د مصر د اخوان المسلمین د نهضت ظهور
زلمی زابلي
د اخوان المسلمین د نهضت تاسیس په مصر په ځانګړي ډول په عربستان، مصر او سوریه کې په دې علت و چې د یوه اړخه خپل اسلامی امت په اسلامی مفکوره پوهه کړی او د استعمار په وړاندی متحد سی ، داسلام ددین په واقیعت خبر شی اود بله طرفه خپل اسلامی امت د شوروي اتحاد دکمونیسم د مفکوری د ملاتړ کوونکو دفعالیت څخه مصون وساتی
، نو ځکه یې د اخوان المسلمین نهضت په ډیر شدت سره پرمختگ وکړ ،
حتی غربی هیوادونو هم د عربستان له لارې یې د اخوان المسلمین د نهصت ملاتړ کاوه.
چه وروسته د مصر او عربستان د لاری د اخوان المسلمین فعالیت او اثرات د افغانستان دینی ټولنی ته هم سرایت وکړ چه د کابل پوهنتون ځینی استادان په مصر او عربستان کی د لوړو دینی زده کړو وروسته په یاد پوهنتون کی د استادی مقدسه دنده مخته بیوله، چه ښه مثالونه یی استاد عبدالرحیم نیازی دی
د اخوان المسلمین ګوند اهداف په
لاندې شپږو اصولو ولاړ دی:
۱- علمي اصل:
د قران کریم بشپړ تفسیر او همدا رنګه د اسلام حقیقي بڼې ( قرآن شریف او سنت ) ته مراجعه کول.
اخوان المسلمین د علامه سید جمال الدین افغان او شاگرد یی محمد بن عبدو ، هغه لاره چې یوه نیمه پېړۍ مخکې يې پيل کړې وه، دغه لاره بیا ځل تعقیبوي او پر اسلام باندې د بې مورده او بې دلیله تورنو له منځه وړل.
۲- عملي اصل:
د مصر د ملت متحد کول، د قراني اصولو پر بنسټ د اسلامي هېوادونو اتحاد،، اصلي اسلام ته مراجعه او د نوي نسل تربیت د اصلي اسلام پر اصولو، ترڅو راتلونکی نسل د قران تابع وي.
د بېلابېلو اسلامي ډلو د نظریاتو نږدې والی د اخوان المسلمین له اصلي مسوولیتونو له جملې څخه دي.
په دې اړه د اخوان المسلمین یو دیني عالم داسې وايي:( موږ به تر هغه وخت پورې خاموش او بې پروا پاتې نه شو، ترڅو چې مو په ټولنه کې د قران قوانین نافذ کړي نه وي، یو شېبه به هم ارام ونه کړو، دا ځکه چې د همدغه هدف په پار موږ ژوندي یوو.)
۳- اقتصادي اصل:
د ملي ثروت او شتمنۍ پراختیا او ساتنه، د ژوند د سطحې لوړول، د فردي او ټولنیز عدالت تامین، د ټولنې لپاره د فرصتونو تضمین، د مصر په اقتصاد کې د بهرنیو د نفوذ محدودول، د کورنیو صنایعو رشد، د کارګرې اتحادیو تشکیل او د زیار کښانو د ژوند د اقتصادي او ټولنیزې سطحې لوړول.
غربي هېوادونو، فاشست ، سوسیالیست او ډموکرات هېوادونو هر یو په یو ډول له پورتینو اصولو په خپلو حکومتونو کې ګټه اخېستې ده.
۴- ټولنیز او بشر دوستانه اصل:
ټولنیز خدمتونه، د بې سوادۍ او ناپوهۍ له منځه وړولو هڅې، غربت او د عامه ګټو او ګټورو کارونو لپاره د ټولنې هڅول.
۵- وطن دوستۍ او نیشنلېست اصل.
د بهرنیانو له منګولو څخه د نیل د درې ازادي او همدا رنګه د ټولو عربي هېوادونو او د اسلامي نړۍ ازادي، د اسلامي اقلیتونو سره مرسته د دې لپاره چې په ټولو هېوادونو کې مسلمانان د خپلو تلف شویو حقونو څخه برخمن شي، د عربو له اتحاد څخه ملاتړ، د اسلامي بین المللي ټولنې د تشکیل لپاره دوامداره هڅې، د بین المللي همکاریو د پرمختګ لپاره هڅې په دې منظور چې دبشر حقونه او د ازادۍ ساتنه د اسلام د قوانینو پراساس او همدا رنګه د اسلامي انقلاب صدور.
۶- بشردوستانه او نړیوال اصل:
د اخلاقي اصولو پر بنسټ د ټولنې ایجاد که څه هم مادي او یا هم معنوي اوسي، د اسلام د نړیوال قوانینو په مټ د تقوا او اخلاقو دودول.
د اخوان المسلیمن په ځینو لیکنو کې
لاندې اصول هم ذکر شوي دي:
۱- د ډله ییز او مذهبي جنجالونو څخه لرې والی، دا په دې مانا ده چې اخوان المسلمین په هیڅ ډلې او ګروپ پورې تړاو نه لري، یوازې د اسلام د جوهر او روح پر بنسټ عمل کوي او غواړي چې د دین په فرعو کې له جنجالونو څخه مخنیوی وکړي او د اسلام ټولې ډلې له جنجالونو څه لرې وساتي
۲- اجتهاد:
د مشخصو خلکو د حاکمیت او تسلط څخه اجتناب،.
۳- له سیاسي ګروپونو او ګوندونو څخه اجتناب:
۴- ګام په ګام سیاست:
د اخوان المسلمین غورځنګ مخکې له دې چې خپلې ورستۍ موخې ته ورسېږي، باید ځیني مرحلې طی کړي، چې عبارت دي، له تبلیغ، بیان، د ایډیالوژۍ تفسیر، عمل او پایله.
۵- د اهدافو د تحقق لپاره له مختلفو ځواکونو څخه ګټه اخېستل:
.
۶- د اسلامي حکومت تاسیس:
۷- اخوان المسلمین په پيل کې د مصر د خلکو ورسته د ټول عرب ملت او په ورستي تحلیل کې د ټول اسلامي امت پریووالي ټینګار کوي.
۸- پر خلافت عقید لرل او د خلافت احیا کول یې د پروګرام د سر ټکی دی،.
۹- د اروپايي هېوادونو پر وړاندې د اخوان المسلمین درېځ:
اخوان المسلمین د هر هغه هېواد پر وړاندې چې پر اسلامي نړۍ تېری کوي، مقاومت کوي تر هغه وخت چې متجاوز ته یې سزا نه وي ورکړي،
