امريکا په افغانستان کي د خپلې ماتې پټولو هڅه کوي
زلمی زابلي
امریکا هغه ماتی چه په ویتنام ، کوریا او کیوبا کی لیدلی وه ، اوس په افغانستان کی غواړی چه خپله شرموونکی سخته ماتی په نورو بهانو ، چال ، نیرنگ او فریب باندی پټه کړی
امریکا په دی کوشش کی ده چه په مختلیفو لارو چارو ، فریب نیرنگ دنیا والو ته داسی ښکاره کړی چه په افغانستان کی اسلامی افراطیت بیا دسره منسجم کیدونکی دی چه امریکا یی باید مخه ډب کړی، نو ځکه یی خپلی ډرون الوتکی دافغانستان هوایی فضا ته رالیږی، دملل متحد دمنشور دکومی مادی په اساس داحق لری؟؟
موږ دامریکا استعماری کړیو ته وایو چه تاسی افغانستان شل کاله په خپلو بی معنی او بی مفهومه مداخلی سره په مادی او معنوی لحاظ تباه کړ ،
ستاسی په شتون کی افغانستان دمخدره توکو په تولید او قاچاق کی نړیوال لمړی ریکارد درلود ،
جګړه په هغه شدت دوام درلود چه هره ورځ مو په لسگونه حتی په سلگونه افغانان دلاسه ورکول،
غلا، فساد ،رشوت ،غصب او چور چه تر افغانانو بهرنیان ډیر پکښی دخیل وو ،خو هیڅ وخت امریکا او ملگرو یی د مخنیوی عملی اقدام ونکړ ، هیچ غل او فاسد وزیر او لوړ پوړی چه امریکا ته به وتښتیدل ،
دامریکا لخوا د محاکمی لپاره معرفی نسوو
کابل بین المللی هوایی ډگر دامریکا په لاس کی و خو هره ورځ په میلیونونو دالر په غلا او قاچاق بهر ته انتقالیدل خو ممانعت یی ونسوو
په میلیونونو بی گناه افغانان مو راته شهیدان ، معیوب ، مهاجر او آواره کړل
په میلیونو افغانان په مخدره موادو معتاد سول
اوس امریکایان او نور غربی اجنټان یی داتلاش هم شروع کړی چه په اروپا کی بی مفهومه اعلامیی صادروی گواکی په جلاوطن کی به حکومت اعلان کړی
ایا تاسو دعامو افغانانو څخه پوښتنه کړی چه ستاسی سره عام افغانان تر کومه حدود هم فکره دی ؟؟
که ستاسی د فکر ، نظر او کړنو څخه دتیرو کړونو په نظر کی نیولو سره ، نفرت کوی ؟؟
عام افغانان د غربیانو او هغه افغانانو څخه چه په بهر کی اوس هم د امریکا اجنتان دی ، نور دی دافغانانو لپاره سردرد نه جوړوی ،
اوس په افغانستان کی دولت شتون لری ، جنگ ختم دی ، عمومی عفوه اعلان سوی، امنیت تامین دی ، حکومت آرام آرام دتکمیل په حال کی دی ،
دحکومت تر اوسه دوی میاشتی پوره سوی نه دی ، ځینی نیمگړتیاوی چه موجودی دی ، دابه دوخت په تیریدلو سره ان شا ءالله آهسته آهسته حل سی
داچه امریکا غواړی چه افغانان باید نه مستقل دولت ولری ، ځکه اقتصادی فشارونه یی په افغانستان ډیر کړی
که داسی نه وی امریکا د کوم بین المللی اصل په بنیاد د افغانستان دملکیت لس میلیارده دالر په نړیوال بانک کی کنګل کړی؟؟
امریکا او نور غربی ملگری به یی ترکومه وخته دافغانستان اقتصادی فشارونو ته دوام ورکړی ؟؟
تر کومه به د افغانستان ددولت د رسمیت پیژندلو څخه ډډه وکړی ؟
ایا دنړی ټول ملکونه دامریکا په امر چلند کوی که نور هیوادونه هم شته چه د امریکا او غرب سره مشکلات لری؟؟؟
افغانستان یو ډیر غریب فقیر او د پنځوس کاله جنگ ځپلی هیواد دی ، نور دی غربیان د افغانستان سره زور ازموینه نه کوی لازمه نه ده
پریږدی چه افغانان نور په امنیت او سوله کی ژوند وکړی ، ستاسو دلیبرال دیموکراسی څخه موږ تیر یوو په خپله غریبۍ او فقیرانه ژوند کی مو پریږدی
تاسو اټمی قدرتونه خپل اختلافات او زور ازموینه ، دنړی په نورو سیمو کی سره وازمویی
افغانان یو وار دوی پیړی د برتانوی هنداو تزار روس او وروسته د شوروی اتحاد د ستری بازۍ قربانیان وو اوس بیا د امریکا چین او انګلیس د اقتصادی زور ازموینی قربانی یوو
خدای ج دی افغانان متحد او واحد ملت کړی
امین
