موساد یا د اسرائیلو استخباراتي دستګاه

زلمی زابلي

 

یاده دستګاه د نړۍ د پرمختللو او پیچلې استخباراتي دستګاوو له جملې څخه ده

په 1974 م کال کې چې صدام حسین په عربي نړۍ کې د اسرائیلو ستر دښمن و، داسې احساس کېده چې صدام حسین به لومړنی کس وي، چې د اټوم بم ته به لاسرسۍ ولري،عراق د فرانسې څخه یو اټومی ریاکټر چې ۲۲ مېګا واټه یې قدرت وو، د اوسیریس(Osiris) په نامه یې

 وپیری یا واخلی چې د وخت د سترو اټومی  ریکټرونو له جملې څخه شمېرل کېده.

دوهم ریاکټر یې د (I S IS) په نامه یادیده، چه عراق د فرانسې څخه پیرلی  وو، چې د نصب کولو ځای یې د بغداد سره نږدې ټاکل شوی وو،

یاد ریاکټر دولس کیلو ګرامه یورانیوم درلودل، چې د دریو څخه تر څلورو اټومی بمونو د جوړښت وړتیا یې درلوده.

یاد تړون د عراق او فرانسې ترمنځ په ۱۹۲۱ م کال کې لاسلیک شو.

عراق ژمن وو چې؛ فرانسې ته به په بدل کې تېل او نفت ورکوي او هم به د فرانسوۍ سلاح  د فرانسې څخه واردوی  .

په دې وخت کې فرانسې تېلو ته شدیده اړتیا درلوده، خو اسرئیل په دې واقعیت پوه شوي وو چې صدام حسین د اټومی بمب جوړول غواړي، چې لومړنی هدف به یې اسرائیل وي.

په همدې دلیل د اسرائیلو استخباراتي دستګاه یا موساد او د بهرنیو چارو وزارت د عراق د اټومی تاسیساتو په هکله جدي پلټنه پيل کړه.

په فرانسه کې د اسرائیلو او یهودیانو اټوم پوهان او تخنیکی همکاران موجود وو ،چې د فرانسویانو سره یی  په فنی او تخنیکی  چارو کې مرسته کوله،چې دواړه هېوادونه(اسرائیل او فرانسه) نږدې ملګري وو.

خو کله چې جمهور ریس  ډیکال واک ته ورسېد، د فرانسې په پالیسۍ کې بدلون رامنځته شو او د اسرائیلو سره په مسلکی  برخه کې مرسته او همکاري له منځه لاړه.

خو بیا هم د دوی د ځینو ساینسپوهانو او تخنیکی همکارانو ترمنځ ملګرتیا په خپل حال پاتې وه.

د دې ملګريتوب پایله دا شوه چې د موساد تخنیکی  ګروپ د دې لارې د فرانسې او عراق ترمنځ د تړون په اړه ټول معلومات ترلاسه کړل.

په بغداد کې د موساد جاسوسانو د اټومی تاسیساتو په اړه په ښه توګه تل البیب ته معلومات ورکول.

هغه سیمې چې اټومی  کارونو په کې جریان درلود د عراق مرکز بغداد څخه څوارلس میله لرې پرته سیمه وه ،د عربانو په ادارو کې داخلېدل او په اړه یې معلومات راټولول د موساد د لومړیو موخو څخه و تر څو د اداری مامورینو په مټ استخباراتی مهم رازونه کشف کړی

د بغداد سره دوی ځانګړې اړیکې درلودلې ،د بغداد سیاسي کړیو دا وخت د صدام حسین سره په دا خبره مخالف وو ،چې هغه غوښتل عراق یو اټومی  هېواد جوړ کړي.

خو ملګرو يې کوښښ کاوه چې په هره ممکنه لاره چې وي باید صدام حسین د دې کار څخه منع کړي.

په ۱۹۲۹ م کال فرانسې دوه ریاکټرونه د عراق لپاره جوړ کړل، چې تموز یو او تموز دوه په نومونو یادیدل.

یاد ریاکټرونه باید د اپریل په اتمه د شپې په تیاره کې په بار وړونکو موټر کې بار شي او د مرسیلز پټنځایونو ته ورسول شی ، چیری چه په بحر کی بیړی ورته چمتو ولاړی وی چه بغداد ته یی انتقال کړی.

د دې معلوماتو په رڼا کې د موساد جاسوسان دوه ورځې مخکې فابریکې ته داخل شوي وو،چېرې چې یاد دوه ریاکټرونه د وړلو لپاره چمتو شوي پراته وو  خو موساد جاسوسانو د بمونو په استعمال سره ټولې فابریکې ته چاودنه ورکړه او دواړه ریاکټرونه یې له منځه یوړل.

د فرانسې پولیسو د څېړنو وروسته ثابته کړه، چې دا کار د موساد د جاسوسانو پرته بل څوک  نه شي ترسره کولای، وروسته د موساد یوه جاسوس دا خبره افشا کړه چې یاد عملیات د موساد له خوا د چپ عملیاتو په نامه ترسره شول.

د موساد درې تنه جاسوسان درې ورځې مخکې پاریس ته راغلي وو، چې هر یو جاسوس په بېمبېل هوټل کې ځای پرځای شوی وو.

د ځان سره یې فرانسوي پېژند پاڼې درلودلې او ټولټال اووه تنه وو چې د فابریکې د اوبو د سیستم له لارې یادې فابریکې ته داخل شوي وو ،دغو کسانو لومړی د خبرداري سیستم شنډ کړ ، دګودام کیلی  ورسره موجودې وې او ریاکټرونه یې د بارودو په مټ ویجاړ کړل.

وروسته له دې جاسوسان د یوې کوچنۍ بېړۍ په واسطه د اسرائیلو خوا ته وخوځېدل او له ځانه یې غلطې پېژند پاڼې په سیمه کې پریښودلی .

په ۱۹۱۲ م کال کې د دوبي په موسم کی  یو ۵۱ کلن مصري اټوم پوه پروفیسور ( یدیی المشهد ) چې مسخه شوی جسد یې د پاریس په یوه هوټل کې پيدا شو، دغه هوټل د فیشن ایبل په نوم یاديږي.

یاد اټوم پوه په چاقو او د لرګیو په واسطه سره وژل شوی وو،نوموړی وژل شوی کس د یوې کوچنۍ اټومی فابریکې ساینس پوه وو، چې فرانسې ته د یوه اټومی  کنفرانس لپاره راغلی و، خو اصلي دنده یې د عراق د دولت سره درلودله.

د فرانسې هېواد د یاد ساینسپوه مرګ تر څلورو ورځو پورې پټ ساتلی وو ،خو اسرائیلي ورځپاڼو افشاکړه او په تمسخر امېزه ډول یې لیکلي وو،چې نوموړی وژل شوی شخص په عربو کې ناپېژندل شوی اټوم پوه وو او په اټومی برخه کې يې معلومات او مهارت درلود. د ده وژنه به د عراق په اټومی اسلحی  جوړولو کې دوه کاله ځنډ راولي،فرانسوي پولیسو وروسته کشف کړه چې دا کار د موساد

د جاسوسانو عمل دی، چې د عراق د اټومی  پروګرام د مخنیوي په منظور یې ترسره کړی دی.

په ۱۹۱۲ م کال کی دوه اسرائیلي جېټ الوتکو د بغداد سره نږدې د تموز اټومی تحقیقاتی  مرکز بمبارد  کړ، په الوتکو باندې د ایران د دولت د بېرغ نښه تر سترګو کېده ترڅو عراق په ایران باندې شکمن شي

موساد د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره د هیڅ هېواد د قوانینو پروا نه ده کړې، تردې پورې چې په ډیره مکارۍ سره یې د دواړو هېوادونو پوځیان یرغمل نیولي دي او د هغوی د منګلو یې خپل یهودیان زندانیان خوشې کړي دي.

په اسیا او افریقا کې د اسرائیلو سفارتونه د جاسوسۍ د دندې د ترسره کولولپاره موظف شوي دي،په عربي هېوادونو کې چې سفارتونه نه لري دا چارې د نورو خطرناکو لارو په مرسته ترسره کوي.

د څو عربي هېوادونو د نظام په رانسکورولو او د اسرائیلو او عربو په څو جنګونو کې د موساد رول او نقش په لومړۍ درجه وو..

کله چې اسرائیلو ته په لمړی سر کی د اټوم بمب د جوړولو لپاره یورانیمو ته اړیتا پیدا شوه، موساد د اروپا او امریکا هېوادونو څخه ترلاسه کړل.

د یادو هېوادونو د انکار سره یې دا مواد د استخباراتو له لارې خپل کړل،د اسرائیلو څلورو خواو ته عربي هېوادونه موقعیت لري.

اسرائیلودخپلو ګاونډیو هېوادونو لکه،سوریه،لبنان،اردن او فلسطین څخه ډیری  ځمکې غصب کړي دي چې په همدې علت ټول عربي هېوادونه داسرائیولو سره دښمنی  لری.

موساد د عراق هېواد د اټومی بمب  د له منځه وړلو په منظور په فرانسه کې استخباراتي عملیات وکړل ،چې داسې پيچلي عملیات د نورو استخباراتي دستګاوو لپاره د ستونزو ډې کار دی.

موساد د یهودیانو یو ستر او مشهور قاتل چې یهودیان به یې په دوهمه  نړیواله جګړه کې په کره کې سوځول (جنرال اډولف ایشمن)نومېده ،چې ارجنټاین ته په ډمرمخفی شکل وروسته له دوهم  نړیوال جنګ څخه تښتېدلی وو.

اسرائیلي کمانډو نوموړی جرمنی جنرال  په ارجنټاین کې دستګیر ګړ او اسرئیلو ته یې راوست او په ۱۹۱۲ کال يې د یهودیانو د قتل عام په جرم اعدام کړ.

د موساد د کامیابۍ راز په دې کې نغښتی دی، چې د نړۍ په هر ګوټ کې یهودیان شتون ولري د موساد سره همکاری کوي.همدغه دلیل دی چه موساد د خپلو یهودیانو سره چه دنړی په هر گوټ کی وی مرسته او همکاری ورسره کوی

موساد د خپلو موخو د لاسته راوړلو په منظور د هرډول ترور او وحشت څخه ګته اخلي.

موساد په جرمنی هیواد کی په کال 1929 م تاسیس شو چه په دی وخت کی د یهودی یو وړوکی پارلمان هم تاسیس شوی و

،د همدغه پارلمان په تشکیل کې د موساد اداره جوړه شوه.

چه په هغه وخت کې يې دوه هدفونه څارل،یو یې د یهودیانو د حقوقو ساتنه کوله او بل یی په فلسطین کې د یهودیانو سره مرسته کول وو.

اسرائیل په موساد سربېره نورې استخباراتی دستګاوې هم‌لري لکه شین بټ ،نظامی  استخباراتي شبکه،امان او داسې نور.

د یوې لسیزې راهیسې د روسیې په پخوانیو جمهوریتونو او د شرقی  اروپا په هېوادونو کې د ځوانو نجونو د استخدام لپاره داسې اعلانونه  نشر کېږي چې د هوټلونو د کارکوونکو، نڅا،د کمپنیو د اعلانونو لپاره موډل  انجونی په پوره معاش په دنده ګومارل کېږي.

یادې انجونې چې زیاتې ښکلې او تر شلو کلونو يې عمر لږ وي ، ټولې د اسرائیلو هېواد ته استول کیږی ، دعربی د زده کړی ، د پټو مخفی فلمونو د ثبت زده کړه ، د اواز د ثبت زده کړه ، لپاره استخدام کیږی،وروسته یې د نړۍ نورو  هېوادونو ته د جاسوسۍ په موخه لېږي.

هغه انجونې چې انکار کوي تر سختې جزا او وهلو ټکولو لاندې راځی ، هغه چې استخدام کېږي د نړۍ په لویو هوټلونو کې د تشریفاتو مامور،نڅا، د د فتر سکرتر او د نورو فحاشی  کارونو په موخه په دنده ګومارل کېږي.

تر نورو استخباراتي ادارو د موساد ونډه د انجونو په استخدام کې ډیره  ده په دې سره اسرائیل د نړۍ د قاچاق او فحاشی  لومړی درجه  هېواد دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک