مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: اژانس خبر ی باختر گزارش داده است که به اثر انفجار ماين در ولايت کنر رییس معادن و پترولیم اين ولايت با دو عضو دیگر طالبان زخم برداشته است.
بر اساس اين گزارش، ماین در کنارجاده در شهراسعدآباد جاسازی شده بود و بامداد امروز هنگام عبور موتر حامل رییس معادن و پترولیم کنر منفجر شد.
✒: طالبان وایي امریکا دې د افغانستان د هوایي حریم له اشغال لاس واخلي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلی،امریکا د خپلو کړو ژمنو خلاف د افغانستان هوایي حریم د ډرون الوتکو په واسطه اشغال کړی چې دا کار د دوحې توافقنامې خلاف عمل دی.
طالبانو پر امریکا غږ کړی، چې د نړیوالو تعهداتو او قوانینو په رڼا کې باید له افغانستان سره د متقابل احترام او کړو ژمنو تر سیوري لاندې تعامل وکړي، تر څو د ټولو بدو عواقبو مخه ونیول شي.
✒: مقایسه عواید گذشته و کنونی از رهگذر استفاده از حریم هوایی کشور نشان میدهد که با مختل شدن خطوط هوایی زیانهای مالی فراوان به کشور رسیدهاست.
بر بنیاد آمار اداره هوانوردی، افغانستان از رهگذر حریم فضایی سالانه بیش از پنج میلیارد افغانی درآمد داشت، اما پس از سقوط حکومت پیشین این عواید کاهش چشمگیری یافته است.
رقم این خساره پس از سقوط حکومت پیشین تا کنون بیش از هفت میلیون دالر تخمین میشود. در عین حال خسارهی که در این مدت به شرکتهای هوایی نسبت تغیر در مسیر پرواز رسیده است، نیز حدود بیست میلیون دالر تخمین میشود.
✒: د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
✒: د نړیوال رادار معلوماتو پاڼې له مخې سبا کابل نړیوال هوایي ډګر ته د ګڼو کورنیو پروازونو تر څنګ له استانبول، تاشکند او نوي ډهلي څخه هم درې پروازونه په بیلابیلو وختونو کې پلان شوي دي.
✒: د نوي حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان د سوداګرۍ، پانګونې، کانونو او صنایعو د خونو له مشرتابه پلاوي سره کتلي دي.په دې لیدنه کې متقي د هيواد ملي سوداګرو ته ډاډ ورکړی دی،هغه ستونزې چې د بهرنیو چارو وزارت پوري اړوند دي د هغو په حل کي به خپلې هلي ځلي و نه سپموي.
✒: ا.ا: هغه اوازې بې اساسه دي چې ګواکې د ظاهر شاه واکمنۍ مهال اساسي قانون به یو لړ تغیراتو سره پلی شي.
✒: دیدار دوجانبه رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه و ولادیمیر پوتین، همتای روس وی در سوچی به پایان رسید.
این دیدار بدون حضور خبرنگاران در محل اقامت رسمی رئیسجمهور روسیه برگزار شده و 2 ساعت و 45 دقیقه به طول انجامید.
✒: اردوغان: قدمهای مشترکی که درباره سوریه برداشتهایم بسیار مهم هستند. صلح در آنجا (سوریه) نیز به روابط روسیه و ترکیه بستگی دارد.
اردوغان: معتقد هستم که تقویت روز به روز روابط روسیه و ترکیه، منافع بزرگی دارد.
اردوغان: در مجمع عمومی سازمان ملل فرد مشخصی سوالاتی را به طور خاص درباره برخی مسائل مطرح کرد که پاسخ مناسب را دادیم. چرا که امکان بازگشت از اقداماتی که انجام داده ایم وجود ندارد.
پوتین: دیدارهایمان (با اردوغان) همیشه بدون مشکل برگزار نمیشوند، اما سازمانها و نهادهای مربوطه موفق به یافتن راه حلهای مناسب میشوند.
پوتین: میزان سرمایه گذاری ترکیه در روسیه 1.5 میلیارد و میزان سرمایه گذاری روسیه در ترکیه 6.5 میلیارد دلار است. تمامی پروژه های بزرگ طبق برنامه ادامه دارند.
پوتین: همکاری ما (در قره باغ) هم برای ادامه آتش بس و هم برای ایجاد صلحی پایدار در آینده بسیار مهم است.
پوتین: حجم تجارت دوجانبه در 9 ماه نخست سالجاری 50 درصد افزایش یافت. علاوه بر تلافی کاهش ناشی از شیوع کرونا، شاهد رشد خوبی در تجارت میان دو کشور بوده ایم.
پوتین: همکاری (با ترکیه) در صحنه بینالمللی با موفقیت ادامه دارد. منظور من رویکرد دو کشور درباره سوریه و لیبی است.
✒: مدارس بنیاد معارف ترکیه در لیست پنج کشور نخست جهان قرار گرفت.
✒: مسابقات بوکس قهرمانی زنان جهان 2021 در ماه دسامبر در استانبول برگزار میشود.
✒: د امریکا لوړپوړي نظامي چارواکي ددغه هېواد سنا ته وربلل شوي وو او د افغانستان په اړه ترې پوښتنې ګروېږنې شوې دي. د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي له افغانستان وتل او دلته شل کلن ماموریت ستراتيژيکه ناکامي بللې ده او په خبره یې بایډن ته یې د سرتېرو د پرېښودلو وړاندیز کړی و.
✒: سپینې ماڼۍ یو ځل بیا له افغانستان د سرتېرو د ایستلو او بايډن له پرېکړې دفاع کړې ده. د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وایي په افغانستان کې د ماموریت په اړه بایډن ته ډول ډول نظرونه ورکول کېدل چې په پایله کې یې هغه داسې څه انتخاب کړل چې د امریکا ملي ګټې ساتي.
✒: د امریکا دفاعي ادارې وایي دوی بریالي شوي چې تر غږ پنځه برابره چټک توغندی په بریالۍ توګه و ازمويي. امریکا د روان میلادي کال په پيل کې ویلي وو چې د غږ په اندازه چټک توغندی یې په بریالی توګه ازمویلی خو اوس یې د داسې توغندي د ازمویلو خبر ورکړی چې تر غږ هم پنځه برابر چټک دی.
✒: ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان په تړاو پر امریکايي پوځ نیوکه کړې. نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، د امریکایي پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي د دې پر ځای چې په افغانستان او هلته د امریکایي ځواکونو پر وضعیت تمرکز کړی وی، په تلویزیوني مرکو کې به ناست و او له ځان یې تلویزیوني ستوری جوړاوه.
✒: لوړه سلنه امریکايي وګړي له اروپا او اسیا د خپلو سرتېرو ایستل غواړي. د امریکا د عامه افکارو یوه سروې ښيي چې شاوخوا ۴۲ سلنه امریکايي وګړي غواړي چې امریکايي ځواکونه دې له اروپايي او اسیايي هېوادونو و ایستل شي.
✒: سعودي عربستان وایي نړیوال باید د ایران د اټومي پروګرام په اړه بې پروايي و نه کړي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې ایران ټولې سیمې او نړۍ ته ګواښ دی. دده په خبره دغه هېواد په خپلو ژمنو کې صادق نه دی.
✒: د امریکا د وسله والو ځواکونو اړوند ملټري ټایمز خپرونې راپور ورکړی دی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې امریکایي سرتېرو خپل ځانونه وژلي دي. راپور کې د امریکایي چارواکو له قوله راغلي چې مړه شویو سرتېرو په افغانستان کې دنده لرله او د نامعلومو دلایلو له امله یې خپل ځانونه ځړولي دي.
✒: په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې نېکي هېلي ویلي چې بایډن باید د افغانستان په اړه امریکایانو ته سپیناوی ورکړي. هېلي څرګنده کړې چې یو ولسمشر څه ډول دومره ستره پرېکړه پر خپل سر کولی شي او ولې یې باید وکړي، خامخا د پردې تر شا څه شته او اړینه ده خلک ورباندې خبر شي.
✒: د هند د هوانوردۍ ادارې ویلي چې د افغانستان نوي حکومت ورڅخه د یو رسمي مکتوب له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو پروازونو د بیا پیلولو غوښتنه کړې ده. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته دا له هند سره د دغې ډلې لومړۍ رسمي اړیکه ده.
✒: کابل کې د نړیوال بانک یو لوړ پوړی افغان چارواکی وایي چې،د نړیوال بانک له مرکزي دفتر څخه یې برښنالیک تر لاسه کړی او په لیک کې ټولو افغان کارکوونکو ته سپارښتنه شوې چې،د اکتوبر په اواییلو کې به دغه بانک بیرته کابل کې خپل فعالیت پیل او دټولو مخکې پیل شوو پروژو چارې به جاري وساتل شي.
✒: د میرور په نامه یوې بریتانوي رسنۍ ویلي چې د ا.ا. ځواکونو په هرات او بلخ ولایتونو کې د امریکایانو د وسلو دوه ستر ډیپوګان کشف کړي دي. راپور کاږي چې په دې ډیپوګانو کې درنې وسلې، په سلګونو زره مرمۍ، د جنګي چورلکو وسایل او پرزې، میزایل او نور لوجیستکي توکي شامل دي.
✒: د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د وسله والو کسانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې څلورو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پوځ ویلي، کله چې پوځیان سیمې ته رسېدلي نو د وسله والو له کمین سره مخ شوي دي چې په پایله کې یې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
✒: د پاکستان د بهرني پورونو کچه تر ۱۲۲ میلیارده ډالرو اوښتې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستان په وروستیو څو میاشتو کې نور هم قرضداره شوی دی. د راپورونو له مخې، دغه هېواد اوسمهال ۱۲۲ میلیارده، ۴۴ میلیونه او ۵۰ لکه امریکایي ډالر پوروړی دی.
✒: د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بند ماجد القحطاني ویلي چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې وروستی امنیتي وضعیت او نور مثبت بدلونونه له پامه نه غورځوي. نوموړي دا څرګندونې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.
✒: امریکايي سناتورانو پر طالبانو او پاکستان د بندیزونو غوښتنه کړې ده.
د امریکا په سنا مجلس کې له شلو زیاتو سناتورانو پر طالبانو د بندیزونو لګولو قرارداد، دې جرګې ته وړاندې کړی،چې پکې ویل شوي دوی پر طالبانو او پر هغو چې د طالبانو مرسته کوي د یو لړ بندیزونو لګولو غوښتنه کوي.
دې قرارداد کې چې د ترهګرۍ ضد مبارزه، څارنې او محاسبه، نوم ورکړل شوی وړاندیز شوی چې امریکا باید په ملګرو ملتونو او په خپله امریکا د طالبانو هیڅ غړی د افغانستان د سفیر او استازي په توګه ونه مني.
قرارداد کې د پاکستان یادونه هم شوې ده او ښايي دغه هېواد هم دې بندیزونو کې شامل کړشي.
