د لیافیرندو شرکت په هکله چه ما ورسره کار کاوه
سيد احمد شاه سادات
په ۲۰۰۰ میلادي کال کی یو هالندي ۲۱ کلن محصل (جیتسا ګروین) غوښتل چه انلاین غذا تر لاسه کړي . چه کله یی لټون وکړ نو په انترنیت کې یی فقط یو رستورانت وموند.
له هماغه وخته پدې فکر کې شو چه یو شرکت پدی رابطه جوړ کړي او یو شرکت یی جوړ کړ چه ترڅو د رستورانتونو او مشتریانو تر منځ د توصل پل وګرځي.
د شرکت د جوړیدلو وروسته یی د خپل شرکت ګروپ آف کمپنیز جوړه کړه چه زیات نور نړیوال شرکتونه یی هم پکی مدغم کړل.
په ۲۰۲۰ میلادي کال کی یی ۸۰۰ ملیونه مشتریانو ته په یو کال کې په ۲۴ هیوادونو کې غذاوې ورسولې.
د یاد شرکت سره په ۲۴ هیوادونو کې شپږ لکه رستورانتونه ثبت دي.
پنځلس زره غذا رسان لري چه ۷۰ فیصده یی د پوهنتون محصلین دي.
د ۲۰۲۰ میلادي کال کلنې عواید یی څه باندې دوه تریلیونه ډالر وو.
البته باید ووایم چه دغه شرکت کوم رستورانت نه دی او کوم رستورانت هم نه لري او ټول کار یی انلاین دې، فقط یو اپلیکیشن په مبایل کې غذا رسان ته ورکوي او چه هر څوک غذا آردر کړي غذا رسان یی له هغه رستورانت څخه تر مشتري ځایه پورې د ګوګل ماپ او جي پي ایس پر مټ رسوي. غذا رسان هیڅ حق نه لري چه د کوم رستورانت پخلنځي ته ورداخل شي. او نه هم حق لري چه د مشتري کور ته ورداخل شي.
فقط د سرک له یوی نقطی غذا اخلي او د سرک پر بله نقطه غذا مشتري ته تسلیموي.
د استخدام پروسه یی نسبت له نورو کارونو ته آسانه ده فقط یو د موټر چلولو لایسنس غواړي او یو د کار اجازه یا اقامه. په انګلیسي او یا د مربوط هیواد په ژبه باید پوه اوسې. د معاش اندازه یی کمه ده چه په یو ساعت کی تقریباً معادل د ۱۴۰۰ افغانیو ورکوي، او که څوک وغواړي زیات کار وکړي نو د بونس او کیلومتر محصول سره تر دوه سوه یورو د ورځی جوړولای شي.
د کار د آسانه ترلاسه کولو تر څنګ ګټه یی دا ده چه د سایکل له طریقه د ورزش ښه ذریعه ده، د سیمې له ماحول سره سړې ښه اشنا کوي او د طبیعت پاکې هوا تنفس کولای شي. مختلف باغونه، ښکلې سرکونه، پارکونه او تاریخي ځایونه لیدلاې شي، د خلکو سره روابط جوړیږي زیات دوستان پیدا کولاې شي او همدا ډول یوه اندازه د ځان او فامیل لپاره حلاله نفقه پیدا کولاې شي.
منفي اړخونه هم لري چه په سرک به د موټرو سره اختیاط کوي، ترافیکی اصول به مراعاتوې چه د حادثي ښکار نشې. په ژمي کی په ساړه هوا او باران کي کار کول یی ستونزمن دي اما د ساړه هوا لپاره ګرم لباس ورکوي، خو په پسرلي او اوړی کی بیا بهترینه شغل دې.
د کار کولو تقسیم د اوقاتو په خپل لاس مبایل کی لرې او چه کله وغواړی کار شروع یا ختم کولاې شې په خاص ډول د لمانځه لپاره پکې مشکل نشته. د خپل شغل خپل بادشاه یې څوک درباندې امرونه نه کوي. زړه پکی نه تنګیږي. هم ورزش دی او هم پر ساعت ۱۵ یورو جوړوی.
ما پکی ۳ میاشتې کار وکړ یوه ښه تجربه وه، پکې خوښ وم او اوس هم په اونۍ کې یوه ورځ د تفریح او ورزش لپاره ورسره کار کوم او باقي مي د جرمني په یو میدان کې د آی ټۍ په څانګه کې نوی دنده شروع کړی ده چه د هفتی پنځه ورځی هلته کار کوم.
