په وينو کې مزل!
ما يوه نيمه مياشت مخکې ليکلي و چي طالبان بايد مسولانه پرمخ لاړ شي اوس دوي د واکمن نظام مخالفين ندي چي په بې پروايي سره لار بنده کړي,بريدونه وکړي,خلک وتښتوي,انفجارات وکړي,چريکي او جبهي جنګونه وکړي ,ملي تاسيسات منفجر کړي ,خلک په خپلسرو محاکمو کې اعدام,کيبلوهنه او د ربړونو تر څنګ شرمونکې سزاګانې ورکړلې له دې هرڅه سره به بيا هم د ولس غبرګون د وخت مسول حکمران(غني) په ادرس او ګوته ئې ورته
نيوله او ويل به يې : که حکومت نشې کولاي امن نشې راوستلاي کار نه پيدا کيږي خو استعفی وکړه طالب ته ئې پريږده د دې دليل ئې دا و چي هغه رسمآ مسول واکمن و ډير مسوليت او ذمه واري ورته متوجه وه.
ښاغليه امارت صيب: ته اوس مسول او ذمه وار واکمن ئې ستا هره ثانيه کړنې د ولس , ستا د افغاني مخالفينو او نړۍ والو تر قوي نظارت لاندې دي اوس ته خپله په نورو د انتقادي,فرهنګي او نظامي بريدونو په سنګر کې نه ئې ناست ته اوس د افغانستان او ولس د جوړونې ذمه وار ئې په ګمارنو,تصميماتو او پريکړو کې ډير زيرک بامسؤله اوسه د ټولنې ټول اړخونه,سياسي,مدني , کلتوري او اقتصادي اړتياوې جدا په نظر او عمل کې ونيسه .
که ته هم د اشرپ غني د سيکولرانو په څير ټول حساب تنها په مدرسه يا خپلو انډيوالانو کوې لکه هغوي چي په ټاميانو او ملحدينو حساب کاو که امارت هم په نورو نااعتمادي کوي له حقوقو يې محروم کړي
د مکتبي او مدرسه ترمنځ د نفاق او کينه مرض وزيږوې نو دښمن له همدې فرصت ګټه اخلي بيا به د بلې جګړې په وړاندې ډير ناتوانه او ځان ته وې او د پيل کيدو خطر ئې هم درواغ مه ګڼه داځل ته د افغانستان د بقاء وارث حکمران يې څه چي پيښيږي همدا ته امارت مسول او ذمه وار ئې نن چي د خپلو خلکو وينو کې درومي عبرت ترې واخله.
انځور په کندز کې په مسجد د وحشت بريد دی.
