تېر تعليمي نظام غوره پایلې هم لرو چې باید احترام یې وشي
هو دا خبره بالکل سمه ده چې تیر شل کلن فساد د پوهنې او لوړو زده کړو سکتور هم سخت زیانمن کړی وو، کیفیت ټيټ او روڼتيا ډیره پيکه وه؛ ځکه خو موږ پر پایلو ولاړ او ځواب ويونکی تعلیمي او تحصیلي نظام جوړ نشو کړای.
تیر حکومتونه د پوهنې پر وروستنۍ وزیره رنګینه حمیدي باندي قياس کړی نور اړتیا نشته چې له کیفیت او مسلک څخه خبره وشي.
آغلې حمیدي نه په پښتو پوهیده نه په دري، د هیڅ فن او مسلک ماهره نه وه، د ادارې، مدیریت او رهبرۍ په الفبا نه وه خبره، اسلامي پوهه خو یې د هغه حديث شريف له لوستلو و فهموئ چې په ولسې جرګه کې یې ايراد کړ، نه به ستا په خبره پوهیده او نه يې ته پوهولای شوای، نه په معارف خبره وه نه د افغانستان په اوضاع او شرایطو او هغه د چا خبره کونتور او حنحناتو( کلتور او عنعناتو).
همدا شان د لوړو زده کړو د یو شمیر خصوصي دکانونو شتون چې هر کس یې له هر معيار پرته هر پوهنځي ته ومانه او هر څوک يې له هر معيار پرته فارغ/خارج کړ او د فراغت اسناد یې پرې و پلورل.
لذا د نن ډيرې نیوکې د پرون د ناوړه وضعیت له امله هم موضوعیت مومي او باید ويې منو اما له شک پرته چې په دې برخه کې فوق العاده غوره پایلې هم لرو چې اکثراً د فردي هڅو او زحمتونو په نتیجه کې ترلاسه شوې دي چې باید احترام یې وشي.
