مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: کابل کې د پاکستان سفارت وایي چې له دې وروسته پاکستان ته د تلو لپاره ګېټ پاس ته اړتیا نشته او له افغانستانه پاکستان ته تلونکي مسافر یوازې د ويزې په درلودلو سره کولی شي دې هېواد ته لاړ شي.
✒: افغانې کډوالې ډاکټرې سلیمې رحمان د اسیا سیمه ییزه جایزه وګټله.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې اعلان کړی، ۲۹ کلنې افغانې کډوالې ډاکټرې سلیمې رحمان د اسیا سیمه ییزه نانسن جایزه ګټلې.
یادې ادارې ویلي، نوموړې ته یې دا جایزه په پاکستان کې ځايي ټولنو او کډوالو ته د غوره چوپړ او ژمنتیا له امله ورکړې.
✒: د ننګرهار مرکز جلال اباد کې امنیتي ځواکونو د امنیت ټېنګښت په موخه جدي پلټنې پیل کړي.
د یاد ولایت ملي امنيت مشر ډاکتر بشير وايي،ښار کې يې د امنيت ټينګښت او فساد مخنیوي په موخه قاطع اقدامات پیل کړي او ډاډ يې څرګند کړی،چې د ننګرهار ټولو سيمو کې امنيتي ننګونې لمنځه وړل کيږي.
✒: په بغلان ولایت کې یو ډاکټر او د هغه کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
دا پېښه پرون د یاد ولایت د اندراب ولسوالۍ په ده یک کلي کې شوې ده.
د سیمې خلک وايي،د ظهیرالدین په نوم دا جراح ډاکټر د مقاومت جبهي ټپیانو درملنه کوله.
تر اوسه پورې د برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.
✒: د کابل په بازارونو کې د یو امریکایي ډالر بیه ۹۱ افغانیو ته لوړه شوې.
✒: د طالبانو چارواکي وایي زابل کې د داعش جنګیالیو او طالبانو ترمنځ نښته نه ده شوې او په دې تړاو خپاره شوي راپورونه سم نه دي.
خو زابل کې ځایي سرچینو کابل نیوز ته وویل، چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش جنګیالو ترمنځ نښته شوې، چې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې.
✒: سپین بولدک کې د چمن او وېش تر منځ دروازه تر شخړي وروسته بنده شوې ده.
نن سهار له وېش بازار څخه چمن لوري ته یو نظامي زخمي د تداوۍ لپاره بیول کیده، چې د پاکستانیو ملېشو لخوا وهل شوی، چي بیا د دواړو لورو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته فزیکي شخړه شوې او له امله یې لاره بنده شوې.
بولدک کي مسئولین وايي چي موضوع یې حل کړې او دروازه به ډېر ژر بیرته د تګ راتګ پر مخ خلاصه شي.
✒: واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې د افغانستان بانک ډالري ذخایر کم شوي او یوه اندازه پیسې یې لادرکه شوې هم دي.
رویټرز خبري اژانس د نړیوال بانک او د افغانستان بانک د نورو ډونرانو یوه راپور ته لاسرسی پیدا کړی، چې ښيي د طالبانو تر راتګ مخکې پیسې اېستل شوي او ذخایر کم شوې دي.
✒: اولین محموله کمکهای بشردوستانه چین به کابل رسید. وانگ یو، سفیر چین در افغانستان، میگوید که این کمکها به وزارت مهاجرین تسلیم داده شده است.
✒: په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی او ویلي یې چې، د کابل سعودي تر منځ یې د رسمي پروازونو پیلولو اجازه له سعودي چارواکو تر لاسه کړې او ژر به د دواړو هیوادونو تر منځ رسمي الوتنې پیل شي.
✒: په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګین د ا.ا.ا له مرستیال رییس الوزرا ملا عبدالغني برادر سره د لیدنې په ترڅ کې ویلي چې هېواد یې د باثباته افغانستان غوښتونکی دی او په انکشافي او روزنیزو برخو کې د همکاریو دوام ته چمتو دی.
✒: د ا،ا،ا د رییس الوزرا د حکم له مخې ویل شوي چې،هیچاته اجازه نشته چې څوک د نقلیه وسایطو د پلټنې په بهانه د خلکو شخصي کورونو او شرکتونو ته داخل شي.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه در راه بازگشت از سوچی و دیدار با ولادیمیر پوتین، همتای روس خود در گفتگو با خبرنگاران، گفت: ترکیه به تمامی موارد توافقات با روسیه در خصوص سوریه متعهد بوده و به هیچ عنوان عقب نشینی از آن موارد مطرح نیست.
اردوغان با بیان اینکه ضرورت توافقات صورت گرفته با روسیه در خصوص پایان دادن به حضور گروه تروریستی پ ک ک/ی.پ.گ در این مناطق باید عملی شود، افزود: موضوعی که من به ویژه روی آن تاکید داشتم حضور پ ک ک/ی.پ.گ در مسکو بود. این مورد را به پوتین یادآوری کردم. گفتیم که باید همبستگی خود را در مبارزه با تروریسم افزایش دهیم.
وی با بیان اینکه روند خرید سامانههای اس-400 ادامه دارد و از آن کنار نمیکشیم، گفت: در این مورد به طور مفصل گفتگو کرده و در خصوص نحوه رسیدن به مراحل بالاتر نیز به تبادل نظر پرداختیم.
اردوغان همچنین از گفتگو پیرامون اقدامات لازم در ساخت موتور هواپیما و جنگندهها خبر داده و اظهار داشت که به امید خدا همین اقدامات را در مورد موتورهای هواپیما نیز انجام خواهیم داد.
وی همچنین از رایزنی برای احداث نیروگاههای جدید در ترکیه خبر داده و افزود: با آقای پوتین در مورد امکان راهاندازی دومین و سومین نیروگاه هستهای به غیر از آککویو رایزنی کردیم. آنها نیز گفتند که در این رابطه کار کنیم.
✒: پوهنتون «استانبول مدنیت» در فهرست برترین پوهنتون های جهان قرار گرفت.
✒: پاکستان د امریکا له وروستي خبرداري سره سخت اندېښمن دی. امریکايي سناتورانو ویلي چې د پاکستان په تړاو به د بندیزونو پر یوه طرحه کار کوي، ځکه دغه هېواد د افغانستان په تړاو له امریکا سره دوه مخې کړې ده.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو ویلي چې دوی له طا لبانو سره یوې منظمې هوکړې ته رسېدلي وو چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه، ددوی همکاران، ديپلوماتان او استخباراتي کسان په مصونه توګه له دغه هېواد ایستل کېږي خو بایډن په هر څه کې تر حد ډېره بېړه وکړه.
✒: د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وایي، د امریکا د ښمنانه سیاست او ګواښونو په نوي حکومت کې هم کوم تغیر نه دی کړی. نوموړي تازه د امریکا لخوا د مذاکراتو د پیلولو غوښتنه هم رد کړې ده.
✒: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوچي ښار کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خپله درې ساعته لیدنه ګټوره بللې ده. دوی دواړو له یوه نیم کال ځنډ وروسته سره لیدلي دي او د کرونا، بېلابېلو اقتصادي او نړیوالو مسایلو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
✒: د امریکا دفاع وزیر لویډ آستین له امریکایي قانون جوړونکو سره په یوه محرمانه ناسته کې ویلي، چې د بایډن حکومت له روسیې سره مذاکرات پیل کړي، چې له مخې به یې په روسیه کې نظامي اډه جوړوي او له دې اډې څخه به په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوي.
✒: د اروپایي ټولنې د بشري مرستو ادارې لخوا د یونسیف په مرسته پر طبي توکو بار یوه الوتکه کابل ته را رسېدلې ده. په دې ۳۲ ټنه توکو کې اړین درمل، انتي بیوتیک، د جراحۍ او نور د اړتیا وړ طبي وسایل شامل دي، چې تر درې میاشتو پورې د ۱۰۰۰۰۰ ناروغو ښځو او ماشومانو لپاره بسنه کوي.
✒: د امریکا د کانګرس یو غړي ویلي چې تاجکستان او ازبکستان ته وړل شوې پوځي الوتکې او چورلکې دي بېرته افغانستان ته نه ورکول کېږي ځکه چې د ده په وینا یادې الوتکې افغان پوځ ته ورکړل شوې وې او کله چې افغان پوځ وپاشل شو نو باید بېرته امریکا ته یووړل شي.
✒: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې دوی به له روسیې څخه د اس-۴۰۰ دفاعي سیسټم پېرلو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې چې یاد سیسټم له امریکا سره د مخامخ کېدو ارزښت لري او دوی د دغه سیسټم پر پېرلو هیڅکله پښېمانه نه دي.
✒: اسټرالیا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره کېدونکې یوازینۍ ټیسټ لوبه لغوه کوي. ټاکل شوې وه چې دغه لوبه د نومبر میاشت کې ترسره شي خو اسټرالیا څه موده وړاندې د یادې سیالۍ ترسره کېدو لپاره شرط ایښی و، شرط دا و چې که ا.ا د نجونو کرکټ ته اجازه ورنه کړي نو دوی به یاده سیالي لغوه کړي.
✒: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا باید د افغانستان ارضي تمامیت ته درناوی وکړي او له داسې کړنو لاس پر سر شي چې د دغه هېواد د ارضي تمامیت او خپلواکۍ نقض بلل کېږي.
✒: د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارک میلي د امریکا د ولسي جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې القاعده او داعش ډلې په افغانستان کې فعاله دي او امریکا ته ستر ګواښ دی.
د امریکا نظامي چارواکو دغه څرګندونې تازه د امریکا د ولسي جرګې غونډې ته کړې دي.
✒: د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي د اکتوبر میاشتې په ۱۲ مه نېټه د جي شل هېوادونو د یوې فوق العاده ناستې اعلان کړی.
د سرچینې په وینا، افغانستان سره بشري مرستې او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به د یادې غونډې د اجنډا مهم ټکي وي.
✒: د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون دير لاين ویلي، افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یې ۳۴۸.۲ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
✒: د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سارکوزي د دغه هېواد یوې محکمې له لوري مجرم پېژندل شوی.
پر نوموړي تور دی، چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د ټاکنیز کمپاین پر مهال غیر قانوني پیسې مصرف کړې وې.
✒: په اکوادور کې بېړنی حالت اعلان شو.
د اکوادور ولسمشر ګلیرمو راسو په لیتورال زندان کې تر خونړۍ نښتې وروسته، په ټول هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړ.
په نښته کې شااوخوا ۱۱۶ کسان وژل شوي او له ۸۰ ډېر ټپيان دي.
چارواکو ویلي،دغه نښته د نشه یي توکو د دوو قاچاق وړونکو ډلو ترمنځ شوې.
