No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وایي، وروستۍ شمېرې دي، چې کندهار کې په یوه جومات کې نننۍ چاودنه کې ۳۲ کسان وژل شوي او له ۷۰ زیات ټپیان دي.

: دبهرنیو چارو وزارت ویاند: ‏پرون د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ترکیې هيواد ديني امورو مشر دوکتور علی ارباس او د علماء مل هیئت سره وکتل.

په ليدنه کې دوکتور ارباس د ا.ا.ا هيئت هرکلی او له افغانستان سره يې تاريخي، ديني او کلتوري اړيکو يادونه وکړه.

: ‏اسلامي امارت کندهار کې په یو مسجد کې په ملکي هیوادوالو باندې وحشیانه چاودنه غندي، لوی جنایت یې بولي او امنیتي ځواکونو ته هدایت کوي، چې د دغسي پیښو عاملین هرڅه ژر پیدا او د شریعت منګولو ته یې وسپاري.

همدا راز اسلامي امارت د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.

: ‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما په کندهار کې یوه جومات کې شوی نننی برید وغانده - هغه برید کې چې د ځایي چارواکو په وینا لږ تر لږه ۳۲ کسان په‌کې وژل شوي او له ۷۰ تنو زیات ټپیان دي.

: وزیر خارجه ترکیه مولود چاووش اوغلو ‌می‌گوید که در دیدار با هیأت امارت اسلامی در باره ایجاد حکومت همه‌شمول و حقوق زنان و دختران گفت‌وگو کرده است

وزیر خارجۀ این کشور گفته است که ترکیه آماده است تا امارت اسلامی را برای جلوگیری از بحران بشری در افغانستان کمک کند، اما حکومت شان را در شرایط کنونی به رسمیت نخواهد شناخت.

وی گفت: «ما بار دیگر به آنان گفتیم که از بهر اتحاد و انسجام، آنان باید همه شمول باشند. ما یکبار دیگر در باره اهمیت شامل ساختن همه اقشار در حکومت به آنان توضیحات دادیم. ما توصیه‌هایی را در زمینه آموزش زنان، کودکان، دختران و پیوستن زنان به نیروی کاری داشته‌ایم و ما بر یک نکته تأکید کردیم. ما گفتیم، این را به عنوان پیش‌شرط غرب یا به عنوان خواسته آن‌ها نبینید

از سویی هم، سخنگوی وزارت خارجه، عبدالقهار بلخی، می‌گوید که هیأت امارت اسلامی به رهبری امیرخان متقی در دیدار با مقام‌های ترک روی روابط دیپلوماتیک، کمک‌های بشری و از سرگیری پروازهای شرکت‌های هوایی این کشور بحث کرده است.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، چې ترکیې ته تللي د اسلامي امارت پلاوي بېګاه له ترکي چارواکو سره کتلي.

بلخي وایي، چې دې کتنه کې په دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو، کډوالۍ او افغانستان ته د ترکي هوایي شرکتونو د الوتنو د پیل پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د امام بارگاه فاطمیه جامع جومات کې ځانمرگی برید غندلی او دایې د بشري ضد جنایت بللی دی.

‏د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي پخوانی ولسمشر حامد کرزی دغه عمل د افغانستان د سولې، ثبات او اتحاد و اتفاق پر وړاندې د پردیو ښکاره دسیسه گڼي چې غواړي زموږ په هېواد کې د نا امني له لارې خپلو  اهدافو ته ورسیږي.

: ‏د سرپرست حکومت د وزیرانو شورا د پریکړې له مخې د ځنګلونو وهل په مطلق ډول بند دي, ذبيح الله مجاهد وايي, د ځنګلو قطع کول، د چهارتراشو پلورل او انتقال د مخکې په څیر مطلقا ممنوع دی، امنیتي او ولایتي مسئولین دې يې په کلکه مخنیوی وکړي.

: ‏قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټيم پخوانی مشر شيخ عبدالحکيم حقاني د سترې محکمې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

: ‏د باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې د اسلامي امارت د وزيرانو شورا پريکړه کړې چې

په هغو سزاګانو کې چې د مجرم تشهیر ضرور نه وي او محاکمو يې د سزا په صورت کې د تشهیر تجویز نه وي کړی، د مجرم له اعدام او جسد ځړولو څخه دې ډډه وشي.

‏او که مجرم ته سزا ورکول کیږي باید له سزا سره يې د جرم یادونه هم وشي چې خلک يې په جرم خبر وي.

: ‏له تېرو لسو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن لاره دسوداګرۍ او پلي تګ راتګ پر مخ تړلې ده. په همدې اړه نن سلګونو لاریون کوونکو په یاده سیمه کې لاریون کړی او د دغې لارې  د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کوي.

: ‏وروسته له هغې چې د افغانستان برېښنا شرکت د پخوانيو چارواکو د برېښنا پيسو د پوروړي کېدو ويلي او خبرداری يې ورکړی چې جايدادونه به يې خرڅ کړي؛ محمد محقق پر خپلې فېسبوک پاڼې د برېښنا بېلونو او ورکړل شويو پيسو د سندونو انځورونه خپره او ويلي دي چې قرضداری نه دی.

محقق ليکلي چې د اشرف غني تر تګ وړاندې يې پيسې پرې کړې او له هغه وروسته اسلام اباد ته لاړ او بيا کابل نه دی شتون شوی.

: ‏د مشرانو جرګې پخوانی غړی، احمد خان نن له غرمې وروسته غور ولايت کې له خپله وراره سره يو ځای د ناپېژانده وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د ریس الوزراء مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفی صاحب په مشري به د اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوی د ماسکو په راروانه غونډه کی ګډون کوي، او په ماسکو کي به د بېلابېلو هیوادو له استازو سره د علاقي وړ موضوعاتو په اړه خبري کوي.

: فواد اوکتای معاون رئیس جمهور ترکیه امروز جمعه در یک نشست خبری در آنکارا در ارتباط با پینشهاد بودجه دولت مرکزی برای سال 2022 در مجتمع ریاست جمهوری در اظهارداشت: «بودجه سال 2022 نقطه عطفی از لحاظ تحقق اهداف ملی مانند انقلاب توسعه سبز و گام تولید فناوری‌های ملی خواهد بود».

وی تصریح کرد: «از بودجه 2022، حدود 104.2 میلیارد لیر به بخش هزینه‌های اجتماعی، 57.6 میلیارد لیر به بخش کشاورزی و 68.9 میلیارد لیر به بخش حمایت‌های دولتی اختصاص خواهد یافت».

اوکتای همچنین افزود: «سهم واحد‌های دفاعی و امنیتی از بودجه 2022 با 29.6 درصد افزایش از 139.7 میلیارد لیر به 181 میلیارد لیر خواهد رسید. 16 درصد از بودجه سال 2022 کشور به دوره آموزش ابتدایی و 7 درصد آن نیز به بخش سلامت اختصاص خواهد یافت».

: اردوغان: مبارزه ما (در سوریه) در روند بعدی بسیار متفاوت‌تر خواهد بود

(هیئت طالبان) هم در خصوص کمک‌های بشردوستانه و هم در مورد عملکرد فرایند جدید درخواست‌هایی داشتند. در این راستا ما همه نوع حمایت را از مردم افغانستان خواهیم کرد

ما میدان هوایی کابل را اداره می‌کردیم. از این به بعد نیز اگر توافقاتی حاصل شود، ترکیه، قطر و افغانستان می‌توانند چنین اقداماتی را انجام دهند

اردوغان در مورد بحران انرژی در اروپا: هنوز مشکلی در این زمینه نداریم. تدابیر لازم را لحاظ کرده و پس از این نیز به اتخاذ تدابیر در این زمینه ادامه خواهیم داد.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نور له افغانستانه د پوځ په مشرۍ د کسانو د ایستلو هیڅ پلان نه لري خو په دې کار کوي چې اوسنۍ چارتر الوتنې زیاتې شي.

: ‏د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، که له افغانستان سره په بېړه مرسته ونه شي، د دې هېواد اقتصاد به وپاشل شي او د ژمي له راتګ سره به بشري ناورین رامنځته شي. د دې کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ چې کابل ته رغلی وايي، افغانان له یوې خوا جګړو ځپلې او له بلې خوا وچکالۍ زیانمن کړي دي.

: ‏د تایوان په جنوبي ښار کاوشانګ کې په یوې سوداګریزې ودانۍ کې چې خلک په کې هم اوسېدل د اور لګېدو په پېښه کې ۴۶ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي. د کاوشانګ ښار د اور وژنې عملې ویلي چې په دغه ۱۳ پوړیزه ودانۍ کې لګیدلی اور ډېر سخت و او زیاته کړې یې ده چې د دې ودانۍ څو پوړونه ویجاړ شوي دي.

: ‏د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۴۴ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۷۲۱ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

: ‏د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان باید سمدستي او پرته له ځنډه د نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

‏د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په پخپل راپور کې ویلي چې یو شمير افغان زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونځيو مدیرانو له دې سازمان سره د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو نه خلاصېدو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

‏د بخښنې نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامارد د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې په افغانستان کې د نجونو د یو پوره نسل هیلې او ارمانونه تر پښو لاندې کیږي.

: ‏اپل شرکت په چین کې ددې هیواد په غوښتنه د قران مجید په نامه تر ټولو مشهور  اپلیکشن له اپل سټور لرې کړی.

اپل شرکت بي بي سي ته تایید کړې چې چینې چارواکو  په غوښتنه یې پدې هیواد کې د قران کریم اپلیکشن لرې کړی، اپل وايي چیني چارواکو ویلي وو چې دا اپلیکشن غبر قانوني مذهبي لیکنې لري.

: ‏د لبنان په پلازمېنه بېروت کې تر څو ساعتونو نښتې وروسته،نن ښوونځي، بانکونه او دولتي ادارې تړل شوې دي.

د شیعه مذهبو ځینو ډلو پرون د هغه قاضي خلاف مظاهره کوله چې پروسږ کال د بیروت پر ساحل د یوې درنې چاودنې پېښه څېړي.

حزب الله ډله ادعا کوي چې د ودانیو له چتونو ډزو کې ۶ کسان وژل شوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک