مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: له خوست، لوګر او پنجشیر ولایتونو څخه د ۷۹ میلیونه افغانیو په شمول ۱۶ لکه تر لاسه شوي ډالر د افغانستان بانک ته وسپارل شول.
د افغانستان بانک دویم مرستیال د یادو پیسو د تسلیمۍ پر مهال وویل، چې خزانې ته د امانتونو سپارنه بیت المال ته د طالبانو ژمنتیا او د هغوی امانتداري ښيي.
✒: د حزب اسلامي افغانستان د خدماتو ریاست له لورې له یو شمېر هېوادوالو سره لاندې مرستې وکړې:
۱- د پیښور ښار په نصرت مېنه کې د (۱۸۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت یتیمانو او نور مهاجرو زده کوونکو ته د لیسې دورې د کتابونو خریداري، معیوبینو او د شهیدانو کورنیو سره مرسته.
۲- په کابل ښار کې د مجاهدینو، یتیمانو، مستحقینو او د شهیدانو له کورنیو سره د (231,500) افغانیو په اندازه نقدي مرسته.
۳- د پنجشیر ولایت له (۳۵) بیځایه شویو مستحقو کورنیو سره د یولک (۱۰۰۰۰۰) افغانیو په اندازه نقدي مرسته ترسره شوه.
✒: د سرپرستې کابینې دعدلیې وزیر ویلي، دوی به د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون له هغو مواردو پرته چې له اسلامي اصولو سره په ټکر دي نافذ کړي.
دعدلیې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عبدالحکیم شرعي د چین له سفیر وانګ یو سره په کتنه کې ویلي، دوی به د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون له هغو موادو پرته چې د اسلامي شریعت او د دوی له اصولو سره په ټکر کې وي د مؤقتې دورې لپاره نافذ کړي.
نوموړي ویلي، هغه نړیوال قوانین او سندونه چې د شریعت له اصولو سره په ټکر کې نه وي ورته درناوی کوي.
✒: نمایندهگی دایمی افغانستان در سازمان ملل میگوید که غلام اسحاقزی، فرستاده حکومت پیشین در این سازمان، بخاطر منافع ملی و حفظ کرسی افغانستان در سازمان ملل متحد از صحبت در مجمع عمومی این سازمان انصراف داده است.
✒: د ا.ا.ا چارواکو په بدخشان کې د ۲۵ ټنه لاجورد ډبرو د قاچاق مخنیوي خبر ورکړی دی. سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د ا.ا.ا ځواکونو په یو لړ کشفي عملیاتو کې هغه درې کسان له ۲۵ ټنه لاجورد ډبرو سره یو ځای نیولي دي چې هڅه یې کوله دا ډبرې له هېواده بهر ته قاچاق کړي.
✒: د ا.ا.ا چارواکي وایي چې ټول هېوادونه ځانګړې توګه امریکا دې د افغانستان پر هوایي حریم له تېري څخه په کلکه ډډه وکړي. چارواکو ټینګار کړی دی چې امریکا باید پر هغه ژمنو عمل وکړي چې په دوحه کې یې د ا.ا.ا سره کړې دي.
✒: د افغانستان کرېکټ له نولس کلنو د کم عمره لوبډله، چې بنګله دېش هېواد کې یې په پنځو يو ورځنیو او يوې ټېسټ لوبه کې برخه اخیستې وه، ننګرهار ته را ستنه شوه.
د ننګرهار ځايي چارواکو له لوري یې تود هرکلی وشو.
✒: په خوست کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د ببرک تاڼې په سیمه کې یې نن دوه تنه د وسلې د قاچاق په تور نیولي دي.
✒: د افغانستان اسلامي امارت د یونیسف په مالي ملاتړ د ۵۲ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د فراه ولایت له ولایتي روغتون سره د درملو او طبي وسایلو مرسته وکړه.
✒: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د نړیوالې سوداګریزې خونې له سرپرست او غړیو، د نفت او ګازو اتحاديې او د حرکت موسسې له مسوولینو سره وکتل.
عزیزي وویل: سوداګر د هېواد د ملا تیر دی او د دغه وزارت دروازې تل د دوی پر مخ پرانیستې دي.
✒: دخوست والي محمد نبي عمري په افغانستان کې دبې پولې روغتیاپالانو دپروګرامونو مسوول او د دغه ولایت د بې پولې روغتون سرپرست مارټین سره په کتنه کې دوی ته دامنیت او همکارۍ ډاډ ورکړ اوله دوی یې غوښتنه وکړه چې خپل پروګرامونه له ولایتي ادارې سره په تفاهم دولسونو اړتیا ته په کتو تطبیق کړي.
✒: مولوی امیرخان متقی سرپرست وزارت خارجه شام روز گذشته با دیبورا لاینز نماینده خاص سرمنشی عمومی سازمان ملل در افغانستان دیدار کرد.
در این دیدار، خانم لاینز بر ادامه فعالیتها و رساندن کمکها وعده سپرد و از امنیت کنونی ابراز خرسندی کرد.
به گفته خانم لاینز، تحریمهای اقتصادی بر خدمات یوناما در افغانستان تاثیری ناگوار دارد.
در اخیر، سرپرست وزارت خارجه از کمکهای یوناما در افغانستان ابراز قدردانی کرد و از هرگونه همکاری به این سازمان اطمینان داد.
✒: سازمان غذایی جهان برای ۱۶۲۰خانواده نیازمند در شهر شبرغان، جوزجان مواد خوراکی توزیع کرد.
مولوی عبدالقدیر مظلومیار، معاون ولایتی موسسات امارت اسلامی برای جوزجان میگوید که روند توزیع این گونه کمکها برای خانوادههای نیازمند در آن ولایت ادامه دارد.
✒: منبع: معصوم ستانکزی، حنیف اتمر و حمدالله محب روزانه تماس های پهیم با امرالله صالح، یونس قانونی، بسم الله محمدی ظاهر اغبر و برخی از چهره های دیگر در دوشنبه و لندن برقرار می کنند.
هدف آنها ضعیف ساختن احمد مسعود و مطرح شدن دو باره خود شان در مسایل صلح و سیاست افغانستان است.
✒: افزایش 5 برابری حجم داراییهای تجاری شرکتهای فعال در بخش کشاورزی، جنگلداری و شیلات ترکیه.
آمارهای منتشر شده از سوی مرکز آمار و بانک مرکزی ترکیه حاکی از افزایش داراییهای تجاری 67.2 میلیارد دلاری بخش کشاورزی، جنگلداری و شیلات ترکیه طی ده سال اخیر است.
✒: امارات 607 میلیون دلار از ایران غرامت میگیرد.
شرکت انرژی امارات متحده عربی، «داناگس» اعلام کرد که دادگاه داوری بینالمللی در خصوص پرونده گازی کرسنت، شرکت ملی نفت ایران را به پرداخت 607 میلیون دلار به دلیل اختلاف در تامین گاز محکوم کرده است.
✒: اردوغان: ترکیه آماده است در دوره پسا کرونا از هر نظر در مسیر تلاش برای رسیدن به جهانی قویتر، فداکاری کند.
✒: اسراییلو یو ځل بیا ویلي چې ایران د ټولې سیمې لپاره یو خطر دی او باید له منځه یوړل شي. د اسراییلو لومړي وزیر نفتالي بنت د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې ایران هڅه کوي د اټومي قوت پر مټ پر ټوله سیمه واک وچلوي او په خبره یې دغه هېواد د سیمې لپاره خطر دی.
✒: د امریکا دیموکراتو سناتورانو په یوه لیک کې له سپینې ماڼۍ په کابل کې د وروستي هوايي برید او ملکي مرګ ژوبلې په اړه د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې دیموکراتو سناتورانو ویلي چې دغه ډول غیر مسوولانه بریدونه د امریکا پر وړاندې کرکه پاروي او ترهګرې ډلې پياوړې کولی شي.
✒: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ویلي طا لبان دمګړی د امریکا لپاره خطر نه دی او که دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل وکړي، نو امریکا یې په رسمیت پېژني او د نړیوالو اړیکې به هم ورسره ښې شي.
✒: د والسټرېټ ژورنال د راپور له مخې د روسیې او امریکا د پوځ لوی درستیزانو په خپله وروستۍ لیدنه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارنو او بېړني اقدام په اړه د امریکایي ځواکونو له لوري د روسي اډو د استفادې په تړاو خبرې کړې دي.
✒: شمالي کوریا وایي امریکا د زرګونه افغانانو د وژلو او میلیونونه نورو د کډوال کېدو مسووله ده. د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې د شمالي کوریا د پلاوي مشر د خپلو خبرو پر مهال ویلي ددې وخت دی چې ملګري ملتونه د یوه ځواکمن بنسټ په توګه پر کمزورو هېوادونو د پیاوړو هېوادونو د یرغل مخه ونیسي.
✒: امریکايي عسکر وایي د امریکا پوځي مشران باید په افغانستان کې د خپلې ماتې په اړه ځواب ووايي. د پخوانیو امریکایي پوځیانو یوې ټولنې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د امریکا اوسني او پخواني نظامي چارواکي باید امریکایي ملت ته په افغانستان کې د خپلې ماتې په اړه ځواب ووايي.
✒: د راپورونو له مخې د امریکايي پوځ مهم او لوړپوړي چارواکي به د افغانستان په اړه د سنا غړو ته معلومات ورکوي او د دوی پوښتنې به ځوابوي. دا له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته لومړی ځل دی چې لوړپوړي امریکایي چارواکي د سنا له لوري غوښتل کېږي.
✒: د لایف مېنېټ په نامه نشریه په یوه راپور کې وایي چې امریکا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره پر پراختیایي پروژو په تېرو شلو کلونو کې ۱۴۵ میلیارده ډالر لګولي او دا په دې مانا ده چې امریکا د افغانستان په اقتصادي وده کې ناکامه وه او ژمنې یې نه دي پر ځای کړې.
✒: ازبکستان وایي له افغانستان سره یې پر ګډه پوله یو عسکر په یوه نښته کې وژل شوی دی. د ازبکستان ولسمشر ویلي دغه پېښه له افغانستان سره پر ګډه پوله هغه مهال شوې چې د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره د ازبېک سرتېرو نښته رامنځ ته شوه.
✒: د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې وروسته له هغه چې طا لبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او امریکایان له دغه هېواد ووتل نو ورسره جوخت په پاکستان کې ترهګریزې پېښې ډېرې شوې دي. راپورونه وایي چې د امنیتي پېښو کچه لوړه شوې او په تېرو څلورو کلونو کې بې مخینې وه.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیره ونډي شرمن د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مسکو او د سیمې هېوادونو ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته سفر کوي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د نوموړې د دې سفر اصلي موخه د اټومي وسلو د راتلونکو ګواښونو کمول دي.
✒: د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې اروپا باید د امریکا له کړنو په زده کړې د خپلې دفاع مسوولیت پر خپله غاړه واخلي او پر امریکا بې ځایه باور ونه کړي.
✒: امریکایي سناتورانو د ناټو سازمان غړي هېواد ترکیې ته ګواښ کړی دی چې که چېرته له روسیې څخه د اس_۴۰۰ دفاعي سیسټم اخیستلو په تړاو پر خپلو پلانونو بیا کتنه ونه کړي نو د دوی له لوري به ورباندې تر ټولو سخت بندیزونه ولګول شي.
✒: د پاکستان په تاریخ کې د امریکایي ډالر پر وړاندې د پاکستاني روپۍ بیه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده. راپورونه وایي چې نن په پاکستان کې یو ډالر په ۱۷۰ کلدارې پلورل شوی. په ورته وخت کې په ازاد بازار کې بیا دا بیه یو څه نوره هم لوړه شوې، یو ډالر په ۱۷۲ او پنځوس کلدارې هم پلورل شوی دی.
✒: نړیواله جنایي محکمه وایي،په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د جنګي جرمونو څېړنه له سره پیلوي.
د یادې محکمې څارنوال کریم خان وایي، په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو کچه ډېره پراخه ده او دوی محدودې اسانتیاوې لري، نو ځکه د اوس لپاره یوازې د طالبانو او داعش ډلې پر کړنو تمرکزکوي.
