No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د حزب اسلامي افغانستان امير ښاغلي حکمتيار د افغانستان له پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره نن په خپل کاري دفتر کي وليدل؛

په دې ليدنه کي د هېواد پر روان سياسي وضعيت بحث وشو.

: ‏د افغانستان د سرپرست حکومت کابینې پریکړه کړې ترڅو د پاسپورت او الکترونیکي تذکرې د وېش بهیر بیرته پیل شي.

: ‏د باختر خبري اژانس د راپور پر اساس حکومتي‌ ځواکونو نن د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې ۱۱ کسان دداعش ډلې غړي نیولي دي.

: ‏د ایران د خراسان رضوی ولایت والي محمد صادق معتمدیان کابل ته په سفر راغلی او له ځینو طالب چارواکو سره یې د افغانستان او ایران تر منځ د تجارتي راکړې ورکړې په برخه کې د شته ستونزو د لیرې کولو په اړه کتلي.

: ‏په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیره عادله راز وایي، پخواني ولسمشر اشرف غني خیانت کړی او تېښته یې له پخوا پلان کړې وه.

‏عادله راز له اکسیوس نشریې سره په مرکه کې ویلي، د اشرف غني د دفتر رییس (متین بیګ ) دې ته د اګست له ۱۵مې مخکې ویلي وو، چې اشرف غني له خپلو دوو لوړ پوړو سلاکارانو سره په دې اړه پټ ملاقاتونه ترسره کول.

: ‏د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، د تېرو شلو کلونو له فارغانو د هیڅ شي تمه نشي کېدای.

عبدالباقي حقاني نن په یوه غونډه کې ویلي، چې تېرو شلو کلونو کې د ښوونځیو له فارغانو هیڅ توقع نه کیږي.

: ‏طالبانو تیره شپه د کابل ښار اوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د داعش پر څو مرکزونو عملیات کړي دي.

دغه عملیات چې د کابل ښار خیرخانې اړوند سیمو کې شوي، عینی شاهدان وایي په سیمه کې د شپې تر ناوخته د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېدل.

‏ذبیح الله مجاهد ویلي، د دې عملیاتو پرمهال د داعش یو مهم مرکز له منځه وړل شوی دی.

تر دا مهاله د دې عملیاتو په پایله کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

: ‏د ملکي هوایي چلند او ټرانسپورټ سرپرست وزیر د مزار شریف په هوایي ډګر کې له خپل ازبکستاني سیال سره لیدلي دي. د سرچینې په خبره، ازبکستاني پلاوي د یاد هوایي ډګر ټولو ستونزو ته د رسیدګي ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې ده چې یاد هوایي ډګر به بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځوي.

: ‏فومیو کیشیدا نخست‌وزیر ژاپن شد.

فومیو کیشیدا، رهبر حزب لیبرال دموکرات ژاپن در یک نشست فوق العاده مجلس نمایندگان (شوگین) به عنوان نخست وزیر این کشور انتخاب شد.

: ‏آذربایجان: ایران بدون هیچ دلیل و مدرکی ادعاهایی مطرح می‌کند.

لیلا عبدالله‌اوا، سخنگوی وزارت امور خارجه آذربایجان با انتشار بیانیه‌ای، ادعاهای اخیر مطرح شده از سوی مقامات و رسانه‌های ایرانی درباره کشورش را تکذیب کرد.

: ‏تایوان اعلام کرد که 52 جنگنده متعلق به چین وارد منطقه پدافند هوایی این کشور شدند.

: ‏امریکا په افغانستان کې په خپل شل کلن ماموریت کې ګڼې سترې تېروتنې وکړې. د امریکا د سنا پخوانۍ دیموکراتې غړې تولسي ګوبارد په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا په تېر شل کلن ماموریت کې په افغانستان کې سترې تېروتنې وکړې، چې په پایله کې یې واشنګټن د نړۍ په کچه ذلیل شو.

: ‏که وضعیت همداسې دوام کوي نو افغانستان له سخت اقتصادي سقوط سره مخ کېدلی شي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزیف بوریل په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت له پاشل کېدو سره مخ دی او باید دغه هېواد وژغورل شي.

: ‏یونسیف له خوارځواکۍ سره د افغان ماشومانو د مخ کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه ادارې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې شاوخوا دوه میلیونه ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ کېدلی شي.

: ‏پاکستاني طالبان به له خپل دريځ په شا نه شي. ایریو ایشیا رېوېو په یوه مقاله کې په پاکستان کې د ټي ټي پي د وروستیو ګواښونو په اړه بحث کړی دی. په مطلب کې راځي چې دغه ډله پر خپل دريځ ولاړه ده او د عمران خان د سولې غوښتنه به و نه مني.

: ‏جاپانی سیاستوال فومیو کیشیدا د جاپان د نوي لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی او خپله دنده یې پيل کړه. هغه له کلونو راهیسې د جاپان په سیاسي ډګر کې فعال دی چې په دغه هېواد کې د یوه پیاوړي ګوند رییس هم دی.

: ‏شمالي او جنوبي کوریا تر اوږده ځنډ وروسته په سرحدي سیمه کې ارتباطي سیستم فعال کړی دی. دواړو لورو تر اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره ددې مخابراتي سیستم له لارې له یو بل سره خبرې کړې دي.

: ‏انټي ور نشریې په یوه مطلب کې لیکلي دي چې امریکا د نړۍ په اتیا هېوادونو کې ۷۵۰ نظامي اډې لري چې د بشریت په تاریخ کې هېڅ هېواد په نورو هېوادونو کې دومره ډېر نظامي تاسیسات نه لرل. نشریه وایي دا اډې هر کال میلیاردونه ډالر لګښتونه لري چې د امریکا ملا ماتولی شي.

: ‏امریکا د اروپايي هېوادونو د یووالي لپاره هڅې پيل کړې دي. د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پاریس ته تللی او هلته به د فرانسې له حکومتي مشرانو سره د وروستي رامنځ ته شوي کړکېچ په اړه خبرې کوي.

: ‏د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې امریکا او ملګري هېوادونه دې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور تشه په بشري مرستو ډکه کړي او په دغه هېواد کې دې د خپل حضور پر مهال رامنځته شوې ویراني په دې مرستو جبران کړي.

: ‏په هند کې د دولت له لوري د کرنې قوانینو کې د اصلاحاتو تر راتګ وروسته په دغه هېواد کې د بزګرانو د اعتراضونو پر مهال تېره ورځ په وروستۍ پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي. دوی ویلي چې دا کسان د اوترا پردیش ایالت د لومړي وزیر زوی په موټر وهلي او وژلي یې دي.

: ‏پاکستان څخه هېواد ته راتلونکي افغان کډوال وایي چې په چمن دروازه باندې یې پاکستاني پولیس له کوم دلیل پرته ځوروي. دوی چې د پاکستان له کوټې، پشین او کراچۍ څخه بېرته خپلو کورونو ته را روان دي شکایت کوي چې پاکستاني پولیس یې ځوروي او په غیر قانوني توګه پیسې ترې اخلې.

: ‏د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته وسله وال برید کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي چې دا پېښه د شمالي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې د پوځیانو پر پوسته د وسله والو د برید له امله رامنځته شوې ده.

: ‏د پاندورا په نوم د افشا شویو اسنادو په تړاو د فشارونو په لړ کې د پاکستاني حکومت اپوزیسیون د لومړي وزیر عمران خان د استعفا غوښتنه کړې ده.د مسلم لیګ نواز ګوند مشر احسن اقبال یو مطبوعاتي کنفرانس ته ویلي چې که چېرته عمران ته خپل او د خلکو عزت حد اقل اهمیت هم لري نو باید استعفا ورکړي.

: ‏د ملګرو ملتونو د جمعیت یا نفوس صندوق وايي چې د افغانستان کورني بې ځایه شوي کابو اتیا سلنه یې مېرمنې او ماشومان دي.

: ‏ملګرو ملتونو کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته د تېرې ورځې برید غندلی دی.

کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې دا چاودنه په یوه مذهبي ځای کې شوې، چې له امله یې یوشمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک