مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: حکمتیار: سپينه ماڼۍ او پنتاگون؛ د ماتي ملامتي يو د بل پر غاړه اچوي، شرخوښي جنرالان او سناتوران ئې؛ د بل جنگ پيلولو هڅه كوي، وايي: له پنجشير سره مرسته وكړئ او په رسميت ئې وپېژنئ!! أمريكا بايد افغانستان ته بېرته ستنه شي، همغسي چي عراق او سوريې ته بېرته ستنه شوه!!
تحريمونه او تهديدونه فقر او قيمتي پر أفغان ولس تحميلول د افغانستان د بانكي پانگو كنگلول، د ملل متحد جنرل اسمبلې كلنۍ ناستي ته د اسحاقزي وينا ته اجازه او دې ته ورته شرارتونه د همدې لپاره دي له مظلومو افغانانو د خپلي ماتي غچ واخلي.
✒: حکمتیار: نوي حكومت دې ته ضرورت درلود چي د حكومت، اداراتو او چارواكو وظائف او صلاحيتونه او د فرد او ټولني حقوق او تولنيز وجائب تثبيت او مشخص كړي. څو بديلونه ئې په مخكي درلودل: 1- نوى أساسي قانون تصويب او وړاندي كړي. 2- له مخكنيو أساسي قوانينو يو ترې غوره كړي. 3- يوه مختصره لائحه چي ټول ضروري او عاجل مسائل ئې احتواء كړي وي؛ تهيه او وړاندي كړي. دا ئې كولى شو چي د دې لائحې په تهيه كولو كي ئې له مخكنيو أساسي قوانينو او په دې اړه وړاندي شوو طرحو استفاده كړې وى.
په دې دريو بديلونو كي غوره او عملي ئې دا درېيم بديل دئ، دا ځكه چي نوى قانون كافي وخت ته ضرورت لري او دا كار فقط يوه داسي لويه جرگه كولى شي چي د ټول أفغان ولس واقعي ممثل او غړي ئې د ملت منتخب استازې وي. همدا راز مخكني أساسي قوانين ډېري شرعي او حقوقي ستونزي لري؛ په دغو قوانينو كي داسي مواد، صلاحيتونه او اصطلاحات مومو چي د اسلام له څرگندو اساساتو سره په بشپړه توگه مغايرت او تعارض لري.
✒: حکمتیار: ټول مؤمن او مجاهد افغانان د امارت إسلامي رئيس الوزراء؛ ملا محمد حسن آخوند؛ د دې موقف ستاينه كوي چي په خپل فرمان كي ئې ويلي: هيڅوك حق نه لري د چا كور او دفتر ته د وسائطو او وسائلو د پلټني په بهانه ننوځي؛ ټولو جنگياليو ته ئې امر كړى چي خپلو نظامي مركزونو ته ولاړ شي. افغانان هيله من دي چي د مرموز او هدفي قتلونو د مخنيوي په اړه هم جدي، قاطع او فوري اقدامات وشي او نه يوازي د خپلسريو مخنيوي وشي بلكي قاتلان ئې د شريعت مطابق مجازات او قصاص شي. په ننگرهار كي د دې قتلونو لړۍ ډېره وحشتناكه بڼه غوره كړې.
د اسىلامي شريعت حكم او لارښوونه دا ده چي د إسلامي حكومت او إسلامي نظام مخالف فرد او ټولي خلاف هغه مهال وسله كارول جائز دي چي: له لمانځه او زكات انكار وكړي او په وسله وال بغاوت لاس پوري كړي؛ قرآن په همدې ارتباط فرمايلي:
فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُاْ ٱلزَّكَوٰةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ . لتوبه: 15
نو كه ئې توبه وكړہ، لمونځ ئې قائم كړ او زكات ئې وركړ، نو لاره ئې خوشې كړئ، بيشكه چي خداى بخښونكى مهربان دئ.
✒: حکمتیار: اسلام هغه دين دئ چي هر څه ته څرگند او واضح قانون لري، هر څه د قانون په محدوده كي تنظيموي، د خپل سريو مخه نيسي، په اسلام كي مجازات حدود لري او پلي كوونكي ئې مشخص دي، هيڅوك حق نه لري د محكمې له حكم پرته څوك مجازات كړي او داسي سزا وركړي چي په شريعت كي نشته؛ د ټوپك په ميل او كونداغ او سوټيو د چا وهل، په خوله كي څپلۍ او بوټ وركول، مخ ئې ورتورول، په خره ئې سپرول او د خلگو منځ كي ئې گرځول؛ په اسلام كي نشته. اسلام د گناهونو او جناياتو لپاره مشخصي سزاگاني ټاكلې، نه ئې څوك د زياتولو حق لري او نه د كمولو.
دا چي څوك د تورن كور ته ننوځي، يا ئې هملته وهي او وژني او يا ئې له كور راباسي او د پيكا او كلشنكوف په ضربه ډزو ئې وژني او يا ئې له ځان سره بيايي او سبا ئې مړى د سړك خوا ته غورځوي؛ هيڅ صادق او خداى پال مجاهد او اسلام ته ژمن انسان دا كار نه كوي؛ دا د دين دښمنو كمونستانو او بې دينو سيكولرانو ميراث او د كچه تكفيري انقلابيونو مسلك او مذهب دئ.
✒: د جلال اباد ښار د دريمې امنيتي حوزې اړوند داودزي پلازې ته څېرمه اور لګېدنه رامنځته شوې ده. ویل کیږي د اور وژنې ډله سیمې ته رسیدلي، خو تر اوسه د مالي او ځاني زيانونو په اړه دقیق معلومات نشته.
✒: طا لب مشرانو یو ځل بیا پر نورو هېوادونو غږ کړی، چې په کابل کې خپل سفارتونه او استازولۍ بېرته پرانېزي. اوسمهال په کابل کې د پاکستان، ترکیې، چین، او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادو سفارتونه پرانېستي دي.
✒: د ا.ا.ا د ریاست الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې دوی د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او که څوک ور سره مشکل لري، حاضر دي چې د مفاهمې له لارې مشکل ورسره حل کړي. نوموړي ویلي، حکومت يې چاته د ضرر اراده او پالیسي نه لري او افغان خاروه به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.
✒: اردوغان: ما بهاصطلاح "مسئله کُرد" که توسط همه بخشها، از جمله گروههای تروریستی مورد سوء استفاده قرار میگرفت را با همه ابعاد، از حقوق و آزادیها گرفته تا توسعه حل کردیم
خوشحالیم که در چنین دوره بحرانی از سرمایهگذاریهای خود در زیرساختهای بخش سلامت و منابع انسانی کشورمان با همه عناصر آن بهرهمند شدیم.
ما مصمم هستیم که با برداشتن گامهای متعدد از سیاستهای کلان اقتصادی تا اصلاحات ساختاری، تورم را تک رقمی کنیم.
تصمیم برای تقدیم توافق اقلیمی پاریس به پارلمان، اولین مژده از برنامه «توسعه سبز» است که آغاز کردهایم.
✒: وزیر تجارت ترکیه: صادرات در 12 ماه گذشته با 212.2 میلیارد دلار رکورد تاریخی ثبت کرد. با این آمار، رقم 211 میلیارد دلار برنامه میان مدت پایان سال را پشت سر گذاشتیم.
حجم صادرات ترکیه در سپتامبر با 30 درصد رشد در مقایسه با مدت مشابه سال قبل به 20.8 میلیارد دلار رسید. این اولین بار است که حجم صادرات ماهانه ما از سطح 20 میلیارد دلار فراتر رفت.
✒: سوداګر د تورخم له لارې پاکستان ته د تازه مېوو د بار موټرو د اوښتو په برخه کې د ځنډ له امله شکایت کوي. تورخم ښارګوټي کې یې لسګونه لارۍ چې د هېواد تازه مېوې او ترکاري په کې بار دي، سوداګر یې شکایت کوي چې پاکستان هغې غاړې ته د موټرو وراوښتو پروسه ځنډنۍ پر مخ بیایي.
✒: د امریکا نظامي چارواکي وايي چې راتلونکې اوونۍ یو ځل بیا امریکا ته له افغانستان څخه د تخیله شویو کسانو د رسیدو بهیر پیل شي. په تیرو دریو اوونیو کې له اروپا او منځني ختیځ څخه د زرګونه کسانو د انتقال بهیر د شرې د واکسین د تطبیق په هدف دریدلی وو.
✒: په ۲۰۲۰ کال کې د امریکایي نظامیانو ترمنځ د ځان وژنې موارد ۱۵ سلنه زیات شوي دي. چارواکي وايي دغه موارد په خاص ډول د پوځ او سمندري ځواکونو په قول اردوګانو کې د پام وړ زیات شوي. نظامي چارواکو دا پیښې ناوړه بللي او ددغه بهیر د مخنیوي لپاره یې د ډیرو هڅو غوښتنه کړې ده.
✒: شمالي کوریا د هوا ضد یو نوی ډول توغندی ازمویلی دی، شمالي کوریا د تیرې یوې میاشتې په دننه کې دا څلورم توغندی دی چې ازمايي یې. د شمالي کوریا لخوا په پرله پسې ډول سره د توغندیو ازمایښت د نړیوالې ټولنې اندیښنې راپارولي دي.
✒: ايران د اذرباييجان پولې ته نږدې پوځي تمرينات پيل کړي.
د ایران او آذرباییجان اړیکو کې د وروستيو ترینگلتیاوو په لړ کې ایران د آذرباییجان پولې ته نږدې پوځي تمرینات پیل کړي دي.
د ایران سپاه پاسداران وایي اسراییل د آذرباییجان سره ورځ تر بلې نږدې کیږي او دا کار ایران گواښي.
✒: د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي مونږ د افغانستان او تاجکستان پر پوله ترينګلتيا په اړه اندېښمن يو او له نږدې يې څارو.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ویلي, وروستيو کې افغانستان او تاجکستان پولې ته پوځيان استولي خو دوی له کابل او دوشنبې غواړي چې د يو منل شوې لارې دې داستونزه حل کړي.
✒: آل ثانی که روز گذشته در یک کنفرانس خبری با جوزف بورل، مسئول سیاست خارجی اتحادیه اروپا، در دوحه سخن میزد افزود که محروم ساختن دختران و زنان افغانستان از آموزش یک اقدام ناامید کننده است.
آل ثانی گفت: «اقدامات اخیر در افغانستان که، متاسفانه، شاهد آن بودهایم، بسیار ناامید کننده استند که ببینیم اقداماتی برای برگشت به عقب گرفته شدهاند.»
