No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کورنیو چارو وزارت ویاند: د داعش ډلې غړي به د اسلامي نظام پر ضد د بغاوت کوونکو او خوارجو په اړه د شریعت د حکم پر اساس محاکمه کیږي.

: د بهرنیو چارو وزارت ویاند: ‏نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي په قطر کې د چين له سفير  شاو ژيان او مل پلاوي سره ليدنه وکړه.

 په لیدنه کي ښاغلي لي چن وويل چې  د چین د خلکو جمهوریت د افغانستان د خلکو اجتماعي ارادې ته احترام لري او ملاتړ يې کوي. هيڅوک بايد د افغانستان په داخلي چارو کې ‏مداخله ونکړي او یو هیواد په بل هیواد د خپلې خوښې نظام ونه تپي.

ښاغلي متقي د دوی څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ا.ا.ا غواړي د چین هیواد په ګډون د ټولو هیوادونو سره ښه او مثبت اړیکي ولري. مونږ هیله من یو چې چین په افغانستان کې په بشري مرستو رسولو او بیارغونه کې پوره ونډه واخلي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي دوحه کې د اروپایي ټولنې او د لوېد یځو هیوادونو له سفیرانو سره کتلي دي.

په دې ناسته کې د هیواد پر روان وضعیت، له نورو هیوادونو سره پر اړیکو، اقتصادي ستونزو، بشري مرستو، د نیمګړو اقتصادي پروژو پر بیا پیل او جاري بندیزونو خبرې شوې.

‏امیرخان متقي ویلي، د افغانستان د حکومت کمزوري کول د هیڅ چا په ګټه نه دی،ځکه په وینایې پر افغانستان د فشار هڅې کار ورنه کړ،نو ښه ده چې پر تعامل او همکارۍ کار وشي.

: ‏مقام‌های امنیتی امروز در یک نشست خبری در کابل می‌گویند که یک کمیسیون زیر نام «کمیسیون تصفیه» ایجاد شده است تا صفوف نیروهای امارت اسلامی را از وجود افراد استفاده‌جو و دارای سابقه بد پاک سازی کند.

‏این مقام‌ها همچنان می‌گویند که تلاش‌ها برای ایجاد یک اردوی منظم ادامه دارند.

: ‏قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند وایي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، افغانستان لپاره د ناروې له سفیر لینډمین سره وکتل.

د محمد نعیم په وینا دوحه کې دې کتنه کې په دوه اړخیزو اړیکو، بشري حقونو او بشري مرستو خبرې شوې دي.

: ‏بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې وایي چې عرب اماراتو،ترکیې،ایران او هند کې،ټولو تازه میشت شویو افغان سیاستوالو ته،کوربه هیوادونو خبرداری ورکړی چې هیڅ میشت افغان سیاستوال له عادي ژوند کولو پرته اجازه نه لري چې،د نوي افغان حکومت پر ضد سیاسي فعالیتونه،تجمعات او یا رسنیزې ناستې جوړې کړي.

: ‏پنجشیر کې امنیتي مسوولینو ویلي چې ددغه ولایت له هغو زیرمو د وسلو او مهماتو انتقال مخ په ختمیدو دی چې،دغه ولایت کې په غیرې قانوني توګه زیرمه شوې وې،مسوولین وایي ټولې وسلې او مهمات په خوندي توګه کابل کې ددفاع وزارت رسمي زیرمو ته انتقال شوې چې لیږدولو یې کابو یوه میاشت وخت وغوښت.

: ‏روسیه: راه‌های تامین سلاح برای تروریست‌ها در افغانستان باید مسدود شود.

: ‏چاووش‌اوغلو: برای پاکسازی شمال سوریه از تروریسم تمام اقدامات لازم را انجام می‌دهیم.

: ‏د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو په تازه څرګندونو کې ویلي چې،ژر به د څو نورو اغیزمنو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یو ځای کابل ته سفر وکړي او د ا،ا،ا له مشرانو سره به په مهمو مسایلو خبرې وکړي، اوغلو ویلي دا ځل به نړیواله ټولنه د افغانستان نوی حکومت یوازې پرینږدي.

: ‏امریکا د افغان کډوالو د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړې استازې او مسووله ټاکلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې پخوانۍ ديپلوماته الزابت جونز د افغان کډوالو د لېږد او ځای پر ځای کولو د نوې مسوولې په توګه ګومارل شوې ده.

: ‏چین وایي نړیواله ټولنه دې افغانستان نور د ابادۍ لوري ته بوځي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یو د جي شل هېوادونو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان پر دوه لارې ولاړ دی، چې یوه لار بربادۍ او جګړو ته ځي او بله لار بیا ابادۍ او ثبات ته روانه ده.

: ‏کوېټ وایي له دې وروسته مېرمنې هم کولی شي د پوځ په محاربوي او نورو برخو کې په لوړو رتبو دنده ترسره کړي. د کوېټ ددفاع وزیر ویلي ددې وخت را رسېدلی دی چې کوېټي مېرمنې له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د خپل وطن ساتنه وکړي.

: ‏ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې اړمنو ته د مرستو د رسولو فرصت په کمېدو دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې میلیونونه وګړي د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشري مرستو ته اړتیا لري.

: ‏د ریدیف په نامه یو هندي اژانس راپور ورکړی دی چې په دوحه کې د امریکایي او افغان پلاوي تر لیدنې وروسته داسې ښکاري چې امریکا به د طا لبانو د ضعف او قوت ټکو ته په کتو په مناسب وخت کې له ا.ا سره اقتصادي همکاري بېرته پیل کړي.

: ‏شمالي کوریا د دغه هېواد د رهبر کیم جونګ اون په حضور کې تر غږ چټک بالستیک توغندی ازمویلی دی. د هوواسونګ په نوم د دغه توغندي په اړه ډېر لږ جزیات رسنیز شوي دي او هغه دا دي چې یاد توغندی اټومي سرګلوله لېږدوي او منځنی واټن ویشتلی شي.

: ‏پاکستان کې یوې غیر دولتي ادارې ویلي چې د سږکال په تېرو دریو میاشتو کې په دغه هېواد کې دننه یو ځل بیا تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی او په همدې موده کې په پاکستان کې دننه په بیلابیلو پېښو کې ۲۳۷ کسان وژل شوي دي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې روسیې د افغانستان په اړه د مسکو ناستې تر پای ته رسېدو وروسته ملګرو ملتونو ته له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د یوې بلې ناستې ترسره کېدو وړاندیز کړی دی.

: ‏قطر وایي د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندل د اوس لپاره د دوی لومړیتوب نه دی.

مطلق القحطاني په یوه امنیتي ناتسه کې ویلي، اوس مهال یې ټول تمرکز له روان وضعیت څخه د افغانستان پر اېستلو دی

هغه له طالبانو هم غوښتي چې د یوه مسوول دولت په څیر عمل وکړي او له نړۍ سره خپلې ژمنې عملي کړي.

: ‏د جي ۲۰ هېوادونو مشرانو له افغانستان سره په مشروط ډول د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه.

د ګڼو هیوادونو مشرانو د دې مرستې د اعلان پرمهال له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ښځو حقونو او بشري ازادیو په برخه کې دې خپلې ژمنې عملي کړي.

‏په دې غونډه کې  په ټولیز ډول د یوه میلیارد ډالرو د مرستې ژمنه شوې، چې یوازې اروپايي ټولنه به ۳۰۰ میلیونه یورو ، د بې ځایه شویو خلکو په سرپنا، بشري حقونوپه ساتنه او د واکسینو پر بهیر لګوي.

: ‏ایران وایي پر بشري مرستو بار یوه الوتکه یې نن کندز ته رسېدلې ده.

کابل کې د ایران سفارت ویلي، په دې الوتکه کې روغتیایي او نور اړین وسایل دي چې پر اړمنو کسانو به ووېشل شي.

: ‏د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي پر ټوېټر ليکلي چې د G20 هېوادونو کې ناسته کې يې ګډون کړی او ټېنګار يې پر دې کړی چې افغانستان بايد د ترهګرۍ ځاله نه شي؛ ټول - ګډ حکومت دې جوړ او افغانستان سره دې ژر انساني مرستې وشي.

: ‏ځينې سرچينې وايي چې د پاکستان د ای اېس ای  د نوي مشر د ټاکنې پر سر د  عمران خان او جنرال  باجوه ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.

خو پاکستاني چارواکي وايي چې د ای اېس ای د مشر ټاکل/ګوښه کېدل د لومړي وزير صلاحيت او دې برخه کې د عمران خان او جنرال باجوه ترمنځ همغږي شتون لري.

: ‏د رويټرز د خبر پر بنسټ د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا مرکل د جي - ۲۰ هېوادونو په ناسته کې ټینګار کړی چې د افغانستان رسميت پېژندلو برخه کې اړتيا ده چې طا_لبان د نړیوالې ټولنې شرطونه پلې کړي.

: ‏د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون امريکا په تاوتريخوالي  تورنه کړې. کېم وايي چې اټومي وسلې د خپل ځان د دفاع په پار جوړوي او کوم بل هېواد ته ګواښ نه پېښوي.

د شمالي دولتي رسنۍ د اون د خولې ليکلي چې پر امریکا باور نه کېږي او پر شمالي کوريا لګولي بندیزونه يې غير قانوني چارې دي.

: ‏جوبایډن د جي- شل هیوادونو پرونۍ غونډې ته خبرو کې ویلی، غواړي له نړیوالې ټولنې سره یو ځای افغانانو ته بشري، اقتصادي او ډيپلوماتیک ملاتړ برابر کړي.

: ‏د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې پښتانه يې د پاکستاني طالبانو خواخوږي بللې؛ پاکستاني طالبانو په يو بيان کې ويلي چې دوی قومي او ژبني تړاو نه لري، دغه ډلې د عمران خان د خبرو په ځواب کې ويلي چې دوی کې پښتانه، بلوڅان، سنديان او نور قومونه شامل دي؛ له خيبر پښتونخوا تر پنجاب مبارزه کوي او ټول پاکستان کې به اسلامي او شرعي نظام جوړوي.

: ‏د کاناډا لومړي وزير جاستين ترودو پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي چې هېواد يې ۴۰ زره افغان کډوالو ته پناه ورکوي.

نوموړي د نړۍ له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د پناه ورکولو او بشري مرستو برخه کې د افغانان لاس نېوی وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک