No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د پنجشېر د امنيت امر حميد خراساني په يو تازه فېسبوکي پيغام کې ويلي دي؛ هغوی (صالح، مسعود، رېګستانی...) چې اوس د اسلام نظام پر وړاندې د فېسبوکي او هوايي مقاومت وايي؛ هغه وخت چېرته وو، چې د امريکا او افغانستان کې د نورې کفري نړۍ پر وړاندې يې جګړه کړې وای.

‏نوموړی د مقاومت په نوم د وسله والو  مشرانو په اړه ويلي دي، چې خپله په تاجکستان  ياست او پر فېسبوک د مقاومت ګواښ کوی.

 خراساني خبرداری ورکړی چې که چیرې دغه کسان په رېښتنا هم ځانونو ته ننګيالي وايي نو څرګند  ځای دې وښيي چې زه بيا ورته مقاومت وښييم.

: ‏د افغانستان بریښنا شرکت وايي چې بغلان ولايت ډنډ شهاب الدين سيمه پرې شوې برېښنا يې بيا وصل کړې ده.

له تېرې ورځې راهيسې د کابل او يو شمېر ولايتونو برېښنا پرې شوې ده.

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په يوې خبرپاڼې کام اير او PIA شرکتونو ته خبرداری ورکړی دی چې د ټیکټونو بيې ټيټې کړي.

ويل شوي چې د ټیکټونو بيې بيا د ا.ا.ا له راتګ وړاندې وخت په څېر او ارزانه کړي او که چېرې داسې ونه نو د پاکستان او افغانستان ترمنځ به پرې الوتنې بند شي.

: ‏د ترکيې د بهرنيو چارو وزير داوود اوغلو په  بلنه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ يو پلاوی ترکيې ته تللی.

ويل شوي دي چې افغان پلاوی به له ترکي چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو، سوداګریزو اړیکو، بشري مرستو، کډوالو چارو، هوایي ټرانسپورټ خبرې وکړي.

‏امیرخان متقي، ملا خیرالله خیرخوا ،ملا عبدالحق وثیق ،مولوی نورجلال جلالي، شیخ شهاب الدین دلاور محمد سهیل شاهین، حاجی محمد ابراهیم اوعبدالقهار بلخي ددې پلاوي غړي دي.

: ‏د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې د سړک غاړې ماین چاودنې دری کسان ټپیان کړي دي.

ځایي سرچینې وایی، دغه چاودنه نن شاوخوا لس بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د محلي چارواکو یو موټر له سیمې تېرېده.

د چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

: ‏هیأت امارت اسلامی روز گذشته با سفیر چین در قطر دیدار کردند. سخنگوی وزارت خارجه می‌گوید در این دیدار که در دوحه انجام شد، سفیر چین گفت که کشورش به اراده مردم افغانستان احترام دارد و نباید کسی در امور داخلی افغانستان مداخله کند.

‏هیأت امارت اسلامی نیز تأکید کرد که آنان خواستار همکاری همه جانبه چین در بخش فراهم سازی کمک‌های بشردوستانه و بازسازی در افغانستان می‌باشند.

: محمد بن عبدالرحمن آل ثانی، وزیر امور خارجه قطر در مجمع امنیت جهانی که هر سال در این کشور برگزار می‌شود، به ارائه توضیحات در مورد تحولات افغانستان، روابط کشورهای عربی با ایران و سیاست قطر درباره عادی‌سازی روابط با اسرائيل پرداخت.

آل ثانی درباره تحولات افغانستان گفت که ما برای حل و فصل مسئله افغانستان با واشنگتن و طالبان ارتباط قوی داریم.

وزیر خارجه قطر افزود: ما نقش یک میانجی بی‌طرف در افغانستان را ایفا می‌کنیم. نباید افغانستان را با دید عرصه رقابت نگاه کنیم. به جای آن رویکردی مبتنی بر همکاری بین‌المللی در مقابل مسئله افغانستان شکل بگیرد.

: آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه آمریکا در دیدار با یائیر لاپید و عبد الله بن زايد آل نهيان به ترتیب وزرای خارجه اسرائیل و امارات متحده عربی در واشنگتن، وضعیت صلح خاورمیانه را مورد بحث و بررسی قرار داد.

بر اساس بیانیه‌ای که توسط پرایس، سخنگوی وزارت امور خارجه آمریکا منتشر شد، بلینکن در دیدار خود با لاپید صلح منطقه‌ای پس از اولین سالگرد امضای توافق موسوم به " توافق ابراهیم" را بررسی کرده است.

بلینکن با اشاره به اینکه آمریکا از راه‌حل دو دولتی و از اقدامات ملموسی که زندگی فلسطینی‌ها و اسرائیلی‌ها را بهبود می‌بخشد، حمایت می‌کند.

وزیر خارجه آمریکا همچنین در دیدار با همتای اسرائیلی خود ضمن بررسی بسیاری از مسائل منطقه‌ای به ویژه مذاکرات هسته‌ای با ایران به حمایت قوی آمریکا از اسرائیل اشاره کرد.

بلینکن همچنین در دیدار با عبد الله بن زايد آل نهيان ضمن تشکر و قدردانی از امارات متحده به خاطر میزبانی آن از افراد تخلیه شده از افغانستان قدردانی کرد.

: ‏ایراني او پاکستاني چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر د ایران له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره کتلي دي او په دې لیدنه کې یې د نورو اړوندو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

: ‏په ناروې کې یوه کس د غشو په ګزار پنځه کسه وژلي دي. د ناروې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې په کنګسبرګ سیمه کې یوه کس په بېلو برخو کې شاوخوا ۴۰ دقیقې له غشي او لندې په استفادې پر خلکو ګزارونه کړي دي.

: ‏امریکا لا هم غواړي چې خپل د ترهګرۍ ضد ځواکونه په ازبکستان کې ځای پر ځای کړي. د امریکايي نشریې پولیتیکو په یوه مطلب کې راغلي چې یو امریکایي پلاوی روانه اونۍ ازبکستان ته ځي. دغه پلاوی به له ازبکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزو امنیتي اړیکو او اړوندو مسایلو خبرې کوي.

: ‏امریکا او اسراییل وایي په سیمه کې به په ګډه د ایران د ګواښونو پر وړاندې مبارزه کوي. د راپورونو له مخې د امریکا او اسراییلو پوځي ځواکونه ایران ته په شاوخوا سمندري اوبو کې ګزمې کوي او دواړو لورو ټینګار کړی چې ددغه هېواد د ګواښونو او احتمالي فعالیتونو پر وړاندې به اقدام کوي.

: ‏قزاقستان وایي افغانستان ته یې بېرته د اوړو صادرات پيل کړي دي. د قزاقي رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد حکومتي چارواکو ویلي چې د صادراتو په برخه کې شته ستونزې حل شوې او افغانستان ته یې د اوړو صادرات پيل کړي دي.

: ‏د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي چې د افغانستان یوازې کول او د طالبانو څنډې ته کول به ستره تېروتنه وي. هغه زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د اقتصادي او بشري ناورین مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

: ‏د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په یوه تازه مرکه کې په افغانستان کې وروستیو امنیتي اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې داعش یو ستر تهدید نه دی.هغه دغه راز د افغانستان اوسني اقتصادي او بشري وضعیت ته په اشارې ویلي چې ډېر ژر به وضعیت عادي حالت ته راوګرځي.

: ‏یو اندونیزیایي خیریه بنسټ له افغانستان سره لس میلیارده اندونیزیایي پیسې مرسته اعلان کړې ده. طاهر بنسټ ویلي چې د یونسیف ادارې په غوښتنه به د بشري بحران مخنیوي لپاره له افغانستان سره اووه لکه امریکایي ډالر کېږي مرسته وکړي.

: ‏المان ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې خپل هدف ته نه دی رسېدلی. د المان د پارلمان رییس اعتراف کړی دی چې المان په افغانستان کې ماتې خوړلې ده او هغه څه چې دوی غوښتل تر لاسه یې کړي پکې پاتې راغلي دي. نوموړي په افغانستان کې د المان د اهدافو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

: ‏خبرگزاری رویترز گزارش کرده است که ولادیمیر پوتین، رییس جمهور روسیه گفته است که حضور بیست ساله ایالات متحده در افغانستان سبب فاجعه در این کشور شده است.

: ‏د فرانسې او تاجکستان ولسمشران د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کوي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پاریس کې د تاجکستان له ولسشمر امام علي رحمان سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي، دواړه هیوادونه د افغانستان د وضعیت په اړه شریکې اندېښنې لري.

‏د روسیې ولسمشر وایي له عراق او سوریې څخه سخت دریځي ترهګر افغانستان ته داخلیږي.

ولادیمیر پوتین د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو له جګپوړو امنیتي مشرانو سره په ویډیو کنفرانس کې ویلي،افغانستان کې وضعیت نورمال نه دی.

: ‏د یوشمېر اسلامي هیوادونو بهرنیو چارو وزیران په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته راځي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان ته د یادو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سفر هدف، له طالبانو سره پر دوه اړخیزو مسایلو او نجونو ته د زده کړې اجازې ورکولو په په اړه خبرې دي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، راتلونکې اونۍ د طالبانو د تحریک استازي مسکو ته سفر کوي.

: ‏له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۰ افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرسټال له ياهو فايننس رسنۍ سره په مرکې کې ويلي دي چې له ډېر لومړي پيل افغانستان کې د امریکا جګړه ناکامۍ سره مخ وه ‏دغه جنرال وايي چې افغانستان کې وضعيت داسې نه شو کوم ډول چې دوی غوښتلو؛ پايله کې امريکا شل کاله وروسته ماته وخوړه.

:‏پس از آنکه طا_لـبان خواستار قیمت مناسب تيکتها شدند؛ شرکت هوایی پاکستان (PIA) پروازهای بین افغانستان و پاکستان را متوقف ميکنند.

یک سخنگوی این شرکت در صحبت به رسانه‌ها گفته‌است: “عملیات پرواز به کابل را به دلیل برخورد شدید مقامات طا_لبان از امروز به حالت تعلیق در می‌آورد.”

: ‏هندی کس چې خپله میرمن يې په مار چېچلې او وژلې وه، په ټول عمر بند محکوم شو؛ ميرمن يې په خوب بيده وه، خاوند يې کوبرا مار په خوب-ځای کې ورته خوشی او په چيچلو سره يې ميرمنې ساه ورکړې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک