محترم ورور حکمتيار د شهيد قوماندان عيدگل يوازينی زوی سره وليد
د شهید قوماندان عید گل یوازینی زوی د محترم مشر لیدو ته راغلی، ماشاءالله ډير په جرأت له ورايه معلومیده چې د یو مجاهد زوی دی، پرون د حزب اسلامي محترم امیر ورور حکمتیار صاحب د شهید قومندان عید گل له کورنۍ سره وکتل او خپله ژوره خواخوږی همدردي او خفگان یې څرگند کړ.
د شهید قومندان عید گل کورنۍ او دوستان د محترم حکمتيار په تسلیت او همدردی باندی ډير خوښ ول او د کورنۍ یو غړی وویل چې اوس مونږ د یوازي توب احساس نه کوو د لوی خدای شکر اداء کوو چې زمونږ تر څنگ د مشر په څیر یو مجاهد رهبر شته.
شهید قومندان عید گل د حزب اسلامي یو لوی مجاهد وه چی څو ورځی مخکې د نامعلومو افرادو لخوا د شپې په بې رحمانه توگه په شهادت ورسوه.
د شهید عید گل څخه اوه لورگانی او یو زوی پداسې حال کې پاتې شول چې د هغه په موجودیت کې د غریبی شپې سبا کولې، اوس خو لا نور د بیوسې او بیوزلی په ټغر باندې کیناستل، الله پاک دې د شهید عید گل او نورو ټولو مجاهدو بیوزلو کورنیو باندې ورحمیږی.
د حزب اسلامي افغانستان د خدماتو ریاست لخوا د شهید کورنۍ سره یو ناچیز کمک تقریبا د 16 زرو افغانی نقدي او خوراکی موادو مرسته وشوه.
مسافر
