No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د م.م د سرمنشي مرستيال او د يونيسف اجرايوي رئيس مرستيال عمر عبدي او مل هيئت سره وليدل.

 په لیدنه کي عبدي وويل چې د دوی اداره به په افغانستان کې دوامدار حضور ولري ‏او ژمنه يې وکړه چې ماشومانو سره به د صحت، تعليم، واکسين او نورو برخو کې بشردوستانه مرستې وکړي.

متقي صاحب د دوی له هڅو مننه او له خپل لوري د همکاري ډاډ ورکړ، غوښتنه يې وکړه چې دوئ بايد د افغانانو غږ تر نړيوالو ورسوي.

: ‏ملا هدايت الله بدری سرپرست وزارت مالیه با هیئت بلند پایه مؤسسه يونسف به ریاست عمر عبدی معاون عمومی آن موسسه  که در حال دیدار از افغانستان است، ملاقات کرد.

‏در این ملاقات، هر دو جانب در مورد روابط حسنه با سازمان های بین المللی، ادامه کمک های بشر دوستانه و حمایت از برنامه های صحی و تعلیمی افغانستان بحث و تبادل نظر کردند.

: ‏وزارت فواید عامه امروز رسما کار بازسازی سرک کمپنی کابل الی میدان شهر را آغاز کرد.

معین تخنیکی این وزارت می‌گوید که کار بازسازی ۸ کیلومتر این سرک، در مدت یک ماه تکمیل می‌شود.

: ‏خیرالله شینواری د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د  رئیس او شفیع اعظم د دغه  وزارت د اقتصادي اړیکو د رئیس په توګه  معرفي شول.

: ‏د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړیوال شل اوریز جام کې د ګډون په هدف  نن د قطر پلازمینې دوحې ته تللې.

ټاکل شوې افغان لوبډله له هغه ځایه متحده عرب اماراتو ته لاړه شي.

: ‏ذبیح الله مجاهد وايي، حکومتي سرتیرو تیره شپه د کابل پغمان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهمال ۴ تنه د داعش غړي او ورسره وسلې او اسناد نیولي دي.

: ‏په لغمان ولایت کې یو دیني عالم وژل شوی دی.

د لغمان ولایت ځایي چارواکي وایی تیره ورځ ماښام مهال په یاد ولایت کې یو دیني عالم د ناڅرګندو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

تر دامهاله کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

: ‏د برېښنا شرکت د عملیاتي ریاست سرپرست صفی الله احمدزي ویلي چې په پام کې ده دغه شرکت د ګاونډیو هېوادونو د برېښنا پور پرې کولو لپاره د یو شمېر هغو سیاسیونو کورونه او جایدادونه وپلوري چې له دغه شرکت څخه پوروړي دي.

: ‏ډیورنډ فرضی کرښې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې څلورو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستاني پوځ په خبره په دې پېښه کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د پېښې پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې ده.

: ‏افغانستان د برېښنا پورونو د پرې کولو لپاره له ملګرو ملتونو ۹۰ میلیونه ډالر غوښتي دي. د راپورونو له مخې د افغانستان برېښنا شرکت وایي هڅه کوي د تېر حکومت د پورونو پرې کولو لپاره لارې چارې پيدا کړي او وکړی شي چې ژر تر ژره پر دغه شرکت پاتې پورونه پرې کړي.

: ‏د پوهنتون یوه استاد له خپلې کورنۍ سره کفن ته ورته جامو په اغوستلو لاریون کړی.

دا لاریون د اقتصادي ستونزو، له کار نه د ښځو محرومولو او پر افغانستان د نړۍ چوپتیا له کبله دی.

: ‏د ننگرهار د کامې ولسوالۍ ولسوال وایي، چې پرون ماښام د اسلامي امارت یو موټر د سړک غاړې په ماین برابر شوی، چې نتیجه کې یې درې کسان ټپیان شوي دي.

: سرگئی لاوروف، وزیر امور خارجه روسیه و آنتونی بیلینکن همتای آمریکایی وی طی تماس تلفنی موضوع ایجاد زمینه مناسب برای اجرای برجام را مورد بررسی قرار دادند.

بنا به اعلام وزارت امور خارجه روسیه، ارزیابی تحولات اخیر در مناسبات دو کشور یکی دیگر از موضوعات این مکالمه بوده است.

: ‏ایران: تهران تغییر نقشه منطقه را تحمل نخواهد کرد.

وزیر امورخارجه ایران با بیان اینکه ایران «به طور جدی» نگران حضور اسرائیل در قفقاز است، گفت که «تهران تغییر نقشه منطقه را تحمل نخواهد کرد».

: الهام علی‌اف، رئیس جمهور آذربایجان با پیتر میچالکو، نماینده جدید اتحادیه اروپا در این کشور دیدار و گفت‌وگو کرد.

علی‌اف در این دیدار ضمن اشاره به همکاری نزدیک آذربایجان با اتحادیه اروپا در حوزه‌های متعدد، گفت تصور می‌کردیم بعد از دوره جنگ قره‌باغ اتحادیه اروپا در توسعه، راه‌اندازی صلح پایدار و همکاری سهمی برعهده بگیرد.

وی افزود: ما می خواهیم صفحه تازه‌ای گشوده و با همسایه خود ارمنستان روابط برقرار کنیم. آماده شروع مذاکرات برای عقد پیمان صلح، تعیین خط مرزی و گشایش راه‌های ارتباطاتی هستیم. این روند تا حدی آغاز شده است.

: ‏ترکمنستان او ازبکستان وایي دوی د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي. د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف له خپل ازبکستاني سیال شوکت میر ضیایف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې دوی د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

: ‏د رسنیو د راپورونو له مخې امریکا ویلي چې پاکستان، ایران، روسیه او ځینې نور هېوادونه په ګډه د امریکا د استخباراتي اداراتو په تېره د سي ای اې د دفترونو غړي او فعالیتونه څاري نو ځکه باید په خپلو فعالیتونو کې له پوره احتیاط کار واخلي.

: ‏فارین پالیسي نشریه وایي چې په افغانستان کې د نوي حکومت مخالفه ډله چې تر ډېره په تاجکستان کې ده د امریکا د ملاتړ تمه لري. د سرچینې په خبره امریکا به هېڅ وخت ددغه ډلو ملاتړ و نه کړي، ځکه په دې سره په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیلېږي او امریکا د جګړو د دوام غوښتونکې نه ده.

: ‏ملګري ملتونه وایي همدا اوس په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي. ملګرو ملتونو په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي غذايي مصونیت نه لري، چې له دې ډلې تر ټولو ډېر خطر ماشومانو ته متوجه دی.

: ‏په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو ملاتړ ادارو کارکوونکي وایي چې په دغه هېواد کې هره ورځ پر لسو ماشومانو جنسي تېری کېږي او ډېری دا ډول پېښې په پنجاب کې وي. د ساحل په نامه دفتر په خپل راپور کې ویلي چې روان کال تر اوسه د ماشومانو پر ضد د جنسي تېریو ۱ زر او ۸۹۶ پېښې ثبت شوې دي.

: ‏د سعودي عربستان د اطلاعاتي مرکز پخواني رییس ترکي الفیصل ویلي چې د امریکا او طا لبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته د تېر حکومت پرځېدل له انتظاره لرې خبره نه وه. هغه څرګنده کړې چې افغانان کلونو جګړو ځپلي دي او نړۍ باید له هرې ممکنې لارې د دوی لاسنیوي ته ورودانګي.

: ‏واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلي چې ډېری افغانان له امریکا څخه کرکه لري. د یادې ورځپاڼې خبریال وردګو ولایت ته تللی دی او په کلیوالي سیمو کې یې د امریکا په اړه د خلکو نظرونه پوښتلي دي. راپور کاږي چې دلته هم د هلمند په څېر ډیری خلکو ورته ویلي چې دوی له امریکا څخه کرکه لري.

: ‏وروسته تر هغه چې د افغانستان پر سر د امریکا او پاکستان اړیکې خړپړې شوې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وینډي شرمن سبا د افغانستان پر موضوع د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته ځي.

: ‏د پاکستان د استخباراتي ادارې یا (ISI) رییس جنرال فیض حمید له خپلې دندې لرې شوی او د پېښور د قول اردو قوماندان په حیث ټاکل شوی دی.

: ‏جنرال ندیم انجم د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای اس ای د نوي رييس په توګه ټاکل شوی دی.

: ‏امریکا لا هم د افغانستان د څارلو لپاره د یوه ځای پیدا کولو په لټه کې ده.

پولټیکو امریکایي نشریې ویلي، چې د امریکا ددفاع وزیر د سنا یوې سري جلسې ته د خبرو پر مهال ویلي چې لا یې هم د افغانستان له څارلو لاس نه دی اخیستی او سخته هڅه کوي چې د ځان لپاره ځای ځایګی پيدا کړي.

‏د امریکا دفاع وزیر جنرال لویېډ آ‌سټین وایي ددې احتمال شته چې د افغانستان د څارلو لپاره د مرکزي اسیا په هېوادونو کې یوه پوځي اډه جوړه کړل شي.

دده په خبره دوی تر ډېره غواړي په تاجکستان، ترکمنستان یا ازبکستان کې دغه اډه جوړه کړي.

‏تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو، چې امریکا ښایي په تاجکستان کې د روسیې له یوې نظامي اډې کار واخلي، اسټین ددې کار د ترسره کېدو احتمال هم نه دی رد کړی.

: ‏د یو خپلواک پلاوي د رپوټ له مخې چې په تیرو دوه نیمو کلونو کې برابرشوی، په تیرو اويا کلونو کې ، شاوخوا 330،000 ماشومان د فرانسې کاتولیک کلیسا او د هغې ملګرو لخوا جنسي ځورول شوي.

راپور وايي دا ماشومان  لږترلږه له 2،900 څخه تر 3،200 پادریانو یا د کلیسا نورو غړو لخوا جنسي ځورول شوی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک