په اسلام كي د ناحقه ويني تويول له شركه وروسته لويه ګناه ده
دوکتور عمر عماد
موږ او تاسې ټول په دې باندې پوهيږو چې اسلام د مسلمانانو تر مينځ د مينى ، محبت او ورور ګلوۍ دين دی ، الله تعالى په قرآن مجيد كې ټول مسلمانان سره وروڼه بللي دي او فرمايې چې " إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ" : په تحقيق سره چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي نوتاسې د خپلو وروڼو په مينځ كې روغه او إصلاح وكړئ .او همدا راز رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې " مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَوَاصُلِهِمْ بِمَنْزِلَةِ الْجَسَدِ الْوَاحِدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالْحُمَّى وَالسَّهَرِ" د يو بل سره په مينه، خواخوږۍ او مهرباني كې د مسلمانانو مثال داسې دی لكه يو بدن ، كله چې د بدن يو غړی ناروغه او نا آرامه شي نو ټول بدن ورسره دردمن او نا آرامه كيږی . رسول الله صلى الله عليه وسلم همداراز په يو بل صحيح حديث شريف كې هم فرما يي چې " المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضا " يو مؤمن د بل مؤمن لپاره لكه د آبادي په شان دی چې يو بل ټینګوي . او الله تعالى مسلمانانو ته د يووالي امر او سپارښتنه كوي : " وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُو" ، او ځاي ځاي يې له بې اتفاقۍ نه منع كوي او خبرداری وركوي چې دپخوانيو امتونو په شان بې اتفاقه نشي : " وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جاءَهُمُ الْبَيِّناتُ وَأُولئِكَ لَهُمْ عَذابٌ عَظِيمٌ" ، " وَلا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ (31) مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكانُوا شِيَعاً كُلُّ حِزْبٍ بِما لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ " ،" أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ " ، او دايي هم ورته روښانه كړي ده چه اختلاف او منازعه د هغوي د ناكامۍ او كمزوري لامل ګرځي : " وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ " ، بلكه رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې نه لا هم په سخته ژبه مسلمانان دخپل مينځي جګړو نه ويرولي دي، كله چې يې په يو صحيح حديث كې فرمايلي دي " لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ " .
دا اوداسې نور بې شميره شرعي نصوص ټول مسلمانان د اختلاف او بې اتفاقي څخه منع كوي ، او هغوی ته په اتحاد او يو والي امر كوي ، هغه يو والی چې بنسټ يې دالله په دين منګولي خښول دي ، يعنې يواځې او يواځي اسلام په هغوي سره راټولوي ، نه دنيوي ګټې او مادي مصلحتونه . نو كله چې داسې ده ، نو بيا طبيعي خبره ده چې دمسلمانانو په مينځ كې بايد هيڅ ډول دښمني ځاي ونه لري ، ځكه چې هغوی به د هر اختلاف او هرې منازعې او ځانګړو ګټو د ټكر او تصادم په وخت كې دالله تعالى دين او اسلامي شريعت ته مخه كوي ، او هغه به دخپلو اختلافاتو د هواري حَكَم ګرځوي ، نو په داسې ټولنه كې خو بيا د دښمني د پاته كيدلو احتمال ډير كمزوری وي ، دا لا څه چې يو مسلمان دې په بل پسې توره او ټوپك راواخلي ، او د هغه دوژلو نيت دې وكړي . دغه شرعي نصوص دومره زيات دي ،او دومره سخت وعيدونه پكي راغلي چې كه څوك ترې خبر وي نو كله به هم د يو مسلمان ورور دوژلو حتى تصور هم ونه كړي . خو د دي سره سره بيا هم كله ناكله ، د بيلابيلو عواملو او اسبابو له امله يو مسلمان د بل وژلو ته ملا تړي ، پرته له دې چې دخپل دغه ناوړه كار دنيوي او اخروي خطرناكي پايلي او عواقب په نظر كې ولري ، چې دنيوي نتيجه يي ( دمقتول دأولياوو دغوښتني سره سم ) قصاص دي . او د أخروي عقاب په هكله يې هم ګڼ شمير شرعي نصوص په قرآن مجيد او نبوي سنتو كې راغلي دي ، چې دلته به يې د بيلګې په توګه د يو څو يادونه وكړو :
پيل به وکړو دسورة مائدي په (32 ) آيت شريف باندي : " مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا , وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا" : هر هغه څوك چې بل څوك پرته له بدلې ( يعنې قصاص ، چې هغه به هم د شرعي قاضي له لوري وي) او په مځکه كې له فساده ووژني نو لكه ټول خلك چې يې وژلي وي ، او څوك چې يو نفس راژوندي كړي ( يعني دهغه دژوندي پاته كيدلو اسباب برابر كړي ) نو لكه ټول انسانان چې يې راژوندي كړي وي . دلته ګورو چې مطلق نفس ياد شوی دی ، پرته له دې چې هغه څوك وي . مفسرين وايي چې په دې آيت شريف كې د يو انسان د ټولو انسانانو په شان ګڼلو مقصد د الله تعالى په نزد كې د انساني نفس دحرمت دكچې روښانه كول دي ، ترڅو هر څوك دبل د ژوند درناوی وكړي ،او له ناحقه قتل څخه ډډه ،او د نورو انسانانو دژوند د بقاء لپاره هڅه وكړي . د مسلمان د قصدي وژلو نه د خبر داري او د دې ستر جرم نه د ويرولو بل آيت دسورة النساء (93 ) آيت دي : " وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فِيها وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذاباً عَظِيماً" يعني : هر هغه څوك چې يو ( بي ګناه ) مؤمن قصدا ووژني نو سزا يې جهنم دی، چې تل تر تله – او يا خورا زياته موده - به پكي پروت وي ، او الله تعالى پرې په قهر شوي دی، او لعنت يي پرې ويلی دی ( يعنې دخپل رحمت څخه يې رټلی دی ) او هغه ته يې ستر عذاب چمتو كړی دی . العياذ بالله ! داسي سخت وعيد پس له شركه هيڅ ګناه ته نه دي راغلي ، بلكه د يو مسلمان قصدي ناحق وژل په ډيرو آيتونو كې دشرك سره يوځاي ياد شوي دي ، لكه دسورة الفرقان په (68) آيت شريف كې چې الله تعالى د مؤمنانو د صفتونو د بيانولو په ترڅ كې فرمايي : " وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلهاً آخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ" او هغه كسان چې نه بولي د الله تعالى سره بل معبود ، او نه وژني دوي هغه نفس چې الله تعالى يې وژنه حرامه كړي الا په حق سره ، او نه زنا كوي . ددې نه وروسته بيا فرمايي چې:" وَمَنْ يَفْعَلْ ذلِكَ يَلْقَ أَثاماً (68) يُضاعَفْ لَهُ الْعَذابُ يَوْمَ الْقِيامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهاناً (69) إِلاَّ مَنْ تابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صالِحاً فَأُوْلئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئاتِهِمْ حَسَناتٍ وَكانَ اللَّهُ غَفُوراً رَحِيماً " هرچاچې وكړي ( يعني دغه ياد شوي ګناهونه) نو وبه ويني سزا دخپلې ګناه ، عذاب به ورته د قيامت په ورځ دوه برابره كيږي ، او تل به دغه عذاب كې خوار او ذليل پاته وي ، مګر هغه څوك چې توبه اوباسي او نيك عمل وكړي نو الله تعالى به د هغوي بدي په نيكي بدله كړي او الله تعالى بخښونكي او مهربانه ذات دی . همدا راز د سورة الأنعام به 151 آيت شريف كي هم قتل د شرك سره به يو سياق او یو ځای كې ياد شوی دی .
د آيتونو برسيره په نبوي حديثونو كې هم د بي ګناه قصدي وژلو د بې ساري جرم د حرمت او د هغې نه د خبرداري او ويرولو په هكله ډير أحاديث راغلي دي ، چې مونږ به يې دلته دبيلګې په توګه دلاندی حديثونو يادونه وكړو :
په يو متفق عليه حديث كې د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت شوی دی چې پيغمبر عليه الصلاة والسلام فرمايي " لَا يَحِلُّ دَمُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ، يَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنِّي رَسُولُ اللهِ، إِلَّا بِإِحْدَى ثَلَاثٍ: الثَّيِّبُ الزَّانِي، وَالنَّفْسُ بِالنَّفْسِ، وَالتَّارِكُ لِدِينِهِ الْمُفَارِقُ لِلْجَمَاعَةِ "نه ىه روا وينه تويول د مسلمان سړي ، هغه چې ګواهي وركوي په دې باندې چې پرته له الله تعالى نه بل دعبادت وړ معبود نشته ، او زه د الله استازي يم مګر چې يو له دغو دريو كسانو څخه وي : واده كړي زنا كار ، يو نفس دبل نفس په بدله كې ( قصاص) او ددين پريښودونكي، دمسلمانانو د ډلې نه بيليدونكي . او په بل حديث كې چې امام بخاري روايت كړي دی راځي چې " " أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، فَإِذَا شَهِدُوا وَاسْتَقْبَلُوا قِبْلَتَنَا، وَأَكَلُوا ذَبِيحَتَنَا، وَصَلَّوْا صَلَاتَنَا، فَقَدْ حَرُمَتْ عَلَيْنَا دِمَاؤُهُمْ وَأَمْوَالُهُمْ إِلَّا بِحَقِّهَا لَهُمْ مَا لِلْمُسْلِمِينَ، وَعَلَيْهِمْ مَا عَلَيْهِمْ ": ما ته امر شوی دی چې دخلكو ( مشركانو ) سره تر هغې پورې جګړه وكړم ترڅو چې ووايي چې لا إله إلا الله وان محمدا رسول الله ، خو كله چې يې دا شاهدي وركړه ، او زمونږ قبلې ته يي مخه كړه ، او زمونږ حلاله يې وخوړله ، نو پر مونږ يې ويني او مالونه حرام دي مګرپه حقه باندې ، د هغوي داسې حق دی لكه د نورو مسلمانانو ، او پر هغوي داسې حق دي لكه په نورو مسلمانانو . همدا راز په يو بل حديث شريف كې راځي چې پيغمبر عليه السلام د حجة الوداع په خطبه كې خلكو ته وويل چې " إِنَّ دِمَاءَكُمْ وَأَمْوَالَكُمْ عَلَيْكُمْ حَرَامٌ " په تحقيق سره چې ستاسې ويني ( نفسونه ) او مالونه پر تاسې باندې حرام دي .
هو ، لكه څرنګه چې مو وړاندې وويل د ناحقه وينو تويولو حرمت ټولو مسلمانانو ته معلوم دي ، او فكر نه كوم چې دچا نه پټ وي ، خو سره د دې هم كله ناكله په ځيني خلكو شيطان او خپل نفسونه زورور شي او د دي ستری ګناه د ترسره كولو هوډ وكړي ، او يا يې فعلا تر سره كړي ، نوځكه رسول الله صلى الله عليه وسلم خلكو ته د هغه د انجام څخه خبر داری وركړي دی ، تر څو هيڅوك هم په دې ناوړي كړنه كې ښكيل نه شي . په يو متفق عليه حديث شريف كې راځي چې : " أول ما يقضى بين الناس يوم القيامة في الدماء " يعني د قيامت به ورځ كې به د خلكو په مينځ كې پريكړه اول په تويو شويو وينو كې وي . همدا راز په يو بل صحيح حديث شريف كې راځي چې" لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ" يعني د ټولې نړۍ زوال او نړیدل دالله تعالى په نزد كې د مسلمان د وژني نه أسانه او كم دی . په يو بل صحيح حديث شريف كي راځي چې " وْ لو أَنَّ أَهْلَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ اشْتَرَكُوا فِي دَمِ مُؤْمِنٍ لَأَكَبَّهُمُ اللَّهُ فِي النَّارِ" يعنې كه چيري د أسمان او مځكي اوسيدونكي د يو مؤمن په وينه تويولو كې شريك شي، نو الله تعالى به يي پړ مخي په اور كې واچوي . په يو بل ضعيف حديث شريف كې راځي چې :" مَنْ أَعَانَ عَلَى قَتْلِ مُسْلِمٍ بِشَطْرِ كَلِمَةٍ جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَكْتُوبًا بَيْنَ عَيْنَيْهِ: آيسٌ مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ " هر هغه څوك چې د يو مؤمن په وژلو كې حتى په نيمه خبره هم مرسته وكړي، نو دقيامت به ورځ به داسي حالت كې راځي چې د سترګو په مينځ كې به يې ليكل شوي وي : د الله تعالى د رحمت نه ناهيله او نا أميد . د مسلمان وژنه خو لا څه بلكه هغه ته په وسلې اشاره او ګوت څنډنه هم ستره ګناه ده . په يو صحيح حديث شريف كې راځي چې " الْمَلَائِكَةُ تَلْعَنُ أَحَدَكُمْ إِذَا أَشَارَ لأخيه بِحَدِيدَةٍ، وَإِنْ كَانَ أَخَاهُ لِأَبِيهِ وَأُمِّهِ "ستاسې پر يو كس ملائكې لعنت وايې كله چې خپل مسلمان ورور ته وسله اوِښوروي ، حتى كه له پلاره او موره يې سكني ورو هم وي .
د مسلمان وينه تويول هغه ناوړه کار ده چې دهغې د مسئوليت نه وتل خورا ګران كار دی ، په يو صحيح حديث شريف كې راځي چې " لَنْ يَزَالَ الْمَرْءُ فِي فُسْحَةٍ مِنْ دِينِهِ، مَا لَمْ يُصِبْ دَمًا حَرَامًا " يعني يو چا ته تر هغې وخته پوري د دين ميدان پراخه وي ( يعني له هري ګناه نه ورته دوتلو فرصت وي ) تر څو چې ناروا وينه تويه نه كړي .
مسلمانانو ورونو : ناروا قتل هغه ستره ګناه ده چې دا ډار اوخطر پكې شته چې الله تعالى يي ونه بخښي , په يو بل حديث كې چې دهغې اسناد هم ډيرو علماوو صحيح كړي دي راځي چې " كُلُّ ذَنْبٍ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَغْفِرَهُ، إِلَّا الرَّجُلُ يَقْتُلُ الْمُؤْمِنَ مُتَعَمِّدًا، أَوِ الرَّجُلُ يَمُوتُ كَافِرًا" ټولې ګناهګانې هيله ده چې الله تعالى يې اوبخښي، پرته له هغه چا چه مؤمن قصدا ووژني او يا كافر مړ شي . په يو بل صحيح حديث كې راځي چې " يَجِيءُ المَقْتُولُ بِالقَاتِلِ يَوْمَ القِيَامَةِ نَاصِيَتُهُ وَرَأْسُهُ بِيَدِهِ وَأَوْدَاجُهُ تَشْخَبُ دَمًا، يَقُولُ: يَا رَبِّ، قَتَلَنِي هَذَا، حَتَّى يُدْنِيَهُ مِنَ العَرْشِ" د دي حديث په يو بل روايت كې راځي چې " يَجِيءُ الْمَقْتُولُ بِقَاتِلِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فَيَقُولُ: يَا رَبِّ سَلْ هَذَا فِيمَ قَتَلَنِي" . په يو بل صحيح حديث شريف كې راځي چې ابو بكرة رضي الله وايي : ما له پيغمبر صلى الله عليه وسلم نه واوريدل چې " إِذا الْتقى المسْلمان بسيفيهما، فالقاتلُ والمقتولُ في النارِ. فقلتُ: يا رسولَ الله! هذا الْقاتلُ، فما بالُ المقتولِ؟ قالَ:" إنه كان حريصاً على قتلِ صاحبهِ" كله چې دوه مسلمانان د جنګ په نيت توره په لاس يو د بل سره مخامخ شي، نو قاتل او مقتول دواړه په اور كې دي .ابو بكرة – رضی الله عنه - وايي چې ما پوښتنه وكړه، چې أي دالله رسوله! دا يو خو قاتل دی ، دا د بل نو څه ګناه ده ؟ نو راته يې وويل: چې هغه د هغه بل د وژلو تكل درلودلو .
درنو لوستونکو! يواځې د مسلمان ناحقه قتل حرام نه بلكه د غير محاربو , يعني هغو غير مسلمانانو وينه هم حرامه ده، چې د مسلمانانو په مينځ كې د ذمي او يا معاهَد په توګه اوسيږي، او يا كوم مسلمان ورته أمن او پناه وركړي وي، لكه په پورتني يو حديث شريف كې چې په مطلقه توګه راغلي وه چې " مَا لَمْ يُصِبْ دَمًا حَرَامًا " . او د دي خبري په يو بل صحيح حديث كې هم يادونه شوي ده كله ده رسول الله – صلس الله عليه وسلم – فرمايي : " مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا" هر هغه څوك چې كوم معاهَد مړ كړي، نو دجنت بوي به هم ورنه شي ، پداسې حال كې چې بوي يې له ډيري ليري مسافي راځي . همدغه معنی په یو بل حدیث کی هم راغلی ده :" مَنْ قَتَلَ نَفْسًا مُعَاهَدَةً بِغَيْرِ حَقِّهَا لَمْ يَجِدْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ" څوک چه معاهد انسان ناحقه ووزنی د جنت بوی به هم ورنه شی .همدا راز په یو بل حدیث کی هم ورته خبره راځی : (مَن قتل معاهداً في غير كُنهه حرَّم الله عليه الجنَّة) ، بلكه د آحادیثو نه مخکی خپله په قرآن مجید کی مطلق بی ګناه نفس یاد شوی دی ( من قتل نفسا بغیر نفس او فساد فی الارض ) پدی اړوند نور صحیح حدیثونه هم ډیر دی .
لنډه دا چې ناحقه وينه تويول خورا ستره ګناه ده ، او دا خطر پكې شته چې د قاتل پر مخ دجنت او دالله تعالى درحمت دروازې وتړل شي ، او شك نشته چې له دې نه بل سخت عقاب او سزا نشته ، والعياذ بالله . خو له بده مرغه نن سبا چې په ډيرو اسلامي ټولنو ، په تيره بيا زمونږ او ستاسې په ګران هيواد كې دا ګناه خلكو ته دومره اسانه شوي ده چه ته به وايي، ځيني خلكو ته هيڅ ګناه نه ښكاري ، او هيڅ باك يې نه ګڼي . او ويلي شو چې دا د هغو فتنو له شميري څخه دي، چې دهغې څخه لا پخوا زمونږ خوږ پيغمبر مونږ ته خبر او خبر داري راكړي وو ، لكه چې په يو صحيح حديث شريف كې راځي چې " وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَا تَذْهَبُ الدُّنْيَا حَتَّى يَأْتِيَ عَلَى النَّاسِ يَوْمٌ لَا يَدْرِي الْقَاتِلُ فِيمَ قَتَلَ وَلَا الْمَقْتُولُ فِيمَ قُتِلَ فَقِيلَ كَيْفَ يَكُونُ ذَلِكَ قَالَ الْهَرْجُ الْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ" : زما دې په هغه ذات سوګند وي چې زما نفس ( روح) يې په لاس كې دي دنيا به تر هغې پورې پاي ته ونه رسيږي، تر څو چې خلكو باندې داسې ورځ رانه شي، چې قاتل به نه پوهيږي چې په څه يې بل ووژلو ، او نه به مقتول پوهيږي چه په څه باندې ووژل شو . نو ورته وويل شول چې : دا به څنګه وي ؟ نو پيغمبر عليه السلام ورته ځواب ورکړ چه : الهرج . قاتل او مقتول دواړه به په دوزخ كې وي . په يو بل روايت كې بيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: چې تر هغې به قيامت رانشي تر څو چې هرج زيات نه شي ، نو ترينه پوښتنه وشوه چې هرج څه ته وايي؟ ويي فرمايل چې وژنه ، وژنه .
په يو بل صحيح حديث كې چې له ابو موسى الأشعري رضي الله عنه نه روايت شوی دي راځي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : "إِنَّ بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ لَهَرْجًا» ، قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا الْهَرْجُ؟ قَالَ: الْقَتْلُ . فَقَالَ بَعْضُ الْمُسْلِمِينَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّا نَقْتُلُ الْآنَ فِي الْعَامِ الْوَاحِدِ مِنَ الْمُشْرِكِينَ كَذَا وَكَذَا، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَيْسَ بِقَتْلِ الْمُشْرِكِينَ، وَلَكِنْ يَقْتُلُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا، حَتَّى يَقْتُلَ الرَّجُلُ جَارَهُ، وَابْنَ عَمِّهِ وَذَا قَرَابَتِهِ. فَقَالَ بَعْضُ الْقَوْمِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَمَعَنَا عُقُولُنَا ذَلِكَ الْيَوْمَ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَا، تُنْزَعُ عُقُولُ أَكْثَرِ ذَلِكَ الزَّمَانِ، وَيَخْلُفُ لَهُ هَبَاءٌ مِنَ النَّاسِ لَا عُقُولَ لَهُمْ. په تحقيق سره چې دقيامت په درشل كې به هرج را پیدا كيږي ،ابو موسى وايې : چې ما ورڅخه پوښتنه وكړه چې هرج څه شی دی ؟ راته يې وفرمايل چې : قتل . نو ځيني مسلمانانو وويل: چې أي د الله رسوله! مونږه اوس هم له مشركانو څخه ( په جګړو کی ) په يو كال كې دومره دومره وژنو . نو پيغمبر عليه الصلاة والسلام وفرمايل چې نه ، هغه د مشركانو قتل نه دي ، بلكه تاسې به يو بل وژنئ ، آن تر دې چې يو څوك به خپل ګاونډي او د تره زوي او خپلوان وژني . نو ځيني خلكو وويل چې : أي د الله رسوله : زمونږ سره به هغه ورځ عقلونه وي ؟ ( يعنې دا كار خو دعقل سره هيڅ سمون نه لري ) نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې : نه ، د هغي وخت د ډيرو خلكو عقلونه به ايستل كيږي .( دي ته اوس د ماغزو مينځل وايي .
مسلمانانو ورونو ! آخري خبره دا كول غواړم چې نن سبا د سختې ابتلاء زمانه ده ، هره خوا د فتنو څپې رواني دي ، نو بايد چې هر څوك خپل عمل ، خپلې وينا ، او خپلې ليكنې ته پوره پام وكړي ، هسې نه چې ناخبره او لاشعوري د فتنو په پارولو او ډيريدلو ،او دبې ګناه ويني په تويولو ، او د مسلمانانو د كړاونو او بدمرغيو په زياتيدلو كې ښكيل شو.
