ننې پيښه سبب شوه چې ماخستنې کې می ډوډی کپله تر ستونې تيره نشي!
سيد مصطفی هدايت
پوهنتون ته په لار وم چې ريکشه چلونکې ته يو سپينږيری بابا لاس ورکړ، او ورته يې کړه لار کې وړه هم پيرم. زما د څنګ سوارلي غږ کړ، چې مونږ سره وړه نه ځايږي. خو داچې ريکشه چلونکې له پخوا پوه وه، ورسره يې ومنله.
په لار کې بابا د وړو سراي ته ننوت تر ځنډ وروسته کاکا دوه پلاستيکي خلطي چې کابو چارک زيات کم وړه يې پيرلی وه راووت. د يو څه ځنډ وروسته مې زغم ونشو او د وړو لږ پير او کورنۍ غړو شمير په اړه مې د بابا وپوښتل.
بابا زما د پوښتني سره سم غر غرو ونيو او راته يې کړه! بس پوښتنه مکوه! دبابا ژړغوني انداز زما د خولي توري واخست! تر لږ ځنډ وروسته بابا سترګي پاکي او قصه يې راته شروع کړه؛ زه اته اولاده لرم، چې دوه کشران يې نارينه اونوري ټولي زنانه او ټول خوراکيان دي. دتيرو پينځلس کلونو راهسي د يوې ادارې سره اشپز وم چې مياشتنی تنخوا او د ادارې لخوا د خوراکې توکو کومک مو چاره روانه کړی وه. خو دا چې د تيرو دريو مياشتو راهسي زما دنده ختمه او تنخوا نشته، هره ورځ دوستانو او خپلوانو نه په کومک غوښتلو هم ستړی شوم، که څه هم د مزدوری نه يم خو هره ورځ کار پسي راوځم او ماسپښين بيرته ناهيلی کور ته ځم. د تيرو دريو ورځو راهسې مې بچيان په ولږه بيديږي خو نن مې د دری سوه افغانيو کار وکړ او په هغې همدومره وړه پيرل کيدل.
غوښتنه: فکر کوم په هيواد کې دا مهال داقصه اوس قابو د هری لسمې کورنۍ ده!
درنو دوستانو خپل غير ضروری لګښت کم او پرځاي يې د خپلو ګاونډيانو او دوستانو خبر واخلئ او لاس نيونه يې وکړئ
