No-IMG

باید د هلکانو او نجونو مکتبونه ټول یو ځای پیل شوی وای

دوکتور عمر عماد

 

وړاندیز :

څومره چه ممکن وی باید مخالف ته د معقولی نیوکی فرصت ورنه کړای شی، او ددښمن تبر ته لاستی جوړ نه شی .

اول خو باید د هلکانو او نجونو مکتبونه ټول یو ځای پیل شوی وای .

که هغه ونه شوه بیا باید د ابتدایی مرحلی د نجونو مکتبونه د هلکانو سره یو ځای پیل شوی وای ، ځکه چه  ددی عمر انجونی د هلکانو سره څه خاص توپیر نه لری .

او که هغه وخت دا کار ونه شو باید ډیر زر د هغی نه وروسته شوی وای .

او که داسی کوم شرعی معتبر اعذار موجود وی چه یواځی چارواکو ته معلوم وی ، او د انجونو د مکتب ځنډیدل پری توجیه کیږی ، نو باید هغه وخت یی وضاحت کړی وای ، او که هغه وخت ونه شو باید اوس وشی او د خلکو قناعت تر لاسه او ډاډ ورکړل شی .

لکن داسی نه کیږی چه په په داخل او خارج کی دی ټول په یو غږ لګیا وی او نیوکه کوی او تا ځان پری کوڼ کړی، او بابیزه یی ګڼی ، صرف همدومره وایی چه مونږ (تخنیکی ستونزی ) لرو او د نن او سبا وعدی ورکوی. دا عذر که درسره خپل اومنی پردی یی کله هم نه منی .

زه وایم چه د نیمګړتیاوو سره سره پرانیستل یی د بیخی بندولو نه غوره وه او دی .

یوه شرعی قاعده وایی چه : ( المیسور لا یسقط بالمعسور ) ، او بله یی وایی  چه : ( ما لا یدرک کله لا یترک جله ، او کله ) یعنی یو کار چه څومره کیږی هماغومره کول یی پکار دی ، داسی نه چه یا به ټول پوره کیږی او یا به ټول پوره پریښودل کیږی .

وایی چه د کندز د اناثو مکتبونه پرانسیتل شول ، کاش چه د نورو ولایاتو هم ډیر زر پیل ، او پدی اړوند د نیوک ګرو خولی بندی کړای شی .

د عام مصلحت ، ضرورت او مسئولیت سره مزاجی چلند کول او په لوی لاس د ستونزو زیږول یا ډیرول ، او یا لا ینحله پریښودل د حکمت او تعقل مخالفه سر زوری او بی غوری ده چه توجیه کول یی ستونزمن دی .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک