مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د جنوبي پښتونخوا کویټه کې د زلزلې له امله ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي دي.
✒: کندهار کې له احمدشاه بابا هوايي ډګر څخه نړيوال پروازونه پيل شول.
نن د ایران مشهد ښار ته یو سوداګریز پرواز تر سره شوی دی.
✒: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د انگلستان د صدراعظم ځانګړي استازي سایمون گاس سره تلیفونی خبرې وکړې.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وایي په دې تلیفوني مکالمه کې افغانستان کې د برتانیا او نړۍ د بشري مرستو په اړه هر اړخیزې خبری شوې دي.
په دې تلیفوني مکالمه کې همدارنګه د معارف، صحې خدماتو او نورو دولتی اداراتو د مامورینو د معاشونو د ورکړې، د نجونو د زده کړې او د ښځو د کار د بیا پیل په اړه هم خبرې او د نظر تبادله وشوه.
پخواني جمهور رئیس د راتلونکي ژمي لپاره د مرستو رسولو پر عاجل تدابیرو ټینګار وکړ.
✒: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي سره کتلي.ک
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، چې دې کتنه کې پر ټرانزیټ، انرژۍ او سوداګرۍ خبرې شوې دي.
✒: نن د اکتوبر اومه پر افغانستان د امريکا د بريد له ورځې سره برابره ده.
له نن څخه شل کاله مخکې په دې ورځ د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج بوش پر افغانستان حمله وکړه او ددې برید په نتیجه کې سلګونه زره افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.
✒: در نتیجه یک انفجار در ولایت خوست یک تن جان باخته و ۱۴ تن دیگر زخم برداشتهاند. مقامهای محلی ولایت خوست میگویند که این انفجار شام امروز در داخل یک مدرسه دینی رخ داده است. وضعیت بهداشتی سه تن از زخمیان این رویداد وخیم گزارش شده است.
✒: روان کال په ننګرهار کې د ځنغوزيو حاصلات ډېر شوي. د کرنې رياست چارواکي وايي، چې ددې ولايت د ځنغوزيو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله د پام وړ زياتوالی راغلی دی. د چارواکو په خبره، تېر کال د ننګرهار د ځنغوزيو حاصلات ۶۲۷ ټنه ته رسېدل، خو سږ کال به دغه شمېره څه باندې ۷۸۳ ته ورسېږي.
✒: د کندوز تر څنګ په بلخ ولایت کې هم د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستې دي. د راپورونو له مخې د نوي حکومت په راتګ سره مزار شریف ښار کې د نجونو د تعلیم او زده کړو په برخه کې کوم ځنډ او خنډ نه دی رامنځ ته شوی او نجونې کولی شي له لومړي ټولګي تر دوولسم پورې خپلو درسونو ته حاضرې شي.
✒: استقبال آنکارا از پیوستن ترکیه به توافق آب و هوایی پاریس.
فخرالدین آلتون، با انتشار پیامی در حساب توئیتر خود ابراز امیدواری کرد که «تصویب الحاق کشور به توافق آب و هوایی پاریس توسط کمیته روابط خارجی مجلس ملت کبیر ترکیه مایه خیر و برکت باشد».
✒: چاووشاوغلو: آماده کمک به زلزلهزدگان پاکستان هستیم.
✒: رجب طیب اردوغان و ولادیمیر پوتین روسای جمهور ترکیه و روسیه به صورت تلفنی گفتوگو کردند.
روابط دوجانبه و تحولات منطقه ای محور مذاکرات اردوغان و پوتین بوده است.
از سوی دیگر، رجب طیب اردوغان رئیس جمهور ترکیه در این تماس تلفنی تولد همتای روس خود را به وی تبریک گفته است.
✒: وزیر امور خارجه ترکیه: اظهارات مکرون در مورد ترکیه که هیچگونه پیشینه استعمارگری در تاریخش ندارد بسیار نادرست و غیرقابل قبول است.
چاووشاوغلو (درباره اتهامات امانوئل مکرون علیه ترکیه): شاهد این بودیم که چنین رویکردهای ناشیانهای بر انتخابات نیز بیتاثیر هستند.
✒: دیمیترو کولبا، وزیر امور خارجه اوکراین طی نشست خبری مشترک با مولود چاووشاوغلو، همتای ترک خود گفت: شراکت استراتژیک دو کشور در بالاترین سطح خود در 30 سال گذشته قرار دارد.
کوبلا در این کنفرانس مطبوعاتی که پس از نهمین نشست گروه برنامهریزی استراتژیک مشترک ترکیه و اوکراین در شهر لویو برگزار شد، درباره شراکت بین دو کشور اظهار داشت: رابطه اعتماد بین سران کشورها نیز به این امر کمک میکند.
وی همچنین با بیان اینکه درباره همکاری در صنعت دفاعی و به ویژه تولید مشترک پهپادهای «بایراکتار» صحبت کردهاند، گفت: پروژه مربوط به تولید این پهپادها در اوکراین در شرف تحقق است. این پروژه تحت حمایت روسای جمهور دو کشور قرار دارد.
✒: قطر وايي نړیواله ټولنه دې د طا لبانو په رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې اولوا رشید په یوه مرکه کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید له طا لبانو سره تعامل او اړیکو ته ادامه ورکړي او د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یې دې خپل شرایط واضح کړي.
✒: د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال یوري کوکوف په تازه څرګندونو کې ویلي امریکا ډېره لېواله وه چې د افغانستان په شاوخوا کې نظامي اډې ولري. دده په خبره تر دې دمه د امریکا دا هڅه ناکامه شوې چې د افغانستان د څارلو لپاره ددغه هېواد په شاوخوا کې نظامي اډه ولري.
✒: په امریکا کې د یوه پوهنتون له لوري ترسره شوې نظر پوښتنه ښيي چې په دغه هېواد کې د جو بايډن محبوبیت مخ پر کمېدو دی. سرچینه وایي همدا اوس ۵۵ سلنه امریکایان په دې باور دي چې جو بایډن د امریکا د مدیریت او ادارې وړتیا نه لري او حکومت یې ناکام دی.
✒: د رسنیو د راپورونو له مخې ازبکستان ویلي سره له دې چې افغانستان یې د برېښنا له درکه پوروړی دی خو پر دغه هېواد برېښنا نه پرې کوي. تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپورونه ورکړي چې ښایي افغانستان ته د برېښنا صادروونکي هېوادونه د پیسو د نه ورکړې له امله د برېښنا جریان قطع کړي.
✒: پوتین د ازبکستان تاجکستان او قرغزستان له ولسمشرانو سره پر افغانستان خبرې کړې دي. سپوټنیک اژانس راپور ورکړی دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان له ولسمشرانو سره د افغانستان پر وروستیو تحولاتو او ګډو همکاریو خبرې اترې کړې دي.
✒: وروسته تر هغه چې د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د طا لبانو د ګړندي پرمختګ لامل د امریکا غلطه محاسبه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دوی د غلطو معلوماتو ښکار شوي دي، له دندې ګوښه شوی دی.
✒: واشنگتن پست گزارش داده است که قرار است برنامه انکشافی ملل متحد در هفته جاری معاش حد اقل ۲۵ هزار داکتر، نرس و سایر کارمندان صحی هزاران شفاخانه و کلینیک در افغانستان را بپردازد.
✒: رویټرز خبري اژانس خپل یوه رپوټ کې، افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله لیکلي چې، روسیه د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰ مه جوړېدونکې نړۍواله غونډه کې ګډون لپاره د اسلامي امارت استازو ته بلنه ورکوي.
کابلوف د دغې غونډې نور جزییات نه دي ویلي.
✒: د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړی مفتش يا سيګار وايي, د دولت د اصلاحاتو او څارنې کمېټې په غوښتنه د اشرف غني لخوا د ميليونونو ډالرو د تښتولو تورونه څيړو.
✒: ایران وایي افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدو برخه کې همکاري کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته په خپل لومړني سفر کې ویلي دي چې تهران هڅه کوي، د افغانستان په اړه د روسیې او د افغانستان د ګاونډیو د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه غونډه په لنډ راتلونکي کې جوړه کړي
