوی او د ټپيانو شمیر له ۷۰ واوښت

دغه چاودنه چې تیره ورځ د جمعې د لمانځه پرمهال د اهل تشیع په یوه جومات کې وشوه، مسوولیت یې داعش ډلې منلی دی.

یاد برید پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

: ‏د رییس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ.

د یاد پلاوي غړي وایي په پام کې ده چې د دې سفر پرمهال د ازبکستان له چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسایلو، سوداګرۍ او د لویو اقتصادي پروژو پر عملي کېدو خبرې وشي.

‏د خوړو نړېوال سازمان په مالي ملاتړ او دبیلو اج او په همکارۍ، اسلامی امارت د نیمروز په زرنج ښار کې پر ۱۳۷۷ بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشله.

: ‏مسوولان قوماندانی امنیه کابل می‌گویند که در جریان درگیری میان نیروهای ا.ا. و اختطاف‌گران در ساحه بادام باغ شهرکابل، یک اختطاف‌گر کشته شد و سه تن دیگرشان موفق به فرار شدند.

به گفته مسوولان، اختطاف‌گران می‌خواستند یک تن را با موترش اختطاف کنند که موفق به این کار نشدند.

: ‏د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ، اسلامی امارت په هلمند کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه. مسوولین وايي چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۱۹۵ ډالر ووېشل شول.

: ‏روند توزیع مواد خوراکی برای یک هزار خانواده نیازمند در زابل امروز آغاز شد.

حاجی عبید، سرپرست مقام ولايت زابل می‌گوید که در آینده نزديک برای شش هزار خانوادۂ دیگر مواد خوراکی توزیع می‌شود.

: ‏په بلخ کې د اسلامی امارت امنیتي مسوولین وايي چې د منصوري لښکر ځواکونه په بشپړ تجهیزاتو سمبال دي، په وینا یې په دغه ولایت کې نور غلو او ورانکارو ډلو ته ځای نشته، دا په داسې حال کې ده چې د اسلامی امارت له راتګ سره تر اوسه پورې په بلخ کې ۱۷۲ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.

: ‏د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په مسکو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې ټاکل شوې د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو طا لب پلاوی د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه با آنگلا مرکل، صدراعظم آلمان دیدار و گفت‌وگو کرد.

این دیدار که در کاخ هوبر استانبول برگزار شد، حدود یک ساعت به طول انجامید.

انتظار می‌رود اردوغان و مرکل پس از این دیدار در نشست خبری مشترک حضور یابند.

: رجب طیب اردوغان، رئيس جمهور ترکیه امروز شنبه در یک نشست خبری مشترک با آنگلا مرکل، صدر اعظم آلمان در استانبول اظهارداشت: متاسفانه اسلام‌ستیزی، نژادپرستی، بیگانه‌هراسی و تبعیض همچنان از مشکلات اصلی جامعه تُرک در اروپاست.

اردوغان تاکید کرد: جامعه تُرک در آلمان مهمترین جنبه اجتماعی روابط و ثروت مشترک ما را تشکیل می‌دهد.

وی همچنین با اشاره به اینکه در دیدارهای امروز در خصوص مسائل مختلف به‌ویژه روابط دوجانبه به گفت‌وگو شده، افزود: امیدوارم کار‌های موفقیت‌آمیزی که با خانم مرکل انجام داده‌ایم در دوره دولت جدید نیز به همین ترتیب ادامه یابد.

: ‏د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې ترکي چارواکي په دې هېواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي. دې سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې ترکي چارواکي له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې افغان کډوال وهي- ډبوي يې او هغه کسان چې د ایران له خاورې ترکیې ته ننوځي، بېرته یې ایران ته شړي.

: ‏مسجد الحرام کې د کرونا له امله لګول شوي بندیزونه ختمېږي. د سعودي رسنیو د راپورونو له مخې، سعودي چارواکو ویلي چې د کرونا له امله لګول شوي بندیزونه ورو ورو په ختمېدو دي او ښایي په نږدې راتلونکي کې بهرنیو زیارت کوونکو ته هم لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

: ‏د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې دوی تر اوسه پورې د افغانستان په اړه د مسکو ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې. ویاند نیډ پرایس ویلي چې دوی په مسکو کې د جوړېدونکې ناستې په اړه خبر دي خو تر اوسه پورې یې په یاده ناسته کې خپل ګډون تایید کړی نه دی.

: ‏د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو ادارې ویلي چې د افغان کډوالو سره د دغه سازمان د بشري مرستو لومړنۍ جوپه ازبکستان ته رسېدلې ده. د یادې ادارې په خبره، په دې مرستو کې د سرپناه وسایل شامل دي او د زرګونو کورنیو لپاره بسنه کوي.

: ‏د ایران د سرې میاشتې (هلال احمر) ادارې عمومي مدیر ویلي چې د دغې ادارې له لوري د بشري مرستو دویمه جوپه هم افغانستان ته رسېدلې ده.حسن اسفندیار ویلي، په دې جوپه کې خوراکي توکي شامل دي چې تېره ورځ افغانستان ته تر رسېدو وروسته د دغه هېواد سرې میاشتې ادارې ته سپارل شوي دي.

: ‏د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې د افغانستان ا.ا ورسره ژمنه کړې ده چې نجونو ته به د زده کړو اجازه ورکوي. د یونسیف اجرایي مرستیال عمر عبدي ویلي، طالبانو ورسره ژمنه کړې ده چې ډېر ژر به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

: ‏د امريکا ويلي چې تېر اګست مياشت کې چې کابل کې دوی کوم هوايي بريد وکړ او دا_عش ډلې د کسانو د وژل کېدو يې ويلي وو، بريد ناسم وو او ولسي کسان په کې وژل شوي.

 په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بريد د قربانيانو وارثانو ته پيسې ورکوي او همدا ډول د کورنۍ غړي به يې امريکا ته ولېږدوي.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان:

د کابل نړيوال هوايي ډګر د مسووليت اخېستو په پار له قطري او افغان چارواکو سره خبرې روانې دي.

نوموړي همدا ډول ډاډ ورکړی دی چې هېواد يې افغانانو سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

: ‏د انگلستان د پارلمان محافظه کاره غړی ډیوېډ امس د یو کس لخوا د چاړې په ګذار سره وژل شوی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک