No-IMG

په اسلامي نړۍ کې د بهرنی سیاست یوه څنډه

زلمی زابلي

 

د اسلام پاک پيغمبر حضرت محمد (ص )د اسلام مقدس دین ته د دعوت په منظور د ايټالیا د بېزانس ښار ( د وخت امپراتوری ) ، ایران ( دوخت امپراتور ی ) ،مصر او حبشې ته خپل استازي ولېږل  ترڅو د یادو هېوادونو د امپراتور  یا پاچا ته د اسلام د دعوت بلنه ورکړي.

لارښوونه داسې وه چې پيغام وړونکی باید نېغ په نېغه لیک د پاچا یا امپراتور  په لاس کې ورکړي.

د حبشې پاچا  د اسلام دعوت ومانه ، دمصر پاچا هم بلنې ته لبیک ووایه،د بېزانس امپراتور چه په هغه زمانه کی د نړی د عیسویت مرکزیت و ،  منفی ځواب ورکړ چې زما ملت اسلام نه قبلوي، د فارس امپراتور  دعوت لیک څېری کړ او استازی یې وشاړه.

د یاد دعوت څخه دا ثابته شوه چې په اسلام  کې د ډیپلوماسۍ اصل د یوه پرنسیپ په حیث قبول  شوې ، ترڅو د اسلام دمقدس  دین دعوت په ټول بشریت کې خپور شي چې وروسته د اسلام په پراختیا سره تلپاتې سیاسي ډيپلوماتیکې نمایندګۍ جوړې شوې.

چې سترې دندې يې د اسلامی جګړې څخه مخنیوی ، د سولې خبرې اترې او د دښمنۍ څخه نفرت ، د جنګی اسیرانو تبادله،د غرامت او فدیې په هکله د تړونونو انعقاد او د دوستۍ تړونونه شامل وو.

د ډيپلوماتیک هېئت مصونیت د حضرت محمد  ( ص) په وخت کې تضمین شوی اصل وو، چې استازۍ به یې بېرته مصئون رخصت کاوه، آن تر دې چې یوه ورځ د حضرت محمد  (ص) حضور ته د مسلمة الکذاب استازی راغی چې په درواغو یې د نبوت دعوه کړې وه، او د اسلام د ستر او پاک پیغمبر حضرت محمد

(ص) څخه یې د نبوت د منلو غوښتنه کړې وه، خو حضرت محمد( ص ) بېرته رخصت کړ او ورته یې وویل چې؛ (باید ووژل شئ، خو قاصد یې بېرته لاړه شه.)

د اسلام  په لومړیو کې د ډيپلوماتیکو اصولو احترام په دې معنی و چې په اسلام  کې بین المللي حقوقو ته درنښت شته.

هر اسلامی  هېواد په خپل بهرني سیاست کې د اسلام مقدس دین ته  دعوت،د دوستۍ د معاهداتو انعقاد،د جنګ څخه د سولې په منظور خبرې اترې،د اسلامی  موخو څخه وه، چې په بهرني سیاست کې د ملي ګتو په حیث څارل کېده.

 حسن الشیبانی  د لومړي ځل لپاره د سیر الکبیر په نامه کتاب ولیکه چې؛ د اسلامی  دولت کړنې يې په بین المللي چارو کې تشریح کړي دي ، لومړنی کتاب دی چې په اسلامی نړۍ کې د بین المللي حقوقو په هکله کښل شوی دی.

سویسي اسلام  پوه (  مارسل یوازار ) عقیده لري چې؛ (که چېرې د بین المللي حقوقو د تاسیس فلسفه دا وي چې د ملتونو په منځ کې اړیکې راشي او د انسانانو په منځ کې د مساوات، ورورګلوۍ او د زورمندانو د زور څخه مخنیوی،مقصد وي باید ووایو چې؛ د اسلام  پیغمبر جناب حضرت محمد (  ص)  د بین المللي حقوقو دبنسټ ایښودونکی  دی.)

داچه نن د ااا لمړی مرستیال د نړی په  ټولو  هیوادونو ږغ وکړ که د افغانستان  د اسلامی دولت سره کوم بهرنی ملک  سیاسی مشکل ولری ، د ااا حاضر دی چه د خبرو دلاری  ، مشکلاتو ته دحل لاره پیدا کړی

دااقدام د اوسنیو حالاتو او شرایطو سره برابر او معقول عمل دی ، که دنړی یاد هیوادونه چه په سر کی امریکا او انگلیس قرار لری ،  په حقیقت د ااا سره د مشکلاتو حل د خبرو دلاری غواړی او بل شوم استعماری هدف   ونلری ، ضرور ده چه د خبرو میز ته مراجعه وکړی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک