دوکتور عبد الوهاب يوازنی عرب مفکر چې د يهوديت په اړه ژوره مطالعه لري
زاهد جلالي
دوکتور عبد الوهاب مسيري اولنی او يوازنی عرب مفکر و چې د يهوديت په اړه يې ډېره ژوره مطالعه کړې وه او ډېر مهم کتابونه يې ليکلي وو. د هغه انسایکلوپیډیا يا دايرة المعارف چې د «يهود، يهوديت او صهيونيت» په نامه وه او له دوه مليونو يې حروف اوړي،د ده د ژوند تر ټولو ستر کار و. کله چې يهود له دې خبر شوي وو، ليکونه يې ور استول چې که دغه کار ونه دروي، وبه يې وژنې. خو هغه دغه کار په يوازې ځان او له ټولو خطرونو سره سر ته ورساوه. د خاطراتو کتاب کې ليکي:
د دايرة المعارف د ترسره کولو له پاره بايد ما وسپنيز ژوند غوره کړی وای. نو د ژوند ډېر کارونه مې پرېښودل، خپل ټولنيز ژوند مې ډېر محدود کړ چې کله کله يې ډېر خپه کولم. سهار به له شپږو مخکې پاڅېدم او د دايرة المعارف کار مې شروع کاوه او د شپې تر دولسو مې پرې کار کاوه. د لمانځه او يوه ساعته غرمني خوب پرته مې هېڅ وقفه نه کوله. دغه ترتيب به کله کله آن تر لسو ورځو دوام کاوه. کله چې به د اوړي چکر ته وتلم، خپل بکس به مې له کتابونو ډک کړی و او له يهود، يهوديت او صهيونيت پرته مې بل هیڅ څه نه لوستل. په ۱۹۹۰ کال کې د کار جديت بيخي ډېر شو، ځکه چې له پوهنتون او استادۍ مې ورته استعفا ورکړه او ټول ژوند کې دغه کار ته وقف کړ.
